د ځنګانه د درد لاملونه او د ښه کېدو لارچارې یې

ځنګون د بدن یو له مهمو مفصلونو څخه شمېرل کېږي، که څه هم د ځنګنونو درد په ډېر عمر لرونکو( زړو ) کسانو کې ډېر وي خو ډېری ځوانان هم له دې درده کړېږي.
د ځنګونونو درد شخص، عمر او حالاتو ته په کتو بېلابېل لاملونه لري، خو له مهمو لاملونو څخه یې لاندیني موارد یادولای شو.
د ځنګانه سولېدل (ارتروز یا استئو ارټریټ ) چي شوني ده هلته د مفصل غضروف ( د هډوکې نرمي لکه د غوږ هډوکی ) تخریب یا له منځه تللی وي.
د مفصلونو التهاب یا سوځېدل ( ارټریټ ) چي د مفصلونو یو ډول روماتیزوم دی او درد د هغه له مشخصوعلایمو څخه شمېرل کېږي .
د غضروف د نرمي پټيلا( د ځنګانه پر سر متحرک هډوکی ) دی
د ځنګانه د شاو خوا عضلو او بندونو زیانونه
د ځنګانه د مینیسک ( لیفي ته ورته غضروفي کلک جوړښت لري چي د ځنګانه د ننه د کونډیل هډوکې پورته خوا ته موقعیت لري ) زیانمنېدل یا پرې کېدل
سپورټي زیانونه یا ضربه خوړل
د ځنګانه د درد هغه لاملونه چي پورته مو یې یادونه وکړه د درملنې لپاره یې تاسو ته لاندینۍ سپارښتنې کېږي چي خورا ګټورې پایلې لري.
شوني ده د ځنګانه د درد د ښه کېدو لپاره لومړنۍ سپارښتنه د بدن د وزن د کمېدو وي چي دا چاره د ځنګونونو پر مفصلونو باندې د فشار کچه تر یوه حده را ټیټه وي او د ځنګانه شاوخوا عضلو او غضروف ته په زیان اړولو کې کموالی راولي.
لامبل، یا په اوبو کې تګ را تګ کول د ځنګانه د درد په کم والې کې ګټور دی خو برعکس دغه لوبې لکه: فوټبال، ټنیس، کرکټ او بسکټبال د ځنګانه په درد کې د زیاتوالې لامل کېږي.
د پښو په سر نه ودرېدل، په ګانډو او له چار زانه کېناستو څخه ډډه وکړۍ، خو که چېرته تاسو مجبوره کېږي چي په پښو ودېرږئ د ساري په توګه د لوښو مینځلو په وخت کې، نو تاسو ته سپارښتنه کېږي چي تر خپلو پښو لاندې د ۲۰ سانتي مترجګوالې په اندازې یو څه کېږدئ.
د بدن په نرمښت سره د ځنګانه د درد درملنه: په یوه ورځ کې حد اقل د نیم ساعت لپاره په هواره ځمکه په پښو وګرځېږئ، یقینن په غر ختل، په زینو پورته ښکته تلل او تل په هسکه ختل یا ښکته کېدل د ځنګانه د درد لپاره زیانمن کار دی.
نو یو شمېر سپورټي سپارښتنې شته چي د ځنګانه د درد په کموالې کې اغېزمن رول لري، ډېری وخت ډاکټران هم د ځنګانه د درد د کموالې په موخه خپلو ناروغانو ته د دغو سپورټي حرکاتو سپارښتنه کوي.
دغه حرکات چي د ورانه او مفصلونو د څلورو خواوو د قوي کېدو لامل کېږي په لاندي ډول دی:
په ځمکه یا هم په یوه څوکۍ باندي کښېنۍ او خپله پښه سیده وغځوۍ، وروسته پرته له دې چي په خپل مفصلونو باندې فشار راوړۍ پښه مو ښکته پورته کړۍ او دا حرکت څو ځلې تکرار کړئ، له څه مودې وروسته به ستاسو د ځنګانه په درد کې د پام وړ ښه والی راشي.
په ورځ کې حد اقل نیم ساعت خپل خوږمن ځای لمر ته ورکړۍ دا سپارښتنه د هډوکې له د منځه خالي کېدو او د درد په کمېدو کې جدي ونیسئ
ستنیز طب ( یوه طبي کړنلاره ده چي د درد په ښه کېدو کې اغېزمن رول لري ) یوه بله طبي تګلاره ده چي د مفصلونو په دردونو کې خورا ګټوره مرسته کولای شي، په ډېریو مواردو کې له جانبي عوارضو پرته د Corticosteroid ( د هغو درملو نوم دی چي معمولً د التهابي ناروغیو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي ) ځای ناستی هم کېدای شي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب