ذهني ارامتیا غواړئ؟ دغه خواړه مو مرسته کوي

دلته مو له هغه خواړه سره اشنا کوو کوم چې انسان له ذهني فشار او اندیښنې څخه ژغوري. ذهني فشار یو له هغو لاملونو څخه دی چې انسان په بې شمیره ناروغیو اخته کوي.

د ډیرو ناروغیو څخه د خلاصون یوازینۍ لار خپل ځان او ذهن ارامه ساتل دي. د دې موخې لپاره باید ورځنۍ خواړه کې ځینې بدلونونه راوستل شي.

ذهني او جسماني ارامتیا لپاره لاندې خواړه د خپل ورځني ژوند اړینه برخه وګرځوئ:

۱- چاکلیټ: تیز رنګ لرونکي چاکلیټ کې موجود مرکبات ستاسې ذهن ارام ساتلو کې ډيره زیاته مرسته کولی شي.
۲- پالک: دغه خواړه د مګنیزیم (Magnesium) یو له غوره منابعو څخه ده کوم چې د انسان اعصاب ارامه کوي.

۳- د وربشو ډوډۍ: د وربشو ډوډۍ په بدن کې د مګنیزیم (Magnesium) کموالي مخه نیسي.

۴- بادام: بادام خپل ترکیب کې زیاته اندازه زینک او ویټامین بي ۱۲ (Vitamin B12) لري کوم چې د انسان اعصاب نورماله ساتي او د ذهني فشار مخه نیسي.

۵- شین چای: شین چای د اعصابو لپاره تر ټولو غوره مایع ده او یو ګیلاس شین چای به مو له ذهني فشار څخه وژغوري. شین چای په دغه برخه کې تر ټولو چټک اثر کوي.

۶- کبان: د کبانو ځینې ډولونه زیاته اندازه اومیګا- ۳ (Omega-3) په نوم مواد لري کوم چې د سیلینیم (Selenium) او تریپتوفان (Tryptophan) په نامه مواد تولیدولو سره اعصاب ارامه ساتي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب