دغسل بيان

دغسل بيان

غسل په لغت کې دټول بدن مينيځلو ته وايي اوپه شريعت کې دناپاکې لري کولو او ثواب حاصلولو لپاره په يوه خاصه طريقه دټول بدن مينځلو ته غسل وايي .
غسل څه وخت فرض کيږي :
۱- په خوب کې احتلام چه څه خوب وويني يا خوب ونه ويني خو په جامه يې داحتلام اثر وي  غسل ورباندې فرض دی خو که خوب ووني مګر په جامه يې کوم اثر نه وي غسل ورباندې  نشته .
۲- کله چه خاوند له ښځي سره يوځای شي  (دنر شرمګاه دښځی په شرم ګاه کې داخل شي ) که انزال وشي يا ونه شي غسل ورباندی فرض دی.
۳- دحيض او نفاس څخه ورسته غسل کول فرض دي .
۴- په شهوت سره دمنی وتل که په مباشرت سره وي يا کومه بله ناولې شيطانی ذريعه سره .
په څلورو ذکرشويو صورتونو کې غسل کول فرض دي او دجمعې دلمانځه لپاره ،داخترونو دلمانځونو دپاره ،داحرام دتړلو په وخت او عرفات کې غسل کول سنت دی .

دغسل کولو طريقه :

دغسل کولو سنته طريقه داده چه اول به دواړه لاسونه دمړوندوسره ومينځي – بيا به خپل شرم ګاه پريمنځي –  بيا په جامه يا بدن که پيلتي تويې شوی وي  دهغه پريمنځل بيا اودس کول – بيا په ټول بدن دری ځله اوبه اچول د اول ځل ابو اچولو ورسته به ټول بدن وموښي ترڅو کوم ځای وچ پاتې نشي دوهم او دريم ځل به هم ښه کوښښ وکړي چه کوم ځای وچ پاتې نشي .

دغسل فرضونه :

۱- دپوزې  پريمنځل ۲- دخولې پريمنځل ۳- دټول بدن پريمنځل چه ديوه ويښته قدرې ځای هم وچ پاتې نشي حتی د نوکونو لاندې  بيخو ته دي ابو رسول اوهمدارنګه دنامه غوټی او دغوږونه مينځ ته دابو رسول ضروری دي.
دمسلمانې بی بی که ويښتان خلاص وي  ټول ويښتان او دويښتانو بيخو ته به اوبه رسوي خو که کوڅۍ وي  نو يواځی به دويښتانو بيخو ته ابه رسوي که دکوڅيو په موجوديت کې دويښتانو بيخو ته اوبه و نه رسي نو بيا به خپلې کوچۍ خلاصوي .

دغسل سنت :

دخدای ج د رضا لپاره د پاکۍ نيت کول ۲- دواړه لاسونه ترمړوندو مينځل ۳- دټول بدن دری ځله مينځل ۴- اودس کول ۵- په بدن يا جامه که څه پيلتی تويې وي دهغه لري کول ۶- په تشناب کې لمبل اوهلته دجامی اغستل .

دغسل آداب :

۱- په ناستی سره غسل کول ۲- ډيری ابه نه مصرفول ۳- دبدل ښه موښل ۴- پداسې ځای کې غسل کول چه دنامحرم نظر ورباندې پرې نه وځي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب