خټکی مو له لاندې ناروغیو ژغورلی شي

خټکی سربیره پر دې چې د انسان په وده او نمو کې خاص ارزښت لري د یو شمیر ناروغیو په وړاندې د ډال رول هم لوبوي.

خټکی زیاته اندازه ویټامين اې (A)، بي (B) او سي (C) لري. له یاد ویټامینونو سربیره دغه میوه کې زیاته اندازه فاسفورس او کلسیم هم شتون لري.

په یوه خټکی کې ۱۵ ملي ګرامه کلسیم، ۲۵ ملي ګرامه فاسفورس، ۰.۵ ملي ګرامه اوسپنه، ۳۴ ملي ګرامه ویټامین سي، ۶۴۰ ملي ګرامه ویټامین اې او ۰.۰۳ ملي ګرامه ویټامین بي یو (B1) شتون لري.

دلته مو له هغو ناروغیو سره اشنا کوو چې له خټکی سره يي مخنیوی ممکن دی.

۱- د معدې تیزابیت ختموي: خټکی زیاته اندازه اوبه لري کوم چې د انسان هاضمې سیسټم لپاره اړین ګڼل کیږي. دغه میوه کې شته منرالونه د معدې تیزابیت ختمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

your ads

۲- د سرطان درملنه: خټکی کې شته کوټینایډ نومې پروتین د سرطان ناروغۍ لپاره طبیعي درمل ګڼل کیږي او په غټو کولمو کې د سرطان خطر له حد څخه زیات کموي. خټکی په بدن کې ټول هغه مواد له منځه وړي کوم چې کولی شي انسان په سرطان اخته کړي.

۳- د زړه له حملې مخنیوی کوي: خټکی کې شته یوه خاصه ماده اډینوساین د وینې رګونو منجمد کیدو مخه نیسي او په دې ډول په انسان کې د زړه حملې خطر کموي. خټکی په بدن کې د وینې جریان نورمال ساتي او په دې وسیله د زړه حملې خطر تر ډیره له منځه وړي.

۴- پښتورګو لپاره ګټور دی: د خټکی استعمال پښتورګي صفا کوي او په پښتورګو کې جمع شوی کثافت هم له منځه وړي. که چیرې خټکی له لیمو سره وخوړل شي نو د یورک اسید ناروغیو لپاره ډیر ګټور ثابتیدی شي.

۵- د سینې سوۍ: دغه میوه خپل ترکیب کې ۹۰ سلنه اوبه لري چې په همدې اساس د سینې سوۍ لپاره هم تر ټولو غوره او ګټور درمل ګڼل کیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب