درنې خبرې ۲

: زه  داسې ځای ته ځم چې مخکې هغې ته نه وم تللې او داسې مخلوق وینم چې هغه ما مخکې نه و لیدلې.

خپل تعریف زیات کول د هلاکت سبب دی.
د اخرت غوره توښه تقوی او پرهیزګاري ده.
عابد هغه دی چې د الله جل جلاله په تقسیم باندې راضي وي.
درې خبرې انسان هلاکوي ـ ۱: حسد ۲ حرص ۳ تکبر
مسلمان هغه دی چې په ګاونډيانو باندې احسان وکړي.
په حرص کولو سره انسان په مصیبتونو کې بندیږي.
حضرت امام حسن رضی الله عنه
خاموشي په خپل ځای یو عبادت دی.
د الله جل جلاله هره فیصله په عقل او عدل باندې مبنی وي نو په دې  وجه د شکایت یو حرف هم په ژبه را نه وړئ.
د محتاجه خلکو نه په ګران قیمت سره څيز اخیستل له صدقې نه بهتره ده.
خپل ځان له ټولو نه بهتر ګڼل حماقت دی.
د چا چې لباس باریک او سپک وي د هغه ذهن به هم ضعیف وي.
حضرت امام غزالي رحمه الله
ما په خپلو لاسونو باندې الله جل جلاله ولټولو مګر تر هغه تر څو مې چې د مصیبت په لاسونو باندې و نه لټولو میلاو نه شو. په ټولو قدمونو باندې د هغه په لاره کې لاړم مګر تر څو چې د زړه په قدمونو سره لانړم منزل ته و نه رسیدم.
ما تر ډېر وخت پورې د کعبې شریفې طواف کولو لیکن کله چې الله جل جلاله ته ورسیدم نو کعبې شریفې زما طواف شروع کړ.
جهنم د هغه چا لپاره عذاب دی چې الله جل جلاله نه پيژني او الله جل جلاله پیژندونکي خلک د جهنم لپاره عذاب دی.
یا خو خپل ځان داسې ظاهر کړه څرنګه چې ته یې؛ یا داسې جوړ شه څرنګه چې ځان ظاهروی.

حضرت بایزید بسطامي رحمه الله

راټولوونکې: فاتح کاروان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب