د لمانځه دانې او ترجمه

پوښتنه: په لمانځه كې چې كوم توري وايي، هغه کوم او څه نوميږي؟

ځواب:  نومونه يې او هغه توري دا دي :

تكبير

الله اكبر

ژباړه:
الله جل جلاله ډېر لوی دی.

ثناء

سُـبحَانـَكَ اللـّهُمَ وَبِحـَمدِكَ وَتَبـارَكَ اسـمُكَ وَ تـَعاَلَي جَـدُّكَ وَلا الـَهَ غَـيـرُك.

ژباړه:
ای خدايه !پاکې اوستاينې تاته دي، نوم دې برکتناک دی ، برم (شان) دې ډير لوړ دی اوله تاپرته دعبادت وړ څوک نشته.

تعوذ

اَعُـوذُ بِالله مـِنَ الّشَّيـطاَنِ الرَّجيـم

ژباړه :
زه الله پاک ته پناه ور وړم چې له رټلي شيطانه مې وژغوري .

تسميه

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ

ژباړه :
دالله جل جلاله  په نامه پيل كوم چې لورونكى اومهربانه دى .

سورت فاتحه

الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ {2}‏‏الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ {3} مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ {4}‏ ‏إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ {5} اهدِنَــــا‏ ‏الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ {6} صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ‏  ‏عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ‏ ‏وَلاَ الضَّالِّينَ {7}‏

ژباړه:
ټولۍ ستاينې دنړۍ والوپالونکي ته دي . چې لوراند اولورين دى،دقيامت دورځې څښتن دى .  خدايه! يواځې ستا عبادت كوو اويواځې له تا مرسته غواړو. دهغولار چې تاپرې لورېينه کړې ده . نه دهغو لاره چې ته پرې غوسه شوی يې اونه هم دلار ورکو لار .

سورت كوثر

إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ {1} فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ {2}‏‏إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ {3}‏

ژباړه:
اى پيغمبره ! له شك پرته مو كوثر(حوض) دركړى، خپل خداى ته لمونځ اوقرباني كوه ، ستا دښمن بې نومه اوبې نښانه دى .

سورت اخلاص

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ {1} اللَّهُ الصَّمَدُ {2} لَمْ يَلِدْ‏ ‏وَلَمْ يُولَدْ {3} وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ{4}‏

ژباړه :
اى پيغمبره! ووايه ! الله يودي . الله پاک چاته اړنه دی.نه يې څوک زيږولی دی  اونه له چا زيږيدلی دی. اوهېڅ سيال اوساری يې نشته .

سورت فلق

قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ {1} مِن شَرِّ مَا خَلَقَ {2} وَمِن‏ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ {3} وَمِن شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي‏ ‏الْعُقَدِ {4} وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ {5}

ژباړه:
اى پيغمبره ! زه دسباوون پالونکي ته پناه ور وړم . د هغه د پيداکړيوشيانوله شره اودتروږمۍ له شره چې خپره شي . اوپه غوټوکې دپوکوونکوکوډګرو ښځوله شره اودکېينه کښ له شره کله چې کينه کوي.

سورت النـاس

قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ {1} مَلِكِ النَّاسِ {2} إِلَهِ‏ ‏النَّاسِ {3} مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ {4} الَّذِي‏ ‏يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ {5}‏ ‏مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ {6}‏

ژباړه:
اى پيغمبره ! ووايه دټول عالم  پالونكي ته پناه ورړم. دخلکو واکمن ته، د خلکو معبود ته.دوسوسه اچونکي شيطان له شره . هغه چې دانسانانوپه زړونوکې وسوسه اچوي . هغه وسوسه اچونکي که انسانان اويا پيريان وي .

د ركوع  تسبيح

 سُبحَـانَ رَبِّيَ العَـظِيم

ژباړه:
زما ستر رب ته پاكي ده .

د (قومې)  تسميع

سـمِعَ اللهُ لِـمَن حَـمِـدَه

ژباړه:

الله جل جلاله دثنا ويونكو ستاينه واورېده.

د قومې تحميد

رَبَّــنَا لَكَ الـحَــمدُ

ژباړه:
ربه! ټولې ستاينې ستالپاره دي.

د سجدې تسبيح

لمانځه
سجده

سبُــحَن رَبِّيَ الاَعـلَي

ژباړه:
زما درب شان ډېر لوى دى.

تشهد  (التحياٍت)

اَلتَحِياتُ لِلِه وَالصَلوتُ وَالطَيباتُ السَلاَمُ عَلَيکَ اَيهَاالنَبُيی وَرَحمَةُ وَبَرَکَاَ  تُه اَلسَلَامُ عَلَينَا وَ عَلی عِـبَادِ اللهِ الصا لحِينَ اَشهَدُ اَن لَا الهَ  اِلاَالله  وَاَشهَدُ اَنَ مُـَـحَمَداً عَبدُه  وَرَسُولُه .

ژباړه:
ثنااوستاينې اوپاکي خدای پاک ته دي ، ای پيغمبره ! پرتادې سلام اودخدای رحمت اوبرکتونه وي پرموږ اونيکو بنده ګانودې سلام وي، شاهدي وايم چې بې له خدايه بل معبودنشته او  شاهدي وايم چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دخدای بنده او استازی دی.

درود شريف

اَللهُمَ صَلِ  عَلی مُـحَمَدٍ وَعَلي ال  مُحَمَد کَمَاصَلَيتَ عَلي اِبراهِيمَ وَعَلی الِ ابراهِيمَ اِنکَ حَـمِيدُ مَـجِيد . اَللهُمَ بَارِک عَلی مُـحَمَدٍ وَعَلی الِ مُـحَمدٍ کَمَا بَارکتَ عَلی اِبراهِيمَ وَعَلی ال اِبر اهِيمَ انَــکَ حَـميدُ  مَـجِيْدُ .

ژباړه:
يا الله ! پرمحمدr او پركورنۍ يې رحمت ووروه ، لكه پرابراهيمu او پركورنۍ دې يې چې لورولى ؤ،بېشكه ته ستايلى اولوى يې.يا الله!پرمحمدr او پركورنۍ يې بركتونه و وروه، لكه پرابراهيمu اوپركورنۍ دې يې چې ورولي وو،بېشكه ته ستايلى او لوى يې.

له درود  وروسته دعاء

رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ.

ژباړه:
(خدايه! په دنيا كې نعمت اوپه اّخرت كې جنت راكړه اوددوزخ له اوره مو وساته) په ځينو روايتونوكې دادعا هم راغلې ده: اَللهُمَ اِ ني ظَلَمتُ نَفْسِيْ  ظُلْماً کَثِيْراً  وَلَايَغفْرِ الذُنُوْبَ   اِلا اْنتَ  فاغْفِرْلِيْ مَغْفِرَةً مِنْ عِنْدِکَ  وارْحَمْنيْ اِنَـکَ  اَنْتَ الغَفُورُ الرَحِيْمُ.

ژباړه:
ياالله ماله ځان سره زيات ظلم کړی دی او له تا پرته څوك ګناوې نه شي بښلاى ؛نو ماته له خپله لوري بښنه وكړه رحم راباندې وکړه بېشكه ته بښونكى او لوروونكى يې.

سلام

 اَلسَّـلامُ عَـلَيـكُم وَ رَحـمةُ اللهِ

ژباړه:
پرتاسو دې سلام او د خداى رحمت وي.

له لمانځه وروسته دعاء

اَللَّهُـمَّ  اَنتَ السَّـلاَمُ وَ مِـنكَ السَّـلاَمُ تَبـَارَكـتَ يَا ذَاالـجَـلالِ وَالاِكـرَام

ژباړه:
يا الله! سلامتي وركونكى يواځې هم ته يې او سلامتي ستا له لوري وي ، د ډېر بركت څښتن د لويي او عزت خاوند يې .

دقنوت دعاء

اَللهُمَ اِنَانَسْتَعِينُکَ وَنَسْتَغْفِرُکَ  ونُوْمن ُ بِکَ وَنَتَوَکلُ عَلَيْکَ وَنُثِنْيْ عَلَيْکَ الـخَيْرَ وَ نشْکُرُک وَ لَانَکْفُرُکَ وَنَـخْلَعُ ونَتُرکُ  مَنْ يَفْجُرُکَ اَللهُمَ اِياَکَ نَعبُدُ وَلَکَ نُصَلِيْ وَنسْجُدُ وَ  اِلَيکَ نَسْعي وَ نَحْفِدُ ونَرْجوا رَحَـمَتکَ وَنـخْشي عَذَابکَ اِنَ عَذَابَکَ بِالکُفَار ِمُلْحِق.

ژباړه:
ياالله!  موږدرنه مرسته او بښنه غواړو ،پرتا ايمان لرو ، توکل درباندې کوو، ستا غوره ستاينه کوو، ستا شکر ادا کوو ، ناشکري دې نه کوو، له هغه چاسره راشه درشه پريږدو چې له تاسره پريکون کوي. ای پالونکيه ! يواځې ستا عبادت او لمانځنه كوو، تاته مو سجده ده، تاته پنا دروړو، درتښتو، يواځې ستاد لورينو هيله من يو او ستا له عذابه وېرېږو،­ بېشكه چې ستا عذاب كافرانو ته رسيدونکى دى.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب