دايم خپګان او ذهني فشار د شکر ناروغي لامل کېږي!
څېړنې ښيي، دايم سټريس يانې عصبي فشار په سړيو کې کېدای شي د دويم ډول شکر لامل شي. د سويډن د ګوټينرګ پوهنتون څېړونکو په ۶۸۲۸ کسانو یې څېړنې کړې دي، دې پايلې ته رسېدلي دي ، دا ازمويل شوي کسان هغه کسان و، چې له دې پخوا یې نه شکر، نه هم د زړه د سکتې نښې لرلې.
څېړونکو زياته کړه: ۸۹۹ کسان له دې ټولو کسانو څخه له څېړنې وروسته په دويم ډول شکر اخته شوي و، او همدې کسانو ته سټريس يا ذهني فشار له ،خپګان، ورځينو مشکلاتو، د هر ناسم کار په باره کې فکر کول(چې دا ولې داسې وشو او داسې کېږي؟) څخه پیدا شوی و د څېړنو پايلو وښودله هغو کسانو چې دايم خپګان او ذهني فشار یې درلود تر ۴۵ په سلو کې د شکر په ناروغي خطر ته ورنږدې وو.
د څېړونکو په وينا نن سبا سټريس د شکر ناروغي په زېږولو کې تر ډېره په رسميت پېژندل شوې ناروغي نه ده ، خو دا جوته ده،چې دايم سټريس يا ذهني فشار د شکر ناروغي په زېږولو کې ښکاره رول لري.