د هډوکو د ورستوالي مخنيوی

د هډوکو ورستوالی څه دی او درملنه ېې څه ده؟

د هډوکو ورستوالئ هغه وخت را منځ ته کیږي چې د هغو د تخریب کچه د ترمیم یا بیا جوړیدو له کچې لږ وي .
په دې صورت کې د هډوکي د داخلي شبکو تر منځ فضاء خالي پاتې کیږي او هډوکي ماتیدونکي او حساس شي .
د دې ناروغۍ نښې:
د هډوکو ورستوالئ کومه ځانګړې نښه نه لري خو که د عمر د پخوالي په وخت کې د ځوانۍ په پرتله ونه دری ثانتې متره کمه شي ،ملا مو راووزي یا دوړې ضربې له امله د ناروغ کوم هډوکئ مات شي مالومیږي چې د هډوکو په ورستوالي اخته شوې دئ .
د هډوکي له ورستیدو څنګه مخنیوئ وکړو .
۱؛د لمر تر مستقیمې وړانګې لاندې دریدل په بدن کې ویټامین ډي جوړوي .
۲؛په خپل غذايي رژیم کې باید د ویټامین ډي او کلسیمو کافي اندازه ولرو .
۳؛د هر ډول نشه ایزو موادو لکه سګریټ ، نصوار اونورو ډه ډه وکړو .
۴؛د خپل ژوند په مهال ویش کې ورځني او دوامداره سپورت ته ځای ورکړو ځکه د بدني فعالیت پر مهال په هډوکو کې کلسیم ذخیره کیږي خو د بدني فعالیت په نه شتون کې کلیسم له هډوکو وزي .
۵:شیدې، غلې دانې ،غوښه ،سابه او میوه بدن ته د اړتیا وړ منرالونه او ویټامین لري او شیدې د کلسیمو د بډایه سرچینې په توګه د هډوکو له ورستیدو مخنیوئ کوي چې هره ورځ باید دری ګیلاسه شیدې یا دوه ټوټې پنیر یا له شیدو لاس ته راغلي لبنیات وخورو .
د قهوې او نوشابو لکه پيپسي کولا پانتا او نورو په ځای باید د لږ مالګې درلودونکې تروې یا شړومبې وڅښو .
ماهي ،جګر او د چرګو هګۍ د ویټامین ډي ښې سر چینې دي .
که ورزش نه شئ کولای لږ تر لږه په هرو دوو ورځو کې د نیم ساعت لپاره پلئ تګ وکړئ چې په دې سره به مو د خپلو هډوکو له کلک او مستحکم ساتلو سره مرسته کړې وي .
(له ډاکټر پژمان څخه په مننه).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب