د کره کتنې په اړه څو خبرې

هټلر يو مستبد سړى و، چې حکم به يې وکړ، بيا ورسره چا د منطق خبره نشوه کولاى او همدا يې د ماتې مهم لوى لامل و.

که کره کتونکى هم هټلر شي، لوستونکي به ونه مومي. په کره کتنه له موجودو نښو نښانو پوهېږو، چې کره کتونکى هټلر دى، که يو مستدل انسان.

کره کتونکى له پنځوني اخيستي خوند ته علمي ژبه ورکوي او د ”بايد” غوندې ټينګاري توکيو نه ځان ساتي. که کره کتونکى ووايي:

  1. په کيسه کې يې بايد د کرکټرونو نومونو ته فکر کړى واى.
  2. که کيسه کې د کرکټرونو نومونه له چاپيريال سره برابر واى، د کيسې منطق به ورسره قوي شوى واى.

په لومړۍ جمله کې امرانه لحن وينو. کره کتونکى ځان ته د يوه ممتاز کس په سترګه ګوري، چې خبره يې سمه ده او بايد ومنل شي. دا جمله راته د خپلې کورنۍ مشر يا د يوه ځواکمن شخص انځور راکوي؛ خو کره کتنه وايي، چې ناقد استدلال کوي او د استدلال په زور پر لوستونکي او پنځګرو خبره مني.

په دويمه جمله کې چې امر او ټينګار نشته، پر مخاطب خوږه لګېږي او اغېزمنوي يې. د دويمې جملې بل ښه والى دا دى، چې د کيسې نيمګړتيا او انډول ورښودل شوي. مخاطب کره کتونکي ته د يوه مرستندوى په سترګه ګوري.

که په کره کتنه کې مو امرانه طرز نه وي خوښ؛ نو د ”بايد” پر ځاى هغه لاملونه راسپړو، چې پنځونې ته يې زيان اړولى.

  1. ښه شعر هغه دى، چې عاطفه او تخيل پکې وي. په دې شعر کې چې عاطفه کمزورې او تخيل نشته، ښه شعر نه دى.
  2. دا شعر راته يو پيغام لري. دا پيغام دومره څرګند دى، چې د شعر عاطفې او خيال ته يې زيان رسولى دى.

ماشوم ته چې نصيحت کوو، وايو: ښه ماشوم د مور و پلار خبره مني، ښه ماشوم شېريني نه خوري. په کره کتنه کې داسې نه کوو. که لومړى يو معيار وليکو او بيا يې پر موجوده پنځونه تطبيق کړو، له پنځګر او لوستونکي سره د ماشوم چلن کوو. کره کتونکى د پنځګر هغه ملګرى دى، چې مستقيمه ورته خبره کوي.

  1. په دې کيسه کې ډېره ښه تلوسه موجوده وه.
  2. کيسه د يوه ماشوم په ورکه پيلېږي. لوستونکى دا جمله له ځان سره ملګرى کوي، دا جمله نه د ماشوم شهرت واضح کوي او نه د ورکېدو علت.

لومړۍ جمله ښايي د يوه شريف او خواخوږي او خوشباوره لوستونکي د خولې وي؛ خو دويمه جمله د کره کتونکي ده. په اخلاقي قضاوت کې د يوه چا د يوه عمل د ښه والي او بدوالي په اړه کلي پرېکړه کوو، ځکه موږ اعمال مخکې له مخکې په ښو او بدو وېشلي وي؛ خو په کره کتنه کې د ښه او بد يادونه سطحي اخلاقي قضاوت ښيي. دويمه جمله راته په دې غوره ښکاري، چې د کيسې د تلوسې داستاني ښه والى څرګندوي. کره کتونکي هڅه کړې، چې د خپل مثبت تاثر تر شا موجود علتونه راته بيان کړي.

کره کتونکى او لوستونکى دواړه له پنځونې خوند اخلي؛ خو لوستونکى هملته په خوند کې پاتې شي؛ خو کره کتونکى په دې خوند پسې د کره کتنې څراغ راواخلي او له پنځونې يې راوباسي. کره کتونکى که له پنځونې خوند وانخلي، کاميابه کره کتنه به ونه کړاى شي.

پر يوه پنځونه له يوې او څو زاويو نه کره کتنه کولاى شو. د حقايقو په اړه چې وخت په وخت زاويې بدلېږي، ډېر نوي اړخونه يې رابرسېره کېږي. وسمهال چې په يوه وخت له څو زاويو نه استفاده کېږي، د حقايقو ډېر تياره اړخونه په يوه ځل ليداى شو. که يو څلور ګوټيز ښيښه يي بوتل وي، چې څلور واړه برخې يې په څلورو بېلابېلو رنګونو رنګ شوې وي؛ خو يوازې پر يوه شنه اړخ يې- چې موږ ته مخامخ دى، رڼا لګېږي؛ وايو: بوتل شين دى. مخامخ راته يو بل کس ناست دى او هغه ته د بوتل سور اړخ روښانه دى، هغه وايي: نه، بوتل سور دى. د دواړو قضاوت ناسم نه دى؛ خو نيمګړى دى. بالعموم په ټولنيزو مسايلو کې د بېلابېلو ډلو ترمنځ د جګړې مهم لامل دا وي، هر ډى فکر کوي، چې زما قضاوت سم دى؛ خو که موږ خپلې زاويې بدلې کړو؛ مثلا: د بوتل هر لور ته څراغ روښانه کړو؛ نو قضاوت به مو تر پخواني قضاوت مختلف او دقيق وي.

د حقيقت د مطالعې لپاره له څو زاويو نه هممهاله استفاده د اوسني کلچر ځانګړنه ده. که پنځونې ته له څو زاويو وګورو، ډېر تياره اړخونه يې راته روښانه کېداى شي. مثلا: له ارواپوهنيزې کره کتنې نه په استفاده يې پر رواني خوا وغږېږو؛ خو دا رواني اړخ په يوه فورم کې وړاندې شوى؛ نو همماله يې له فورماليستي زاويې نه هم ګورو او هغه تخنيکونه په ګوته کوو، چې د دې پنځونې د رواني تاثر يا پيغام تر شا ولاړ دى. په ورته وخت کې يې پر پيغامونو هم غږېږو.

د څو زاويو ګډه کارونه رانه ډېر دقت غواړي. که کره کتنه مو منطقي تسلسل او ترتيب ونه لري، پر لوستونکي کلي اغېز نشي ښندلاى.

لاندې بېلګو باندې نورې خبرې لرو:

  1. زه فکر کوم، چې که په دې سفرنامه کې مهمې او مشخصې پېښې راغلې واى، لوستونکي به يې نور هم ورجلب کړي واى.
  2. که په دې سفرنامه کې مهمې او مشخصې پېښې راغلې واى، لوستونکي به يې نور هم ورجلب کړي واى.

په لومړۍ بېلګه کې (زه فکر کوم) د کره کتونکي خبره شخصي کړې، چې پر پاتې جمله يې د لوستونکي باور کم کړى دى؛ خو په دويمه جمله کې چې د شخصي کولو کومه وسيله نه وينو، يوازې خبرې ته مو پام دى.

د خبرو د شخصي کولو نورې وسيلې هم شته؛ خو د شخصي ضمايرو او فعلي خاتمو کارونه يې معلومې بېلګې ده. د کره کتنې موخه په يوه کلي ټولنيزه قرينه کې د انفرادي فکر وړاندې کول دي. مطلب دا چې کره کتنه له فردي نظره سرچينه اخلي؛ خو فردي نظر شخصي نظر نه وي، بلکې کره کتونکى فکر کوي، چې زما فردي نظر د هر لوستونکي نظر دى او په دې توګه يې نظر ټولنيز او کلي رنګ واخلي، چې د ادب پر نورو پنځونو هم د تطبيق وړ وي. موږ نقد يوازې د يوې پنځونې په اړه د معلوماتو د ترلاسي لپاره نه لولو، بلکې موخه مو د خپلو پنځونو ښه کول هم وي.

د کره کتنې د شخصي کولو بله وسيله د خپل نظر او ځان سپيناوى دى، چې د وېرې زېږند دى او وېره د کره کتونکي جرات نفي کوي. که جرات نه وي، د يوې پنځونې په اړه بريالى نقد نشو کولاى. د ځان د سپيناوي يو بل لامل دا دى، چې کره کتونکى پر خپل نظر باور نه لري، په اړه يې متردد وي او يا ورسره بسنده دلايل نه وي، چې دا د يوه ناکام نقد ځانګړنې دي. د کره کتنې په لړ کې د ځان د سپيناوي يو بل زيان دا دى، چې د لوستونکي پام له نقده د ناقد سپيناوي ته اړوي، چې بيا انتقادي ليک هم په همدې تناظر کې لولي. له دې ډول نقده ګټوره استفاده نشي کېداى. ښه کره کتونکى د خپل ديني، ملي او… حيثيت د تللو تله لوستونکي ته په لاس نه ورکوي، بلکې هغه د ځان پر ځاى په خپل نقد مسحور ساتي.

د خپلو کره کتونکو په نقدونو کې ډېرو جالبو اړخونو ته متوجه کېږو او د کره کتنې لپاره ترې کاميابې بېلګې تراشلاى شو.

اجمل ښکلی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب