رمضان او د قدر شپه(ليلة القدر)

د قدر شپه(ليلة القدر)

د خير او برکت داسي يوه شپه ده چي تر زرو مياشتو څخه هم بهتره ده؛ دا شپه د روژې(رمضان) د اخرو لسو طاقو شپو څخه يوه ده چي په اړه يې ډېر څه بيان سوي دي؛ خو د نزهة المجالس د يو بزرګ له بيان څخه چي پخپل ټوله عمر کښي ورڅخه بې برخي سوى ندى داسي لارښوونه کوي:

که د روژې لومړۍ ورځ شنبه وه نو د قدر شپه د درويشتم (۲۳) (23) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۱شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) (29) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۲شنبه وه نو د قدر شپه د يوويشتم (۲۱) (21) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۳شنبه وه نو د قدر شپه د اوويشتم (۲۷) (27) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) (29) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۵شنبه وه نو د قدر شپه د پنځويشتم (۲۵) (25) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ جمعه وه نو د قدر شپه د اوويشتم (۲۷) (27) شپه ده .

د قدر شپې دعا:

اَللّهُمَّ اِنَّکَ عَفُوُّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّيْ .
هغه درود شريف دى چي يو وار(۱ ځل) ويل يې د لسو لکو وارو ويلو ثواب لري :
اَللَّهُمَّ صَلِّ وَ سَلِمْ وَ بَارِکْ عَلَي سَيَّدِنَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلَي اَلِهِ کَمَا لاَ نِهَايَةَ لِکَمَالِکَ وَ عَدَّ کَمَالِهْ .
د تسبيح نفلي لمونځ : د تسبيح لمونځ کول مستحب دي، ثوابونه ډېر زيات دي؛ تر داسي اندازې چي الله پاک ددې لمونځ په اداء کولو سره د خپل بنده ټول ګناهونه معافوي؛ که ممکن وي نو په هره ورځ/هره اوونۍ/هره مياشت/هر کال/ټوله عمر کي يو ځل خو دي نو اداء کړل سي؛ د تسبېح لمونځ يې ځکه بولي چي (۳۰۰) درې سوه واره تسبيح په کښي ويل کيږي؛

هغه تسبيح داسي دي :
سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ وَ لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ اَلکْبَرْ .
دا تسبيح په هر رکعت کي (۷۵) پنځه اويا واره ويل کيږي چي د څلورو رکعتونو مجموعه يې درې سوه کيږي
دا لمونځ که په يوه نيت سره څلور رکعته وسي بهتره ده؛ خو دوه-دوه رکعته کول هم صحي دي ترتيب يې:
د تسبيح لمانځه نيت تړل + ثناء (سبحانک اللهم …) + پنځلس (۱۵) واره تسبيح ويل + اعوذباالله…، بسم الله… او سورة فاتحه (الحمد لله …) + سورة يا څو اياتونه + لس (۱۰) واره تسبيح ويل + رکوع: تر سبحان ربي العظيم وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + ولاړه: تر تسميع او تحميد (سمع الله لمن حمده + ربنا و لک الحمد) وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + سجده: تر سبحان ربي اعلي وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + ناسته: له سجدې څخه چي راپورته سي د سجدو د منځ په ناسته کي لس (۱۰) واره تسبيح ويل + دوهمه سجده: تر سبحان ربي اعلي وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + د رکعت پاى … همداسي نور پاته رکعتونه

يادونه : د تسبيح حساب او شمار د ګوتو پر سرو نه کيږي بلکي ګوتو ته په فشار ورکولو سره دي حساب ياد وساتل سي؛ که په منځ کي کوم ځاى د تسبيح حساب هېر سي نو هغه دي په سحده کي پوره کړل سي خو که يې په اوله سجده کي له ياده ووځي نو په دوهمه سجده کي دي پوره کړل سي.
ټولونه او ترتيب عبدالجبار بهير – درنه مياشت [رمضان الکريم]، د قدر شپه او صلاة تسبيح
________________________________________
روژه د اسلام د پنځو ارکانو څخه ده، د الله(جل جلاله) سپېڅلى کتاب قرآن شريف په همدې مبارکه مياشت کښي نازل سوى دى، ددې مياشتي لومړنۍ برخه(لومړنۍ لس ورځي) د الله(جل جلاله) رحمت دى، منځنۍ برخه يې مغفرت دى او وروستۍ برخه يې د دوږخ له اور څخه ازادي ده؛ انسان ته ښايي چي په کلمه طيبه، استغفار، د جنت هيله او د جهنم د اور څخه په پناه غوښتلود خپل رب رضا تر لاسه کړي
درنه مياشت (رمضان الکريم)

روژه او حکمونه يې:

لومړى : د روژې مبارکي مياشتي ځانګړتياوي : 
• د روژې ثواب او اجر دومره دى چى بېله الله(جل جلاله) څخه بل هيڅ څوک ور باندي نه پوهيږي او نه يې هم ليکلاى سي، نو ځکه خو لوى څښتن د خپل نازولي رسول(ص) په ژبه وايي : ((روژه زما لپاره ده او زه به يې بدله او ثواب ورکوم))
• څوک چي يوه ورځ د خداى(جل جلاله) په لاره کي روژه ونيسي الله(جل جلاله) به يې د دوږخ له اوره د اويا (۷۰) کالو په عمر ليري کړي، نو څه فکر به مو وي د يوې مياشتي روژې په اړه؟!
• روژه د اخرت په ورځ د روژاتي سپارښتنه (شفاعت) تر هغو کوي چي جنت ته يې دننه کړي .
• د ريان له دروازې څخه (چي په جنت کي ځانګړى لوړ مقام لري ) يوازى روژاتيان ننوځي .
• روژه مخکني ټول واړه ګناهونه له منځه وړي (بخښي) .
• په روژه کي د جنت دروازې پرانستل کيږي او د دوږخ هغه تړل کيږي .
• مؤمن لره هره ورځ جنت ښايسته او رنګين کيږي .
• په روژه کي د نېک عمل ثواب څو چنده (ځله) زياتيږي .
• ملائيکي تر روژه مات پوري د الله(جل جلاله) څخه د روژاتي لپاره د بخښني او عفوي دوعاوي غواړي .
• د روژاتي د خولې بوى لوى څښتن ته له مشکو او عنبرو څخه هم زيات غوره دى .
• په روژه کي شيطانان تړل کيږي، د جنتونو او اسمانونو دروازې پرانستل کيږي .
• د روژاتي دوعا قبليږي .

دوهم : د روژې حکم

• روژه څه ته وائي ؟ 
له سپېده داغ څخه تر ماښامه پوري له خوراک، څښاک او کوروالي (جماع) څخه پرهېز کولو ته روژه وائي .
• روژه په چا فرض ده (د فرضيت شرطونه) ؟
نيت : 
د شپې له خوا نيت کول ځکه چي بېله نيت کولو څخه يو عبادت هم نه قبليږي .
اسلام : 
د کافر روژه تر هغو نه صحيح کيږي تر څوچي يې ايمان نه وي راوړى .
عقل : 
په لېوني باندي روژه فرض نده ترڅو چي هوښيار سوى نه وي (له لېونتوب څخه را جوړ سوى نه وي او د سالم عقل خاوند سوى نه وي) .
بلوغ : 
په ماشوم (واړه) باندي روژه نده فرض تر څو چي بالغ سوى نه وي (رسېدلى نه وي) خو که روژه نيول يې شوني وي ښه ده تر څو د اسلامي ارکانو سره اشنا لوى سي .
وس او توان : 
که څوک د روژې نيولو وس يا توان ونه لري نو ورباندي فرض نده لکه مريض (هغه مريض چي د رغېدو تمه يې نه وي نو د روژې د هرى ورځي فديه به ورکوي، خو که د جوړېدو هيله ورته کيږي بيابه فديه نه ورکوي او د خوړل سويو روژو قضايي به راوړي) او بوډا (شيخ فاني) هم چي روژه نيول پرې لازم ندي، نو فديه به يې ورکوي؛ او همدا شان په مسافر روژه نيول لازم ندي خو قضايي به يې راوړي خو که څه ستونزه ورته نه وي نو بيا يې نيول ښه دي .
ښځينه ناروغي (حيض او نفاس) : 
حيض : د حيض په موده کي روژه نيول نسته، کومي ښځي ته چي خپله مياشتنۍ ناروغي (حيض) پېښه سي نو تر هغو پوري پرې روژه نيول نسته ترڅو چي لدې ناروغۍ څخه پاکه سوې نه وي، کله چي ئې ناروغي خلاصيږي نو پاتي روژې به نيسي او د خوړل سويو روژو قضايي به وروسته راوړي .
نفاس : د نفاس په موده کي هم د روژې نيول نسته، د کومي ښځي چي ماشوم پيدا سي نو روژه ورباندي نسته تر هغو پوري چي له څلوېښتۍ (د نفاس موده) څخه پاکه سوې نه وي .

تي ورکوونکې (مرضعه) او حامله : 
کومه ښځه چي د ماشوم په ژوند او روغتيا ويريږي (که د مور روژه نيول ماشوم ته زيان رساوه) نو مور ته يې د روژې خوړل روا دي خو چي وروسته يې قضايي راوړي .

دريم : د روژې ادبونه او هغه کړه (اعمال) چي په روژه کي بايد ورته ډېره پاملرنه وسي

د روژې نيولو او ماتولو پر وخت (روژه مات) باندي سنت دوعا ويل:د روژې نيولو نيت: (وَ بِصَوْمِ غَدٍ نَوَيْتُ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانَ ) .
د روژې ماتولو دعا: (اَللَّهُمَّ لَکَ صُمْتُ وَ عَلَي رِزْقِکَ اَفْطَرْتُ ) .
خوږ نبي وايي ((کله مو چي روژه ماتوله نو دا دعا واياست چي (( اَللَّهُمَّ إِ نِّي لَکَ صُمْتُ وَ بِکَ أمَنْتُ وَ عَلَيْکَ تَوَکَلْتُ وَ عَلَي رِزْقِکَ أفْطَرْتُ )) .
• پشلمى کول: 
خوږ نبي(ص) وايي ((پشلمى وکړى ځکه دې کي برکت وي)) .
• په روژه ماتولو کي چټکي:
کله چي لمر ولوېږي نو بايد د روژې په ماتولو کي بېړه او چټکي وسي نه دا چي د ماښام تيارې ته نور هم انتظار وکړل سي؛ خوږ نبي(ص) وايي ((زما امت به تر هغو پوري په خير وي تر څو پوري چي په روژه مات کي بېړه او تلوار کوي اوروژه ماتول په اوبو او کجورو باندي ځکه غوره دي چي نبي کريم به په همدې څيزونو باندي روژه ماتوله .

• عبادت او تلاوت: 
په نفلي لمونځونو اړ په ځانګړي ډول د تهجد په لمانځه کي او هم د قرآن کريم په لوست (تلاوت) کي زياتوالى راوستل؛ مؤمن ته پکار دي چي په روژه کي د قرآن کريم تلاوت زيات وکړي، ابن عباس (رض) وايي ((جبرائيل (عليه السلام) به خوږ نبي(ص) ته هره شپه راتلى او د قرآن کريم لوست (تلاوت) به يې ورسره کاوه؛ او همدا ډول بايد په نفلي لمونځونو کي کوښښ او هڅه وسي ځکه نبي وايي ((په روژه کي نفلي لمونځ د فرض لمانځه ثواب لري)) او وايي ((چا چي په روژه کي په پوره ايماندارۍ او باور سره شپې روڼي کړې (د شپې نفلي لمونځونه او تلاوت) نو دده مخکني ټول ګناهونه به وبخښل سي)) او پيغمبر دا هم وايي ((څوک چي په امام پسي تر اخره ودريږي (لمونځ او تراويح په پوره ډول ادا کړي) نو دده لپاره به د يوې روڼي سوي شپې د عبادت ثواب و ليکل سي .

• خيرات او ورکړه(صدقه): 
ابن عباس وايي چي خوږ نبي(ص) له ټولو خلګو څخه اوچت سخي وو خو په روژه کي به يې سخا (خيرات او ورکړه) لا پياوړې سوه؛ نو مؤمن ته پکار ده څومره يې چي د وسه کيږي نورو مسلمانانو ته د خير او ښېګڼي لاس ور کړي، دا هم په ياد ولرى چي ښه خبره هم نيک کار او صدقه ده او خلاص تندى نيول د مسلمان ورور په وړاندي هم يو عبادت دى؛ دا خو نو د هر چا د وسه کيږي !!!
خوږ نبي(ص) دا هم ويلي چي غوره صدقه او ورکړه په رمضان کي وي (ثواب يې ډېر وي)؛ نو څوک چي چا ته روژه مات(يو غړپ اوبه هم کافي دي) ورکړي نو دده لپاره به هم هومره ثواب وي کوم چي خپله روژاتي ته وي، سره لدې چي د روژاتي له ثواب څخه به هيڅ هم نه کميږي؛ نو غوره به دا وي چي مؤمن د بل چا په په څيز باندي روژه ماته کړي تر څو دواړو ته د روژې ثواب په زياته کچه ورسيږي .

• اعتکاف (په مسجد يا جامع کي د عبادت په نيت کښېنستل):
خوږ نبي(ص) به په روژه کي لس اخري شپې اعتکاف کاوه خو کله چي له دنيا څخه تلى په هغه کال يې د روژې شل اخري شپې په اعتکاف کي تيري کړې .
د رمضان د لسو ورځو اعتکاف ثواب د دوو حجونو او دوو عمرو داجر سره برابر دى، خو که څوک د اعتکاف په نيت له ماښام څخه تر ماخوستن پوري اعتکاف وکړي او د لمانځه او تلاوت څخه ماسېوا د بل چا سره خبري ونکړي نو الله(جل جلاله) به دده لپاره په جنت کي يو محل جوړ کړي خو که څوک د سهار له لمانځه څخه وروسته تر لمر ختلو پوري د الله(جل جلاله) ذکر او تلاوت وکړي او د لمر ختلو وروسته دوه/څلور رکعته نفل وکړي نو دده لپاره د يو مقبول(قبول سوي) حج او عمرې ثواب سته .

• عمره اداء کول: 
خوږ نبي(ص) وايي چي په روژه کي دعمرې اداء کولو ثواب د حج د اداء کولو سره برابر دى .

• له کوچني اختر څخه وروسته د شوال د مياشتي شپږ (۶) ورځي روژه نيول: 
کله چي روژه او کوچنئ اختر تېر سي نو بيا د شوال (سپوږميزه مياشت) شپږ روژې نيول سنت دي خو هېره دي نه وى چي د اختر د دوهمي يا څلورمي ورځي څخه پيلول شرط ندي بلکي نيول يې په ټوله مياشت کي سته .
خوږ نبي(ص) وايي: ((چا چي روژه ونيوله بيا يې وروسته د شوال د مياشتې شپږ ورځي هم روژه ونيول نو ګواکي ټول عمر چي يې روژه نيولې وي .

• د بدو خبرو او ښکنځلو جواب په نرمه ژبه ورکول: 
که څوک روژاتي ته بده خبره يا ښکنځل وکړي نو روژاتي ته پکار دي چي په نرمي سره ورته ووايي چي زما روژه ده، خوږ نبي(ص) وايي: ((که تاسو ته چا په روژه کي ښکنځل يا کومي بدي خبري وکړي نو تاسو يې ځواب مه ورکوى او ورته واياست چي زه روژاتي يم(اِنِي صَائِمٌ) .

• ډيري دوعاګاني کول: 
خوږ نبي(ص) وايي: الله(جل جلاله) د دريو کسانو دوعا نه ردوي:
√ د روژاتي دوعا تر روژه مات پوري .
√ د مظلوم دوعا چي تېرى ورباندي وسي .
√ د عادل بادشاه .
يوه دعا شريفه او د حاجت لمونځ :
رسول الله(ص) فرمايلي دي:
• څوک چي دغه دعا يو ځل په هديره کي ووايي نو الله(جل جلاله) به د پنځه ويشت زرو کالو عذاب ځني پورته کړي.
• که يې دوه ځله ووايي نو الله(جل جلاله) به د څلويښتو زرو کالو عذاب ځني پورته کړي .
• که يې د جمعې په شپه درې ځله ووايي نو رسول الله به په خوب وويني .
• که يې شل ځله ووايي نو الله(جل جلاله) به په خوب وويني .
• که يې د مور او پلار پر قبر ووايي نو د هغوى حق به اداء کړاى سي .
• که يې شل ځله د لمر ختلو په وخت کي ووايي نو د څلويښتو حجونو ثواب لري .
• او که چا ته څه مشکل وي نو دوه رکعته د شکرانې لمونځ دى وکړي او ثواب دي يې د رسول الله و پاکي روح ته ور وبخښي او دغه دعا دي ووايي او خپل حاجت دي د الله(جل جلاله) څخه وغواړي؛ ان شاء الله حاجت به يې پوره سي .

بسم الله الرحمن الرحيم
اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ فِيْ السَّمآءِ عَرْشُهُ
اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ فِيْ الّاَرْضِ قُدْرَتُهُ
اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ فِيْ الْقِيَامَةِ هَيْبَتُهُ
اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ فِيْ الْقَبْرِ قَضَاؤُهُ
اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ فِيْ الْجَنَّةِ رَحَمَتُهُ
اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ فِيْ جْهَنَّمَ سُلْطَانُهُ
اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ فِيْ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ سَبِيْلُهُ
اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ لَا مَفَرَّ وَ لَا مَلْجَآ اِلّآ ِالَيْهِ
اَلْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَلَمِيْنَ
اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ اَنْعَمَ عَلَيْنَا وَهَدَيْنَآ اِلَّي الْاِسْلَامَ وَ جَنَّبَنَا مِنْ عِبَادَةِ الْاَصْنَامِ وَ مَنْ عَلَيْنَا بِنَبِيِّهِ وَحَبِيْبهِ وَ رَسُولِهِ مُحَمَّدٍ وَّ اَلِهِ وَاَصْحَابِهِ اَجْمَعِيْنَ بِرَحْمَتِکَ يَآ اَرْحَمَ الرّاَحِمِيْنَ .

درود شريف :

او دا هم هغه درود شريف دى چي يو وار(ځل) ويل يې د لسو لکو وارو ويلو ثواب لري :
اَللَّهُمَّ صَلِّ وَ سَلِمْ وَ بَارِکْ عَلَي سَيَّدِنَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلَي اَلِهِ کَمَا لاَ نِهَايَةَ لِکَمَالِکَ وَ عَدَّ کَمَالِهْ .
څلورم : د روژې مکروهات (هغه کړه-وړه چي بايد روژاتي ورځني ډډه او پرهېز وکړي)
• د ورځي ډېر خوب کول
• له اندازې نه ډېر خوراک او څښاک کول
• پشلمى دومره وختي کول چي د سهار تر لمانځه خوب وسي يا هم ټوله شپه ويښه تېرول تر پشلمي پوري چي بيا د سهار لمونځ قضا يا خو ناوخته اداء سي .
• په تراويحو کي سستي يا خو بيخي پرېښودل .
• په بې ځايه لوبو ورځ بيګا کول .
• د کور او دنيا په کارونو باندي ډېر وخت ضايع کول لکه ښځي چي يې د ګنډلو په شيانو تېروي او هرڅه يې د روژې مياشتي ته ساتلي وي .
• بد او ناروا کارونه لکه: درواغ، غيبت، بهتان، کينه، تهمت، بدګماني او … ، دا ټول څيزونه سره د بدوالي په روژه کي ګنا هم ده .
• په ايله او بېهوده خبرو وخت تېرول پدې نيت چي د روژې ورځ بيګا سي .
• دا او نور ورته هغه څيزونه چي مؤمن د خداى له عبادت او يادولو څخه باسي بايد ځان وساتل سي او مسلمان ورور ته يې هم د ځان ساتلو او له هغه څخه د پرهېز کولو يادونه وکړل سي ځکه د اسلام مبارک دين هر چا ته په نصيحت کولو ټينګار کوي .
• خوږ نبي(ص) وايي: څوک چي درواغ ويل او ايله کارونه پرې نږدي نو دده د ډوډۍ نه خوړل او اوبو نه څښل هم کوم ارزښت نه سي لرلاى(روژه يوازي دې ته نه وايي چي خوراک او څښاک پرېښودل سي او بس) ځکه الله(جل جلاله) خو هيڅ ته هم اړتيا نلري؛ ابن المنير وايي چي د الله(جل جلاله) د نه اړتيا (فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةْ) مانا داده چي روژه يې نه قبليږي .
د قدر شپه(ليلة القدر) : د خير او برکت داسي يوه شپه ده چي تر زرو مياشتو څخه هم بهتره ده؛ دا شپه د روژې(رمضان) د اخرو لسو طاقو شپو څخه يوه ده چي په اړه يې ډېر څه بيان سوي دي؛ خو د نزهة المجالس د يو بزرګ له بيان څخه چي پخپل ټوله عمر کښي ورڅخه بې برخي سوى ندى داسي لارښوونه کوي:
که د روژې لومړۍ ورځ شنبه وه نو د قدر شپه د درويشتم (۲۳) (23) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۱شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) (29) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۲شنبه وه نو د قدر شپه د يوويشتم (۲۱) (21) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۳شنبه وه نو د قدر شپه د اوويشتم (۲۷) (27) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۴شنبه وه نو د قدر شپه د نهه ويشتم (۲۹) (29) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ ۵شنبه وه نو د قدر شپه د پنځويشتم (۲۵) (25) شپه ده .
که د روژې لومړۍ ورځ جمعه وه نو د قدر شپه د اوويشتم (۲۷) (27) شپه ده .

د قدر شپې دعا:

اَللّهُمَّ اِنَّکَ عَفُوُّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّيْ .
هغه درود شريف دى چي يو وار(۱ ځل) ويل يې د لسو لکو وارو ويلو ثواب لري :
اَللَّهُمَّ صَلِّ وَ سَلِمْ وَ بَارِکْ عَلَي سَيَّدِنَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلَي اَلِهِ کَمَا لاَ نِهَايَةَ لِکَمَالِکَ وَ عَدَّ کَمَالِهْ .
د تسبيح نفلي لمونځ : د تسبيح لمونځ کول مستحب دي، ثوابونه ډېر زيات دي؛ تر داسي اندازې چي الله پاک ددې لمونځ په اداء کولو سره د خپل بنده ټول ګناهونه معافوي؛ که ممکن وي نو په هره ورځ/هره اوونۍ/هره مياشت/هر کال/ټوله عمر کي يو ځل خو دي نو اداء کړل سي؛ د تسبېح لمونځ يې ځکه بولي چي (۳۰۰) درې سوه واره تسبيح په کښي ويل کيږي؛ هغه تسبيح داسي دي :
سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ وَ لَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ اَلکْبَرْ .
دا تسبيح په هر رکعت کي (۷۵) پنځه اويا واره ويل کيږي چي د څلورو رکعتونو مجموعه يې درې سوه کيږي
دا لمونځ که په يوه نيت سره څلور رکعته وسي بهتره ده؛ خو دوه-دوه رکعته کول هم صحي دي ترتيب يې:
د تسبيح لمانځه نيت تړل + ثناء (سبحانک اللهم …) + پنځلس (۱۵) واره تسبيح ويل + اعوذباالله…، بسم الله… او سورة فاتحه (الحمد لله …) + سورة يا څو اياتونه + لس (۱۰) واره تسبيح ويل + رکوع: تر سبحان ربي العظيم وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + ولاړه: تر تسميع او تحميد (سمع الله لمن حمده + ربنا و لک الحمد) وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + سجده: تر سبحان ربي اعلي وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + ناسته: له سجدې څخه چي راپورته سي د سجدو د منځ په ناسته کي لس (۱۰) واره تسبيح ويل + دوهمه سجده: تر سبحان ربي اعلي وروسته لس (۱۰) واره تسبيح ويل + د رکعت پاى … همداسي نور پاته رکعتونه

يادونه ::. د تسبيح حساب او شمار د ګوتو پر سرو نه کيږي بلکي ګوتو ته په فشار ورکولو سره دي حساب ياد وساتل سي؛ که په منځ کي کوم ځاى د تسبيح حساب هېر سي نو هغه دي په سحده کي پوره کړل سي خو که يې په اوله سجده کي له ياده ووځي نو په دوهمه سجده کي دي پوره کړل سي.
هغه څوک دي خوښ اوسي چي عمل ليک(عملنامه) يې استغفار پر سر اخستې وي :
اَسْتَغْفِرُ اللهَ وَ اَتُوْبُ اِلَيْهِ .
هغه خوند چي په عفوه کي دى په انتقام کښي نسته .
(الحاديث/متفق عليه)

نورمحمد(شینواری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب