مسلمانو شخصیتونو غوره ویناوې ۳

رښتيا داده،  چې  څه په زړه وي هغه په ژبه  هم وي.  ( خرقاني رحمه الله)

د خلکو له غيبت څخه ځان وژغوره او پرته له نيکيو څخه بل څه مه وايه.

( حسن البناء رحمه الله )

رښتينى هغه دى، چې د هغه رښتيا په کړنو، وينا او احوالو کې تل وي.

( جنيد بغدادي  رحمه الله )

ملګري ته د راز خبره مه کوه کېداى شي، چې سبا ستاسې دښمن  شي.

( لقمان حکيم رحمه الله)

له ټولو څخه زياته ناپوه هغه دى، چې له ګناه څخه خبر وي او بيا هم د ګناه مرتکب کېږي.

( امام شافعى رحمه الله )

د خلکو هومره لحاظ کوه، چې خپل ځان خراب نه کړي.

( لقمان حکيم رحمه الله )

په ټولو مخلوقاتو کې ډېر اړمن انسان دى.

( مجدد الف ثانى رحمه الله)

مسؤليتونه له وختونو څخه زيات دى له بل سره د وخت څخه په ګټې  اخيستلو  کې مرسته وکړه.

( حسن البناء رحمه الله )

اصل کمال علم او عمل دواړه جمع کول دي.  ( ابن قيم جوزي رحمه الله )

مال ذخيره کول اسان دي؛ خو د هغه ساتنه ستونزمن دي.

( مامون الرشيد)

د علم د زده کولو لپاره ځان د شمع په څير ويلي کړه.

( سعدي رحمه الله )

د جنګ او له فتنې څخه په ډډه اوسه.

( لقمان حکيم رحمه الله )

هغه خلک نيکمرغه دي، چې له هغوي سره د نصيحت کولو لپاره الفاظ نه بلکې اعمال وي.

( سفيان ثوري رحمه الله )

له ناداره سره مرسته کوه، چې د هغه ژبه ازاده او همت  يې لوړ شي.

( عمررضى الله تعالى عنه )

په مجلس کې له خلکو څخه  مخکې مه ويده کېږئ.

( لقمان حکيم رحمه الله )

علم هغه پانګه ده، چې د هغې ذخيره زياتېږي.

( عليرضى الله تعالى عنه )

په بلنې منلو کې د امير او غريب توپير مه کوئ او د لارې له لېرى والي سره بلنه مه پرېږدئ.

( امام غزالي رحمه الله )

حسد کوونکى ته هېڅ مهال آرام نه حاصلېږي.

( احنف بن قيس رضى الله تعالى عنه )

که له تاسو څخه ګناه وشي؛ نو فوراً توبه وباسئ.

( تهانوي رحمه الله)

د مړي بد مه يادوئ ځکه چې ګټه نه لري.

( لقمان حکيم رحمه الله )

داسې وينا کله هم مه کوه، چې د اورېدونکي له فکر څخه پورته وي.

( عثمانرضى الله تعالى عنه )

وړاندې له دې څخه چې بوډا شي علم حاصل کړه.

( عمر>)

جومات ته د لمونځ لپاره د تلونکي په هر قدم يوه ګناه بخښل کېږي. او يوه ګناه يې له منځه ځي.

( محمد صلی الله علیه وسلم )

فکر ستا لپاره يوه هنداره ده، چې پر تا باندې  نيکي او بدي څرګندوي.

( حسن بصري رحمه الله )

مؤمن د تورو په تېغ درومي خو د غلامۍ د ځنځيرونو بوج نشي اوچتولى.

( حکمتيار حفظه الله )

له کوم انسان سره چې درې څيزونه نه وي هغه له دوزخ څڅه خلاصي نه شي موندلى، امن، ويره، اضطراب.

( شفيق بلخي رحمه الله )

د مېلمه پر وړاندې چاته غوسه مه کوه.

( لقمان حکيم رحمه الله )

که د ژوند مصيبتونه کمول غواړئ؛ نو ګناه مه کوئ.

( سفيان  ثوري رحمه الله )

په  نړۍ کې ازادي اخيستل کېږي؛ خو ورکول کېږي نه.

( سيد جمال الدين  افغان رحمه الله )

که غواړي، چې نوم دي تل پاتې شي نو خپل اولاد ته ښه اخلاق وښايه.

( سعدي رحمه الله )

کله چې عالم  زاهد نه وو نو هغه د زمانې پر اوسېدونکو عذاب  وي.

( علامه اقبال رحمه الله )

[irp][irp][irp][irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب