خبریالان هم کیسې لیکي!

د ورځپاڼې او مجلې هیڅ لوستونکی به پر دغسې لیډ په پټو سترګو تېر نه شي. دلته لومړنۍ جمله په مخاطب کې تلوسه پیدا کوي او هره جمله، چې تعقیبوي، د پاتې متن د لوستلو انرژي ور کوي.

په اوسمهالي ژورنالیزم کې د چاپي او انلاین رسنیو لپاره پاموړ متن د خبر «کیسه ییز سټایل» دی، ځکه خو اوس ډیر  ادبپوهان په دې نظر دي، چې « خبریالان هم کیسې لیکي»!.

په کیسه ییز سټایل کې د خبریال هدف په لوستونکو د هغو کیسو لوستل دي، چې په ډېر تکرار ستومانوونکې ګڼل کیږي. دا کېدای شي مخاطبانو ته دومره راښکونکې نه وي، چې یو سندرغاړی د ژوند په وروستیو کلونو کې څه ډول ژوند کوي. خبریال دې موضوع ته کیسه ییز رنګ ورکوي او له داسې ځایه یې پیلوي، چې په لوستونکو کې احساس، عاطفه او تلوسه وزیږوي. په کیسه ییز سټایل کې تاسې د ټلویزیون او راډیو له غږ او تصویر پرته، لوستونکو ته غږ او تصویر دواړه رسوئ. هغه څه، چې مخاطبان یې مخامخ نه ویني، په کیسه ییز سټایل کې د ذهني تصویرونو، پېښو او ټکرونو له لارې ورسره مخامخ کیږي.

د خبر كيسه ييز سټایل (Narrative style) د كيسې په څېر اوډل كيږي.

په دغه سټایل كې د كيسې له ټولو تكنيكونو (كركټر پنځونې، صحنه پسولنې، موقعيتونو، اوج ټكي او غوټې پرانېستلو) كار اخستل کیږي، خو په دې توپير، چې د كيسه ييز سټایل هرڅه په «واقعیت او حقیقت» او د كيسې او داستان توكي په «تخيل او افسانه» ولاړ وي.

د کیسه ییز سټایل طرح په دریو ټکو ولاړه ده:

  • د یوې راښکونکې موضوع غوراوی
  • د کیسې له منځه د یوه ځانګړي کرکټر غوراوی
  • او د خبري کیسې لپاره د یوې وړ خاکې درلودل

ددغو دریو ټکو له موندلو وروسته، تاسې د کیسې اړوند تکنیکونه کاروئ او خپله کیسه پرې پرمخ وړئ.

د کیسې په پیل کې د کیسې د کرکټر\موضوع پر پېژندنه او ځانګړنو تمرکز کیږي. دلته خبریال په کیسه ییزه ژبه او تلوسه پاروونکي فیچري تعلیقي لیډ موضوع ته ننوځي او ستونزه پنځوي.

په لاندې بېلګه کې خبر د خبري کیسې د یوه کرکټر په تعریف او تشریح پیلیږي او وروسته ستونزه هم ورسره سپړل کیږي:

له دوو څیزونو پرته یې منډې نه شوای وهلای: یو اس، یوه مصنوعي پښه. د هلمند په سفر کې یې دویمې پښې هم کار پرېیښی و. د شپې لپاره یې، چې په ژوب کې د جمعیت علماء د غړي «شیخ ایوب» کور غوره کاوه، په فکر کې یې داسې مرګونې شیبې نه ور ګرځېدې. چرګانو بانګونه کول، چې امنیتي ځواکونو یې د استوګنې ځای محاصره کړی و. د کور څښتن۱۵ دقیقې مخکې وتلی و.

د مندوخېلو د قومي مشرانو جرګه د شیخ له میلمستون نه بې نتیجې را وګرځېده. ۳۲ کلن «نورعالم» پولیسو ته ځان نه سپاره، خو د محاصرې دایره هم پرې شیبه په شیبه تنګېده. پولیس پر میلمستون ور ننوتل او څو شیبې وروسته خلکو ولیدل، چې شاوخوا دیوالونه د مرمیو په ډزو کنډ او کپر وو او پر ځمکه د یوه چاغ سړي جسد پروت و. له نورعالم پرته بل څوک نه پوهیږي، چې د جګړې د ډګر دغه ازمویل شوی قوماندان څنګه امنیتي ځواکونو وموند.

په خبر کې تر ټولو مهمه برخه د ستونزې پنځول، یا په موضوع او پېښه کې د ستونزې موندل دي.

ستونزه د موضوع عمق یا ژورې ته په ننوتلو سره پیدا کیږي او پر سپړنه یې ډېری له ستونزې سره لاس او ګریوان کسان غږیږي. په پورتني پاراګراف کې د کرکټر د وژل کېدو په تړاو «څنګه» پوښتنې غوټه اچولې ده، چې د خبر په پای کې به یې د پرانېستلو هڅه کیږي.

په دې کرښو کې پر اصلي ستونزه بحث شوی او ستونزه د کرکټر له هغې مخینې سره تړل شوې، چې د موجوده ستونزې سرچینه ګڼل کېدای شي. دغه راز  د متن په اوږدو کې د کیسې مرستندویه ډیالوګونه هم راوړل شوي.

د کیسې غوټه د خبر په وروستۍ برخه کې سپړل کیږي. دلته د غوټې پرانېستو لپاره د کرکټر د وژل کېدو عوامل مهم دي. د پېښې اصلي ستونزه د چینايي انجنیرانو تښتول دي، خو په غوټه پرانېستلو کې له یوه بل مهم رازه هم پرده پورته کیږي: د کیسې یو پټ کرکټر جنرال مشرف په وزیرستان کې د طالبانو د مشرتابه د بدلون له لارې پر هغوی د تسلط په لټه کې دی. دلته د کیسې اصلي کرکټر هم خلک له ځان سره بیعت ته هڅوي:

د کیسې په پیل کې د کور څښتن له محاصرې ۱۵ دقیقې وړاندې له کوره وتلی و.

همدغه ټکي که په لوستونکي کې د «شیخ ایوب» د وتلو په تړاو کومه پوښتنه پیدا کړې وي، د خبري کیسې پای یې ځواب وايي:

په کیسه ییز سټایل کې اړ نه یئ، چې د لنډې کیسې په څېر، خپل خبر خامخا په یوه پاروونکي او جذاب ټکي پای ته ورسوئ، خو دومره راښکون باید پکې وي، چې لوستونکي یا اوریدونکي د خبر تر پایه پورې له ځان سره وساتي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب