خټکی تاواني نه دی، اته لوی ګټي یې دلته ولولئ

خټکی ښه خوند، ښه بوی او ډیري اوبه لري، چې له ګټو او مهمو ویټامنونه څخه ډکه میوه ده.

د خټکیو موسم ته په کتو مې لاندي آته غټي ګتي را ټولي کړي:

۱- خټکی د ویټامین أ (vitamin A) سرچینه ده

که چیري په ویټامین أ په سې ګرځئ، نو د خپل ورځني خوراک په لیسټ کې د خټکي یو څو ټوټې ور اضافه کړئ، همدا درته کفایت کوي.

ویټامین أ د سترګو د دید او صحت لپاره اساسي عنصر دی.

[irp][irp][irp]

په امریکا کې تر هندواڼې خټکی خلک ډیر خوښوي، کیدای سي د ښه خوند تر څنګ یې لویه وجه همدا وي چې ویټامین أ ښه پریمانه لري.

په همدې هیواد کې پر ۵۰ زره ښځو باندي څیړنه شوې، ددغو ښځو عمرونه د ۴۵ – ۶۷ کلونو تر منځ وه، دوی په خپل غذائي نظام کې داسي خوراکونه لرل کوم چې ویټامین أ لري، معلومه شوه چې ددوی سترګي تر نورو ۴۰ سلنه روغي دي، د کسي بدلولو یا علاج کولو ته یې اړتیا نه ده پيښه شوې، خو هغه چې په غذائي نظام کې ویټامین أ کم وه، هغوی د سترګو، د بندونو او زړه اپریشنونو ته اړ شوي وه.

مخکې مو وویل چې ویټامین أ د خټکي اساسي عنصر دی.

په خټکي کې یو بل مهم عنصر دی چې بیټاکاروټین ورته وایی، دغه عنصر په بدن کې ځان په ویټامین أ بدلوي، په وروستیو کې ځیني څیړني ښيي چې بیټاکاروټین د سرطان څخه د بدن ژغورني لپاره هم ډیره ګټه لري. په دې اړه لږ رڼا ددې لیکني پای کې هم اچول شوې.

۲- خټکی په زیاته اندازه ویټامین سي لري.

ویټامین سي نو اوس هر سړی ښه پيژني، چې څومره ګټی او زمونږ د صحت لپاره څومره اهمیت لري. د نن ټکی اسیا د روغتیا په برخه کې په دې اړه مکرر مضامین راغلي.

خټکی د ویټامین سي یو د مهمو خزانو څخه دی، حتی د مالټې او امرود سره په دغه مورد کې ځان برابروي.

ویټامین سي د بدن دفاعي سیسټم مضبوطوي، د ویني سپین کریات (بالونه یا زرې) په فعالیت راولي، تر څو په بدن کې د وایرسونو او بکټیریا خاتمه وکړي او همداسي جسم ته نور نابلده اجسام نه پریږدي، بلکي پر هغوی پر وخت برید کوي او له منځه یې وړي.

ویټامین سي د سرطان څخه په مخنیوي کې هم فعال رول لري.

ددي ويټامین مهمه دنده دا هم ده چي په کولمو کي د فولیک اسید، اوسپني او نورو ويټامینونو جذب چټک کړي.

۳- تنفسي سیسټم فعاله وي، او سږي پاکوي

نوي څیړني ښيي چې د خټکي په څېر د ویټامین أ څخه برخمن خوراکونه د سګریټ څيښونکو لپاره هم ډیر ګټور دي، که چیري څوک سګریټ څیښې او یا د سګریټ دودونو سره ډېر مخ کیږي، نو هغوی باید خټکی د خپل غذائي معمول برخه وګرځوي.

[irp][irp][irp]

په سګریټ کې یوه داسي سرطاني ماده هم شتون لري چې هغه په بدن کې ویټامین أ ختموي، نو که چیري سګریټي د خپل بد عادت تر څنګ د خټکي خوړلو ښه عادت هم خپل کړي، نو هغه ویټامین أ چې د سګریټ له وجي له منځه ځي، هغه به بیا د خټکي په واسطه تر لاسه کولای شي.

( هسی تر سګریټو یوه یادونه ضروري بولم: که تاسو سګریټ څيښئ، اول خو یې خپله پریږدئ، که یې نه شئ کولای نو بیا داسي وکړئ چې مهرباني وکړئ خپل د کور ماشومان، میرمني، ملګري او دوستان د سګریټو په دود مه وهئ، بیرون ته وزئ او چی څومره مو زړه وی هغومره یې مضر او مردار دودونه خپل پاک بدن ته کش کړئ، ځان ته که ضرر رسوئ نو هغوی چې تاسو ورسره مینه لرئ، ورسره ژوند تیروئ، د هغوی څه ګناه چې د سګریټو په دود یې د ډیرو نارغیو سبب ګرځوئ؟ )

راځو خټکي ته…

۴- د زړه ناروغیو مخنیوی کوي، او د رګونو د پاکوالي لپاره ګټور دی

په خټکي کې په ځانګړې ډول یو عنصر زیات دی چې اډینوزین ورته ویل کیږي.

څوک چې د زړه ناروغي لري، ډاکټران ورته داسي دواوي ورکوي چې هغه کې اډینوزین عنصر موجود وي، ځکه چې دغه ماده په زړه او رګونو کې د ویني د یخۍ کېدو مخه نیسي، او جریان یې تیزوي.

په خټکي او هندواڼه کې موجود فولیک د زړه د یو ناڅاپي برید څخه هم انسان ژغوري.

۵- ستړیا، خفګان او پریشاني ختموي

په هغه وخت کې چې انسان ستړی، خفه یا هم له څه وجي څخه پریشانه وي، اعصاب یې په یو شي کې بند وي او د حل لاري ته یې نه رسیږي، نو خټکی دي وخوري، تر څو یې ماغزه په ارامه شي او ښه پریکړه وکړای شي.

ځکه چې په خټکی کې کافي اندازه پوټاشیم شتون لري، کوم چې د زړه تکان تنظیموي او دماغ ته اکسیجن په ښه توګه او منظم ډول رسوي، چې له امله یې اعصاب ارامیږي او فکري وړتیا زیاتیږي.

۶ – د عمومي صحت لپاره ګټور دی

په عمومي ډول خټکی د بدن لپاره ډیری زیاتي ګټي لري، که له یوه اړخه په ښه پراخه کچه ویټامین أ او ویټامین سي لري، نو بل اړخ ته لاندي ویټامینونه هم په پوره اندازه لري، لکه B1، B2، B3، B5، B6، B9، E، K.

نور معادن هم ښه ډیر لری لکه کلشیم، اوسپنه، پوټاشیم، فوسفور، مګنیزیوم، او رويي (zinc).

[irp][irp][irp]

لاندی مهم غذايي مواد هم لري، لکه: پروټین، غوړ، غذائي فایبر، خواږه، کاربو هایډرایټ، اوبه.

په رشتیا چي د ویټامینونه، معادنونو او غذا مهمه سرچینه ده. (نور مو خوښه خپله!)

۷- د سرطان له ټولو ډولونو څخه انسان ساتي

د سرطان ډیر ډولونه دي، لکه د معدې سرطان، د پروستات سرطان، د تیو سرطان، د بچه دانۍ یا رحم سرطان، د سږي سرطان، د پانکرانس سرطان..

ددې ټولو څخه په مخنیوي او علاج کې مهم رول خټکی لري، ځکه چې اکسیډ ضد مهم عناصر لري چې هغه عبارت دي د (بیټاکاروټین، لوټین ،زیا، زانثین، کریبتوزانتین)، چې دا ټول د اکسیډ پر خلاف مهم عناصر دی، چې د جسم خلایوي ساتي او د سرطان مخه نیسي.

۸- د شوګر څخه مخنیوی کوي

د سالم غذائي عادت یا نظام لپاره مهمه داده چې په غذا کې هغه مواد موجود وي چې جسم ورته اړتیا لري.

په میوو کې خټکی یو د هغو څخه دی چې د بدن نیمی اړتیا ویټامینونه، معدنونه، او پروټینونه پوره کوي، په عین حال کې کالریز ډیر کم لري، ښه ډیره غذا لری. ځکه نو د شوګر ناروغانو لپاره هم خټکی بهتره دی او هم د ددغه مرض په مخنیوي کې موثر رول لري.

را لېږونکی: سیف الرحمن حقمل

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب