یو ګیلاس تړمې اوبه د غوره روغتیا ضامن

هر ورځ سهار وختي له خوبه تر پاڅیدو وروسته لومړنۍ څیز چې ستاسې هاضمې سیستم ته داخلیږي باید تړمې اوبه وي. دلته به د ولې سوال ځواب کړو:

درد اراموي:
تړمې اوبه یو ډیر پیاوړی کورنۍ درمل دی. تړمې اوبه د بدن عضلاتو کې د وینې جریان غوره کولو سره د عضلاتو درد اراموي. د تړمو اوبو ګرموالی د خيټې عضله ارامولو سره د خیټې درد له منځه وړي.

د بدن وزن کنترولوي:
تړمې اوبه د بدن حرارت زیاتولو سره د میتابولیزم فعالیت زیاتوي د کوم پر بنسټ چې بدن زیاته اندازه کالوري مصرفوي. یو ګیلاس تړمې اوبه د سهار پر وخت د پښتورګو فعالیت بهتره کوي.

د عمر اثر پر پوټکي له منځه وړي:
په بدن کې شته زهري مواد انسان له خپل عمر څخه څو ځلي زیات زوړ ښیي. تړمې اوبه له بدن څخه زهري مواد خارجولو سره انسان ځوان ښیي.

هاضمه:
هر سهار په نهره یو ګیلاس تړمې اوبه د هاضمې سیسټم پیاوړی کوي او د خيټې مختلف دردونه اراموي .

د وینې دوران:
یو ګیلاس تړمې اوبه په بدن کې د وینې جریان بهتره کوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب