حساسیت (Allergy)

 ژباړه دیوې المانۍ روغتیائي مجلې څخه!
د حساسیت نښي (Symptom) څرنګه چې د حساسیت راپارونکي توکي او د هغه ډولونه ډېر دي، نو په دغه رنګه ئي هم نښي ډېر دي . دتنفسي حساسیت څخه ړومبی پزه او سترګي تر اغیزه لاندي راځي . په ځانګړې توګه حساسیت لرل د : ګلانو او وښو دګرز، په کور کي «دوړه» او یا د ژوو سره حساسیت، چې لامل ئي :
* خارښت، سوی او سورواله د سترګو دي
* ترچل
* د پزي بندېده
* دپزي بهېده
که د حساسیت نښه یوازي په یو ټاکلي موسم کي رابرسېره کېده نو تر ډېره پوري ناروغی حساسیتي زکام لري . که ناروغي ټول کال حساسیت در لود، نو حساسیت ئي په دړو او ګرز پوري دکور اړه لري . د مښتلو حساسیت یا «الرژي » تر ډېره ځایه پوټکی سورواله پیداکوي او کاه کوي . سربېره پر دې کېدای سي، چې پر پوټکي تڼاکي را وخیژي اوپوټکی وپړسیږي . د خوراکي توګو دحساسیت څخه خواګرځېده، دنس خوږيده، اسهال (چل) را پیداکېږي . په ځیني مهال کي هم کېداسي، چې د پوټکي ټوپلي را پیداکړي . د درملو حساسیت او یا د زهري حشراتو حساسیت کيداسي، چې ډول ډول شکایتونه را وپاره وي . په ځانګړي توګه ئي نښي دادي . لکه : د پوټکي عکس العمل ښوول، خولې کول، سر څرخېدنه، په ځان نه پوهېده، خواګرځېده، دلندو پوټوکو پاړسوب او د وینو دجرایان خرابیده .

مرسته او درمل د حساسیت په وړاندي :

که څه هم په هر درملتون کي د حساسیت په وړاندي درمل سته او بېله نسخې ئي هم درملتونوالا ورکوي؛ خو ښه به دا وي، چې ناروغی د یو حساسیت طبیب (Allergolog) ته ورسي . دغه « الرګولوګ » د ناروغي پر پوټکي باندي ازموینه کوي . چې دا ازموینه د ډول ډول ګلانو او وښود ګرز شیره ده، چې پر پوټکي باندي ئي اچوي او پوټکی لږ خوږه وي چې داشیره د پوټکي دننه سره اړه پیدا کړي؛ تر یو څو شېبو وروسته نو بیا د پوټکي سورواله او څه لږ پاړسوب که د یوه ګرز سره حساسیت وو، ښیي، چې ناروغی له کوم ګرز سره حساسیت لري . او یا د خوراکي توکو له کوم ډوله سره حساسیت لري او یا د کور د دوړو او کرز سره حساس دی .
هر کله چې ناروغی په ځان پوه سو، چې له کوم شي سره حساس دی نو له هغه سره احتیاط کوي . په صنعتي او تخنیکي نړۍ کي د ګلانو او وښو د ګرز لپاره یو سم مهال وېش سته، چې کوم ګلان او کوم واښه په کومي میاشتي کي ګرز ډېر هوا ته لېږي دا په ځانګړې توګه د هغه کسانو لپاره ئي کوي، چې حساسیت لري . نو دغه کسان چې حساسیت د ګرزو سره لري د مهال وېش د مهال سره سم د ګرزو سره احتیاط کوي .

محمدسرور وکیلي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب