د ننواتې د پسه حکم څه شی دی؟

سوال :-یوله رواجونو د پښتنو څخه دارواج هم ده چی دخپل منځې دښــمنی اوخفګان ختمولولپاره هغه مقابل خفه لوری ته چی دغه لوری پری ملامت شوي وی پسونه دننواتې په نامــه ورولې تــــرڅوهغه خوشحاله شې بیاهغه خلګ دغه پسه حـلالوی اوپــخوی يي اوپدی روغه جوړه کی موجودخلګ يي خوری په شریعت کی د پښتنو ددی عمل حکم څه ده ؟
ځواب :- کـــه دمفـــسیرینــو او فقهاوو عبارت مخته کیږدو او غور پری وکړو نورامعلومیږی چی داعمل ناجائزاودغه غوښې حرامې دی.
تفسـیــرکابلی دالله تعالی ﷻ ددی قول لاندی لیکی وما اهل به لغیرالله مطلب داچی دالله تعالی ﷻ دنامه نه ماسواء دکوم بـــت یاجـن یا مرشدپه نامه يي وټاکې دهغه دتقرب او رضا غوښتنی په نیت يي ذبح حـــلال کړی دهغه دخوښـــی په نیت دهغه ځناور ساه ایستل مطلب وی ددی ټولو د غوښو خوړل حرام دی ولو که دحلالیدو په وخت کی دالله تعالی ﷻ نوم پری ویل شوی هم وی هـــمدارنګه تفسیر معارف القران لیکې کوم یوځـــناورچی دغیرالله دنزدیکت اورضــا حاصلولولپاره حلال شی یعنی دهغه دوینی تویولوغرض داوی چی داغیر خوشحاله شی اودذبحی حـــلالیدوپروخـــت دالله ﷻ نوم پری واخستل شی لکه چی ډیـــرناخـــبره مسمانان دبزرګانـــو او پیرانو پـــه نامه دهـــغوی درضا حاصلولو لپاه ځناور ذبح کوی اودالله تعالی ﷻ نوم پری اخـــلی داشــکل هم په اتفاق دعلمأووسره حرام ده اوذبح (حــــــلال)شــوی شی مردارده .
همدارنګه نفسیر بیـــضاوی اوتفـــسیرقرطـــبی هــم ددی ایات لاندی داسی نفســـیرکړی دتفــــاسیـــرودعبـــاراتومطلب داشوچی کوم ځناوردچادرضـا غوښتنی اوخوشحالی دپاره حلال شی دهغی غوښی خوړل حرام دی اګرکه دالله تعالی ﷻ نوم پری ویل شوی هم وی اودرمـختارپه کتاب ذبائح کی پــه دی هکله داسی لیکې ذبح لقدوم الامیرونحوه کواحـــدمن العظمایحرم لانه اهل به لغیرالله ولوذکراسم الله درمــختار کتاب ذبــائح – کوم ځناور چی ذبـــح حـــلال شــی دامیردراتګ په خاطــــــریادنورو لوړرتبه خـــلګولـــــپاره حرامیږی ولوکه دالله تعالی ﷻ نوم پری ویل شوی هم وی ځکه چی په دی ذبح دغیردنامواوزشوی درمخـتارله دی عباراتونه ورسته ددغه ځناور او دهغه ځناورچی دمیلمستیاپه خاطــرحلال شوی وی فرق بیان کړیده چـــــی دمیلمستاپه پسه کی دغوښو خوړل مـــطلب وی اوپه همدی نیت حلالیږي.
نوغوښې خوړل يي جائزدی اوپه دغه ذکر شوی صورت کــی د غوښوخوړل مطلـــب نه وی بلـــکی ذبحه حـــلالیدل مطلب وی چی هغه خوشحاله شی نو ځکه دااهـــل به لغـــیرالله شونومــردارده او غـــوښی يــي حـرامی دی انتهی همدارنګه دننواتې په پسه کی هم حلالــیدل اوخوشحالیدل مـــطلب وی او خوړل دغوښو طبعاپکښی راځې بالاخره د مذکروعباراتوپه رڼاکی ویـلای شوچی دپښتنوداعمل ناجائزاودی ننواتی دپسه غوښی حرامی دی .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب