څو مهم انټرنیټي آداب چې د هر چا لپاره ضرور دي

تر هر څه وړاندې د ژوندانه دریو مهمو حقیقتونو او ټکو ته نغوته کوم،چې په لاندې ډول دي.
۱. د ټکنالوژۍ کارول هیڅ ستونزه نه لري،سم او ناسمه کارؤنه/ګټنه یې نیغ په نیغه په کارکوونکي پوړې تړاو لري.
۲. هر څه د یوې سیکې دوې خواوې دي،مثبته او منفي!
۳. مونږ او تاسې باید انټرنیټي آداب د ټکنالوژیکي او ټولنیزو ارزښتونو په توګه مطالعه او وپیژنو. تطبیقول او پرې عمل کول یو جلا بحث دی.

آداب: یاEtiquettes
ژوند نه دومره آسانه دی چې مونږ یې بابیزه ګڼو او نه دومره ستونزمن لکه د اوسپنې نینیو چیچل خو د متوازن ژوند لپاره اصول،قواعد،اخلاقیات او آداب په پام کې نیول په کار دي.
د ژوند هره برخه ځانګړې آداب لري،د بیلګې په ډول ټولنیز آداب،د واده آداب،د لیده کاتو آداب،په ټیلیفون کې د غږیدا آداب،د خوړو آداب،د سوداګرۍ آداب،د موټر چلولو آداب،د انټرویو آداب،د کورنۍ آداب،د ادارې آداب،د مشورې آداب،د انټرنیټ کارولو آداب او داسې نور…

یا انټرنیټي آداب: Netiquettes
انټرنیټي آداب د یو شمیر منلیو قواعدو او اخلاقیاتو ټولګه ده چې له مخې یې یو شخص خپله او د خپلو سلوکو سالمه او سمه پرلیکه استازولي کولاې شي. دا آداب په ټولو انټرنیټي رسنیو لکه فسیبوک،ټویټر،انسټاګرام،ټیک ټاک، ایمو، واټساپ، وایبر،یوټیوب، یاهومیل، جیمیل، سکایپ، اووو او نورو کې د کارولو او په پام کې د نیولو وړ دي. انټرنیټي آداب ځکه مهم دي چې مخامخ لیده کاته په کې کم خو لیکل او لوستل په کې ډیر دي نو دا ده چې ډیرې وخت له لیکلو او لوستلو یا نیمګړی او یا ناسم برداشت کیږي او دا چاره بیا ګڼې نورې ستونزې زیږوي. دا هم په یاد ولرئ چې انټرنیټ کومه بله سیاره نه ده بلکې د همدې رښتینې نړۍ بله یا عصري بڼه ده.

د لاندې انټرنیټي آدابو په پام کې نیولو سره مو نه یوازې اړیکې پراخیږي بلکې یو سالم شهرت هم ترلاسه کوئ:

۱. آدب: هر هغه سمې چارې چې په عامه ژوند کې ترسره کوئ په انټرنیټ کې یې هم ترسره کړئ.
۲. آدب: له جنسي اذیت او ځورونې په جدي ډول ډډه وکړئ.
۳. آدب: کلتوري توپیرونه وپیژنئ او په درنښت ورته قایل شئ.
۴. آدب: د افلاین خلکو د محرمیت ته درناوی وکړئ.
۵. آدب: شفاف،واضح او ښه معلومات له خلکو او ملګرو سره شریک کړئ.
۶. آدب: لومړیتوبونه وپیژنئ،د انټرنیټ کارولو پرمهال دوستان،کورنۍ غړې،خپلوان او نور خلک له پامه مه غورځوئ ځکه دا چاره په حقیقت کې یوه بی ادبي ده.
۷. آدب: هر هغه څه چې یو چا ته مخامخ نه شې ویلې نو په انټرنیټ یې ورته هم مه وایاست.
۸. آدب: لومړی خلک له ځانه سره مه ملګرې کوئ،که ملګرې م کړل بیا یې د ملګرتیا له لیسته بی دلیله مه لیرې کوئ.
۹. آدب: د حقیقتونو او واقعتونو له درک څخه پرته هر ډول معلومات لکه انځورونه،ویډیوګانې،خبرونه او نور مه خپروئ.
۱۰. آدب: هڅه وکړئ اپډیټ اوسئ .

your ads

یادونه: تر پورته ذکر شویو آدابو ورهاخوآ د خپل تعقول/منطق څخه هم ګټه پورته کړئ یعني وکاروئ. Commonsense

لیکنه: عبدالعزیز شجاع

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب