خواږه مو له ذهني پرېشانۍ خلاصوي

که تاسو په خپل دفتر، کور، دوکان، مکتب، مدرسه، پوهنتون او هر چیرې چې یاستئ له ذهني پرېشانۍ څخه سرټکوۍ، نو مهرباني وکړۍ یو ګیلاس خوږې اوبه یا هم چای وڅښئ، دا به موله ذهني پرېشانۍ څخه خلاص کړي.

دا خبره په یوې تازه ترسره شوې امریکاېي څېړنې کې مخې ته راغلې ده.

د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون د څیړنې مطابق د بورې(شکرې) استعمال له امله د پرېشانئ جوړولو هارمون کورټیسول په کېښکاږلو کې مهم رول لوبوي.

په څیړنه کې ویل شوي چې د خواږو مشروباتو له استعمال سره له دماغ(مغزو) څخه د کورټیسول په اخراج کې کمی راځي د کوم مطلب چې د ذهني پرېشانۍ کمول دي.

د څیړنکار ډاکټر کیون لاؤګیورو له وینا سره سم داسې شواهد یې موندلي چې د زیاتې بورې(شکرې) کاروونکي کسان له ذهني پرېشانۍ څخه نجات موندلای شي.

که څه هم په څېړنه کې د خوږو مشروباتو استعمالول د ذهني پرېشانۍ له پاره مفید ثابت شوي، خو پرله پسې زیات کارول او عادت جوړول یې بیا انسان له نورو ناروغیو سره مخ کوي.

د ډاکټرانو په وینا د بورې(شکرې) کارول که څه هم په لنډ مهالي ډول انسان ته ذهني سکون وربښي، لیکن په اوږد مهال وخت کې یې بیا زیاته کاروونه د شکرې او چاغیدلو په شمول د یو شمیر ناروغیو سبب هم کیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب