خپله ناروغي مو د نوکانو له رنګه معلومه کړئ

تاسې به کتلي وي، چې کوم متخصص ډاکټر ته ورشې، نو لومړی د ناروغ نوکانو ته ګوري او تر اوسه هم موږ نه يو خبر، چې ډاکټر ولې د ناروغ نوکانو ته په ځير ځير ګوري؟.

د ترکيې د اوکان طبي پوهنتون يوه ترکۍ ډاکټره غمزه شنبورصا وايي، چې يو ناروغ کولای شي، چې خلپه ناروغي د نوکانو له رنګه معلومه کړي.
ډاکټر شبنورصا ليکلي، چې د نوکانو الوتی رنګ او يا پر نوکانو ليکې د وړو او کمزورو ناروغيو نښه بللی شي.

نوموړې ترکي ډاکټرې په خپله نوې څېړنه کې ويلي، چې د نوکانو رنګ بدليدل د يو شمېر ځانګړو ناروغيو له امله کيږي.

ډاکټر شنبورصا زياتوي، چې شنه نوکان د بکتريايي سوخت نښه بلل کيږي او سوروالي ته مايل نوکان بيا د زړه د والو په التهاب دلالت کوي.

دغه څېړنه کې راغلي، چې زېړوالي ته مايل رنګ د دې نښه ده، چې د وينې د اکسجن کمی دی او د نوکانو الوتی او خط خط رنګ وينه کې د ويټامينونو د کمي نښته ده.

ډاکټر شنبورصا وايي، چې سپين نوکان د ځيګر د کمزوري يا ناروغۍ نښه ده.

ډاکټر شنبورصا د فيزيکي ناروغيو متخصصه ليکي، چې خړ نوکان د زوړوالي او د زړه د کمزورۍ نښه ده.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب