لاسي او ماشیني صنایع

صنعت Industry

بايد ووايوچې په لرغونو زمانو کې څارويو او کرنيزو محصولاتو د خلکو اړتياوې نه شوې پوره کولای نو خلکو د کرنې پياوړتيا ته پام واړاو نو ځکه يې د اړتيا له مخې اسبابونه جوړکړل چې همدا د لومړي صنعت پيلامه وه همدارنګه كله چې انسان له كوچياني ژوند نه د مېشت كېدو خوا ته راغى ،نو انسان به خپل ټول اړتياوړ توکي په لاسو جوړول.له  خاورينو كټوريو نيولې ان تر كاليو او جامو پورې ټول شيان به يې په طبيعت كې له  شته توکو نه په لاسونو اوبدل او جوړول.هغه وخت لاسي صنايع د بشر له رغنده استعدادونو او له نوښتونو ډک ول او هر قوم به له خپل استعداد او وړتياوو سره سم داړتيا وړ توکي رامنځته كول.

د لرغونو انسانانو هر قوم او قبيلې به دسيمې چاپېريال له مخې خپل،خپل لاسي توکي رامنځته كول  د ساري په توګه طبيعت د سړو سيمو خلك دې ته اړ وېستل  چې له سړو نه د بچ كېدو په موخه ځانونو ته تودې جامې وګنډي او د حيواناتو له پوستينونو څخه ځانو ته كالي او نور توکي جوړ كړي . همدغو لاسي صنايعو د وخت په تېرېدوسره پرمختګ وكړ، خو کله چې انسان د فلزاتو ويلې کيدل زده کړل چې دا صنعت دويم پړوا بلل کيږي چې د ماشين تراختراع پورې د دوديز صنعت لړۍ روانه وه خو کله چې په اوولسمې ميلادي پيړۍ په اخرو کې په انګلستان کې صنعتي اوښتون رامنځته شو نو په نړۍ کې ژور بدلو ن راغی.

په نړۍ کې عصري توکي او وسايل رامنځته شول.د خلکو د ګټې اخېستنې لپاره د توکو استحصال،کيفيت او بڼې بدلون ته صنعت ويل کيږي،چې د اقتصاد د علم له نظره هغه توليدي پروسه ده چې له خامو موادو لکه وړۍ،پنبې ،پوستکي او نورو څخه د انسان د مټ قوت،ځواک او يا د ماشين په وسيله ترې کار اخېستل کيږي.په دې کې شک نشته چې صنايع د هيواد په اقتصاد کې ستر ارزښت او اهميت لري،په هيوادنو کې د صنعت د پرمختګ  سره د بهرنۍ سوداګرۍ نا انډولي له منځه ځي.له پورتينو څرګندونو څخه داسې رامعلوميږي چې په نړۍ کې دوه ډوله صنعت  شتون لري:

لومړنی صنعت Primary Industry:

په لومړني صنعت کې ټولې هغه کړنې شاملې دي چې په اومو موادو پورې اړه لري د بيلګې په توګه د کاني زيرمو راويستل،کرنه کول،کب نيونه،ځنګلونه پرې کول.په لومړني صنعت کې انسان په خپله څه نه پيدا کوي بلکې له طبيعت څخه يې د ځينو وسايلو په وسيله منځته راوړي.د بيلګې په توګه کروند ګر د کرنې په وسيله توکي لاسته راوړي چې يوازې د کرنې پروسه مخ ته وړي يا کب نيوونکي کبان نيسي.په دې پروسه کې انسان په خپله توکي منځته نه راوړي، بلکې د وسايلو په وسيله توکي د کارولو لپاره لاسته راوړي.لومړنی صنعت په دوه ډوله دی:
1-استخراجي صنعت Extractive industry:په دې ډول صنعت کې ټولنې هغه کړني شاملې دي چې د ځمکې له سر يا منځ څخه اومه مواد راوباسي. د بيلګې په توګه د کانونو راويستل،ځنګلونو وهل ،کب نيونه او نور.

2- جنټکي صنعتGenetics industry: په دې ډول صنعت کې ټولې هغه کړنې شاملې دي چې د حيواناتو او نباتواتو په پالنه کې تر سره کيږي.د بيلګې په توګه د نباتاتو کينول، قلمې لګول د کبانو روزل،چرګانو روزل او نور.

منځنی صنعتSecondary Industry:

منځنی صنعت هغه صنعت ته ويل کيږي چې  په هغه کې اومه مواد په لا ګټور شکل اړول کيږي.يانې له اومه موادو څخه بيلا بيل توکي جوړيږي.د بيلګې په توګه کله چې کروندګر غنم لاسته راوړل له غنمو ډوډۍ ، کيک ،کلچو جوړولو ته يا د ځنګل له لرګيو نور عصري توکي لکه فرنيچر جوړلو ته منځنی صنعت ويل کيږي. په منځني صنعت کې توکي په بيلا بيلو بڼو بدليږي. منځنی صنعت هم په درې ډوله دی:
1-رغندو صنعت Constructive industry: په دې ډول صنعت کې ټول هغه کارونه شامل دي چې له رغونې سره سروکار لري د بيلګې په توګه: سړکونو رغول،کورونو رغول ،ساه ګانو جوړه ول او نور.

2- توليدي صنعت Manufacring industry: په دې ډول صنعت کې توکي په کار تمامه او نيمه کار تمامه توکو بدليږي دساری په ډول: د بيلابيلو خوړو جوول،د کاليو جوړول او نور.

3-چوپړتيايي صنعت Services industry:په دې ډول صنعت کې ټولې مسلکي چوپړتياوې شاملې دي  چې انسانان يې سرته رسوي د بيلګې په توګه روغتيا پالي،ښوونه او روزنه او نور.

صنعت د جوړيدا په لحاظ هم په دوه ډوله دی چې عبارت دي له:

1-لاسي صنعت Handcraft  :

لاسي صنعت هغه صنعت ته وايي چې په هغه کې ټول توکي په لاس جوړيږي، چې عموماَ په شخصي تشبثاتو پورې اړه لري.لاسي صنعت د هيواد په اقتصاد او د کورنيو په اقتصادي وده کې مهمه ونډه لري چې په پرمختللو او پرمختيايي هيوادنو يو شان ارزښت لري د پرمختللو هيوادونو له ډلې د المان او جاپان په اقتصاد کې ځانګړي ځای لري. که مونږ او تاسو د نړۍ بازارونو ته وګورو نو ټول په زړه پورې ماشيني صنايعو څخه ډک دي خو بيا هم د ماشيني صنعت په نسبت د لاسي صنايعو مينه وال ډير دي.

2-ماشيني صنعت:

ټول هغه توکي چې د ماشين په وسيله جوړيږي ماشيني صنعت بلل کيږي، چې په کې ټولې درنې ،منځنۍ او سپکې صنايع شاملې دي. خو بايد وويل شي چې د ماشيني صنعت تر راتګ دمخه ټول د کار وسايل په لاس جوړيدل. د لومړي ځل  لپاره کله چې د انګلستان صنعتي اوښتون رامنځته شو، نو د نړۍ په اقتصادي ژوند- ژواک کې لوي بدلون رامنځته شو. تر هغې وروسته ډير لاسي کارونه په ماشين بدل شول او هر هيواد د خپل ځواک په اندازه له ماشين الاتو څخه کار اخېستل پيل کړل.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب