دغه دوه خواړه مو د زوړوالي له اغیزو ژغوري

په امریکا کې د یوې نوې ترسره شوې څیړنې پر بنسټ په ورځنۍ ډول یوه مڼه یا رومي بانجان انسان د زوړوالي له اغیزو ژغورلی شي.

دغه څیړنه چې د امریکا اییووا نومې پوهنتون کې ترسره شوې کې ویل شوي چې د مڼې او رومي بانجان په پوټکي کې داسې کیمیاوي مواد موندل شوي چې د عمر زیاتیدو سربیره عضلات روغ او پیاوړی ساتي.

په دغې څیړنې کې ویل شوی چې د عمر زیاتیدو له امله یو ډول پروټین چې اې ټي ایف ۴ (ATF 4) نومیږي د انسان عضلات کمزوری کوي چې له امله يي د انسان په بدن کې ستر بدلونونه رامنځ ته کیږي خو دوه میاشتو لپاره په ورځنۍ ډول یوه مڼه او یا رومي بانجان خوړل د دغې پروسې مخه نیسي او انسان له کمزورۍ ژغوری.

څیړوونکي په دغې څیړنې کې ویلي چې دغو دوو خوړو کې په طبیعي ډول زیات شمیر داسې ګټور مواد شتون لري چې انسان د عمر د زیاتیدو له اغیزو ژغورلی شي.

څیړوونکو په پیل کې دغه څیړنه پر موږکانو ترسره کړې وه. هغو موږکانو ته چې دوه میاشتې په ورځنۍ ډول مڼه او رومي بانجان ورکړل شوی و په هغوي کې د عضلاتو وړتیا لس سلنه او د بدن قوت او ځواک ۳۰ سلنه زیاته شوې وه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب