حضرت محمد(ص) څوک وو؟ ۱ | اول او آخر نبي دی

حضرت محمد ص وپېژنئ

لقد جاءکم رسول من انفسکم عزيز عليه ماعنتم حريص عليکم بالمؤمنين رؤف رحيم،
وایضا قال الله تعالی ( وما ارسلناک الا رحمة للعالمين ) وايضا قال (يعرفونه کمايعرفون ابنا ءهم )الآية

قدرمنو اوعزتمندو مسلمانانو ورڼو غواړم چي ځموږ اوستاسی دګران پيغمبر اورسول صلی الله تعالی علیه وسلم   حالات اخلاق اود ده مبارک دنسب مبارکه شجره اود ده مبارک سېرت چي د ده مبارک له ولادت څخه بيا د ده مبا رک تر وفات پوري د ده پر ټولو صفاتو او شئوناتو باندي حاوي اومشتمل دۍ په پښتو ژبه کښی په داسي ساده اوعام الفهمه عبارتونو کښی وتاسی محترمو ته بيان کړم چي هرڅوک به انشاألله په ډېره اسانی سره فايده ورڅخه اخيستلاۍ سی  اوهره خبراوهربيان به سره له ډېروصحيحومأخذونو اودليلونودرته ذکر کيږي اودابه انشاءالله العزيز داسلام دپيغمبردمبارک سېرت په جديداونوي لباس کښی   داسی يوه مجموعه وي چي سارۍ به نه لري اودغه لړۍ به په خپلوبېلابېلو برخوکښی ترهغه پوري انشاءلله دوام لري  چي دحضرت محمد صلی الله عليه وسلم دحالاتو صفاتو اوسېرت دسلسلې مهم اوعمده بحثونه ختميږي ،الله پاک دي ځموږ دغه زيار دخپلی رضا اوځموږ دګران رسول دخوشحالۍ اود ده دحق د اداکولو سبب راته وګرځوي اوالله پاک دي د دې کار وموږته جميل توفيق راوبخښی اوله هر قسم عوائقواوموانعو څخه دي الله پاک موږ محفوظ ولري ،څرنګه چی ددغی لړۍ دغه اوله برخه صرف وتاسي ته دبشارت اودزېری درکولوپه خاطرده اومطلب به له دوهمي برخي څخه انشاءالله شروع کيږي نوپه دې وجه اوس ددې برخي په اخیرکښي  داسلام دپیغمبر صلی الله تعالی علیه وسلم دمبارک شخصیت په اړه یوه خبردرته ذکرکوم ـ

محترمو وروڼو زموږ اوستاسي ورسول (عليه الصلوةوالسلام) ته اول او آخر ویل کيږي دده له مبارکونومو څخه یونوم اول دئ او بل نوم ئې آخِر دئ چي بل هیڅ نبي او پیغمبر دغه نومونه نه لري ـ

اول  چي وده مبارک ته  ویل کیږي  داله مختلفووجوڅخه، اوله وجه ئې داده چي دده مبارک نور ترټولومخلوقاتوله مخه الله جل جلاله   پیداکړیدئ ،لکه چی په یوه مبارک حدیث کښي  راغلي دي  چي (اولُ مَاخَلقَ الله نورِي) یعنی اول دهغه چی پیداکړیدي  الله تعالی هغه نورځمادي ـ

او دوهمه وجه ئې  داده چي لکه څرنګه چي نبي علیه السلام اخِرنبی دئ دارنګه اول نبي هم دئ ،لکه چی په حدیث شریف کښي راغلي دي،(کنت نبیاواِن آدمَ لمنجدلٌ في طینته)
ددې خبري مکمل تفصیل به په خپل ځاۍ کښي انشاءالله درته راسي

دريم له دې وجي دَیْ مبارک دمیثاق دورځي اول مجِیب اوجواب ورکوونکۍدئ هغه وخت چي الله پاک دآدم علیه السلام له ملاڅخه دسرومېږیانوپه مثل ټو انسانان راوایستل اوورته وې فرمایل چي (الست بربکم) يعني ایانه یم زه رب ستاسي،نودالله پاک ددغي خبري په جواب کښي ترټولوله مخه حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم د(بلي) يعني هو  ته زموږ رب ئې   ،لفظ اوکلمه وویله،اودارنګه به د دقیامت په ورځ ترټولوله مخه زموږنبي عليه السلام له قبرڅخه راپورته کيږي،اودارنګه به ترټولوله مخه وده مبارک ته دقیامت په ورځ دسجدې کولواذن اواجازه کیږي،اودارنګه به ترټولوله مخه وده ته دشفاعت اجازه کيږي،اودارنګه به ترټولوله مخه وجنت ته دَیْ مبارک داخلیږي ـ

او آخِر په دې وجه دۍ چي په ظاهره په دنیا کښي تر ټولو نبیانو اخيري  نبی دۍ  اوله ده څخه وروسته دقیامت ترورځی پوري بل نبي نسته،حضرت عیسی علیه السلام چی له اسمان څخه راکښته سي نوهغه به هم  دنبي عليه السلام شریعت چلوي اوداداسلام دپیغمبر صلی الله علیه وسلم له عظمتونوڅخه یو بل سترعظمت دئ چي دده دين منسوخ کېدلاۍ نسي اودټولوادیانوناسخ دئ ،،(انظرمدارج النبوة للشیخ عبدالحق المحدث الدهلوي ج‍ ۱ص‍ ۱)
والسلام ومن الله التوفيق

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب