دغه خواړه د سګریټ ناوړه اغیز له منځه وړي
دا یوه ښکاره خبره ده چې سګریټ د روغتیا خلاف یو عمل دی چې د سرطان ډیرو ډولونو لامل ګرځي. خو ځینې کسان په لنډه موده کې دغه عمل نشي پریښودی. سګریټ زیاته اندازه نیکوتین (Nicotine) لري کوم چې د وینې فشار لوړوي او د انسان سږې له منځه وړي. خو حتی هغه کسان چې سګریټ يي پریښۍ وي بیا هم کلونه وخت نیسي تر څو د هغوي له سږو څخه دغه ماده په مکمله توګه پاکه شي.
غوره خواړه او د ژوند کولو طریقه له سږو څخه د نیکوتین له منځه وړلو کې ډيره زیاته مرسته کوي. دلته مو له هغه خواړه سره اشنا کوو چې د انسان سږي له نیکوتین څخه پاکوي او انساني روغتیا پیاوړی کوي.
۱- باراکولي (Broccoli): دغه خواړه زیاته اندازه ویټامین سي (C) او ویټامین بي ۵ (B5) لري. سګریټ څښل په بدن کې د ویټامین سي اندازه کموي. خپل بدن څخه د نیکوتین پاکولو لپاره له زیات نه زیات باراکولی استعمال کړئ.
۲- نارنج (Orange): د نارنج اوبه هم زیاته اندازه ویټامین سي (C) لری. د نارنج ورځنۍ استعمال د بدن میتابولیزم لوړولو سره انسان له ذهني فشار څخه ژغوري.
۳- د ګازرو اوبه: که څوک سګریټ څښي نو هغه دې باید په دې پوه شي چې له هر سګریټ سره نیکوتین د نوموړي په بدن کې درې ورځو لپاره پاتې کیږي. نیکوتین د انسان پوټکی هم خرابوي. د ګازرو اوبه د پوټکي لپاره ډیره زیاته ګټوره ده او همدا راز زیاته اندازه ویټامین اې (A)، سي (C)، کې (K) او بي (B) لري. څیړنو ثابته کړې چې د ګازرو اوبه له بدن څخه نیکوتین له منځه وړي.
۴- پالک: پالک یو له هغه سابه څخه دی چې بې شمیره روغتیايي ګټې لري. دغه خواړه نه یوازې دا چې مختلف ډول ویټامینونه لري بلکه د فولک اسید (Folic Acid) یوه غوره منبع هم ده.
۵- کیوي (Kiwi): دغه میوه د نیکوتین په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دغه میوه زیاته اندازه ویټامین اې (A)، سي (C) او اي (E) لري. د سګریټ څښلو سره په بدن کې یاد ویټامینونه له منځه ځي.
۶- اوبه: سګریټ انسان د بدن اوبه کموي. مختلفو څیړنو په اساس زیاته اندازه اوبه څښل د سګریټ په پریښودو که له انسان سره مرسته کوي او بدن له نیکوتین څخه پاکوي.