خفګان او ناکراري شا ته وغورځوه! -مه خفه کېږه! (۴۴)

 

۞ خفګان او ناکراري شا ته وغورځوه!

څوک چې تل په یوه اړخ ژوند تېروی، خامخا به له خفګان او ستړیا سره مخ کېږی، انسانی فطرت له یو ډول والی سره حساسیت لری، له همدې امله الله تعالی د کایناتو په ذره ذره کې بدلون ایښی دی، زمانې بدلې دی؛ د ماکولاتو، مشروباتو او مخلوقاتو ترمنځ توپیر دی، شپه او ورځ، تور او سپین، غر او هواره، یخ او ګرم، لمر او سیوری، خوږ او تریو، دا ټول شیان له یو بل سره توپیر لری، او الله تعالی دغه توپیرونه د خپل قدرت له نښو څخه ګرځولی:

﴿يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِیْهِ شِفَآءٌ لِّلنَّاسِ﴾

” د دغې مچۍ له خېټې نه په مختلفو رنګونو یو شربت راوځی، چې په هغه کې د خلکو لپاره شفاء ده. “

﴿وَّ نَخِیْلٌ صِنْوَانٌ وَّغَيْرُ صِنْوَانٍ﴾

” او د کجورو څانګې لرونکې ونې دی، او ځینې یې داسې هم دی چې څانګې نه لری. “

﴿وَّ الزَّیْتُوْنَ وَ الرُّمَّانَ مُشْتَبِهاً وَّ غَيْرَ مُتَشَابِهٍ﴾

” او د زیتون او انارو باغونه مو جوړ کړل، چې د هغو مېوې یو بل ته ورته دی، او بیا د هرې یوې خصوصیات مختلف دی. “

﴿وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَّ حُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَ غَرَابِیْبُ سُوْدٌ﴾

” په غرونو کې هم سپینې، سرې او تکې تورې لیکې موندل کېږی، چې مختلف رنګونه یې وی. “

﴿ وَتِلْكَ الأيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ﴾

” دا د زمانې خوږې ترخې دی، چې موږ یې د خلکو ترمنځه اړوو را اړوو. “

بنی اسرایلو چې ډېره موده یو ډول خوراک وکړ، نو د یو ډول والی له امله یې زړه ترې موړ شو، سره له دې چې هغه ډېر غوره خوراک وو، خو هغوی وویل:

﴿ لَنْ نَّصْبِرَ عَلَی طَعَامٍ وَّاحِدٍ﴾

” موږ په همدا یو ډول خوړو صبر نه شو کولای. “

یو ځل مامون الرشید مطالعه کوله، کله به یې په ناستې، کله په ولاړې او کله به یې په روانه کې کتاب کاته، او ویل به یې چې نفس ژر خفه کېدونکی دی.

﴿الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللهَ قِيَاماً وَّ قُعُودًا وَّعَلَى جُنُوبِهِمْ﴾

” هغه خلک چې په ولاړې، ناستې او ملاستې هر حالت کې الله تعالی یادوی. “

که په عباداتو کې فکر وکړې، نو په هغې کې به هم بدلون او نوښت ووینې، ځینې اعمال قلبی او ځینې قولی وی، ځینې عملی او ځینې بیا مالی دی، لمونځ، روژه، زکات، حج، جهاد او همدارنګه په لمانځه کې قیام، رکوع، سجده او جلسه ټول یو له بل سره توپیر لری .

نو که څوک غواړی، چې تل خوښ او چابک واوسی، ښایې په خپل علم، عمل او ورځنیو چارو کې بدلون راولی، لکه د قرآن، تفسیر، سیرت، حدیث، فقهې، تاریخ او عامه معلوماتو کتابونه دې مطالعه کړی، همدا ډول مهال وېش دې وټاکی، لکه یو څه وخت دې د عبادت لپاره وټاکی، همدارنګه د خوراک، له خلکو سره د لیدلو کتلو، مېلمه پالنې، سپورت او تفریح لپاره دې وختونه وټاکی.

د بدلون او نوښت له امله په انسانی طبعیت کې د ژوند یو نوی شوق راپیدا کېږی، نوی فکرونه رامنځ ته کېږی، دا ځکه چې نفس تنوع او نوښت ته خوښېږی، عرب شاعر په خپل شعر کې په ډېر ښکلی انداز دا مانا رانغښتې ده:

” هغه دوه حالته لری، خفګان او خوښۍ یې دواړه روښانه دی، یوه ورځ سخا کوی او خلک نازوی، او بله ورځ د جګړې په میدان کې د مرګ جامونه ډکوی. “

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني

ژباړن: رحمت الله مومن ﴿مارزک﴾

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب