ښځه دکور څراغ ده

ښځه مورده خورده لورده اودکورميرمن يعنی دکور څراغ ده په ښځی کور روښانه وی په ښځی کور جوړ وی اوداښځې دې چی نازولي او ګلالي بچيان روزی احمدشاه ابدالی اوميوندې ملالۍ روزی خوشال خټک ميرويس نيکه پاچاخان امان الله خان صمدخان اجمل خټک اومحمودخان اڅکزی پشان توريالي ميړني اوغيرتي پخپله پاکه لمن کې روزی اوښځې دنارينه سره اوږه په اوږه دکوردننه اوبيرون کار کوی ٠

داښځه وه چی داسلام په مبارک دين يې دټولونه مخکی ايمان راوړ داښځې دي چې ټولنه رهبري کوي داښځې دې چی دناروغانو تداوی کوي داښځې دې چی دشاګردانو مخی ته ولاړې دې دوطن بچيان روزي اودر س ورکوې داښځې دې چی دټولنی زيات مسؤليت ددوې په غاړه دی ددې ټولوخدمتونوسره سره بياهم زمونږ په ټولنه کې داسی ګمراهان شته چی ښځوته په سپکه حقيره اوفقيره سترګه ګوری نه يې احترام کوي اونه حقوق ورکوي دپرديو په لمسون په پاک لمنوانجونواوښځوتيزاب پاشې اوپدی خاينانه عمل خپل مرتجع بادار خوشالوی دښځودپرمختګ اوترقي مخه نيسي دانجونودتعليم اوتربيه په مخکې خنډګرځې اوپخپل جاسوسي عمل دګران طن دترقی اوپرمختګ مانع جوړيږی سره ددی ټولومشکلاتو نن سبازمونږ په وطن کی دانجونودتعليم اوتربيه دپاره زيات کوشش روان دی دمعارف وزارت اوعالی تحصيلاتو دوزارت کاردقدر وړدی څه نيګړتياوی شته چې هغه هم بايد حل شی يعنی کميت ښه دی کيفيت دقناعت وړندی ددولسم ټولګی نه فارغ شوی دناروغی رقعه نشي ليکلې٠

ددفاع وزارت دداخلی وزارت اودامنيت ملی لوی رياست دامنيت په راوستلوکې پاتی راغلی دی دښځو ترور دښځو په عزت تيرې دتيزابو پاشل تهديد توهين اوسپکې سپوری ويلو فيصدی دهربل وخت نه زياته شويده خصوصا په ولسواليو اوولايتونوکې پدی هکله زمونږ ګيله دامنيتي ارګانونودښځو دوزارت مدنې ټولنو لوی څارنوالی اوقضا څخه دی چی په حقيقی ډول يي خپله وظيفه اومسؤليت ندی اداکړی تنها نمايشي درواغجن ګذارشونه سمبوليک حرکتونه ددرواغوسيمينارونه اوکميسونونه دی چی دايريږی اوبي نتيجی ختميږی زما په نظر کار اوفعاليت هغه دی چې نتيجه ولري په درواغو داوطن نه جوړيږی داوطن صادقو او ايمانداروخلکوته ضرورت لری بااحساسه وطندوستانوته ضرورت لری پردي جاسوسان اوپردی نوکران داوطن نشي جوړولی ٠
زه دخويندو نه هيله کوم چې هيواد ته هوښيار اوبيدار بچيان وروزي ځکه چې دهيواد راتلونکې ددوې په لاس کې دي بايد چې په تربيه کې دپام وړ هڅه وشي
ښځه ډير داحترام وړ ده په کورنيومسايلوکې ښځه اوميړه دواړه يوپه بل حق لری يواوبل بايد متقابل احترام اوکورنې نزاکتونه مراعات کړي اودازمينه مساعده نکړی چې جنجال پيښ شي اونارينه مجبورشي چی لاس په خشن عمل پورته کړی چی ډير داسی مثالونه اوجنجالونه زمونږ په ټولنه کې شته دی دپلار مور استاداومشرانوداوظيفه ده چې بايد خپل اولادونه سالم وروزي دبل حق اوخپل حق وروپيژني کله چې دبل حق مراعات شوومشکلات نه پيښيږی ٠
رابه شم سياسي اوتروريستي مسلوته دلته حکومت مسؤل دی چی دخلکو امنيت وساتی که نارينه وي ښځينه وې اويا ماشوم وی دټولنی دامن ساتونکی معلوم دي لطفا دی احساس دمسؤليت وکړی مسلکي اوداهل کار خلک دي په کار وګمارل شي ٠نن سباښځې په چړی حلاليږی په ټوپک ويشتل کيږی اوبمباردکيږی چې داټول جنايتونه دی په ټوله دونيا خصوصا افغانستان کې ښځې مجبوره کيږی اوځان وژني چې دا په ژوندکې ناکامي اوبي همتي ده دشريعت له مخې لويه ګناه ده مسؤل وزارتونه اورياستونه بايد داتوضح اوتشريح کړي چې ځان وژل ګناه ده انسان بايد دخپل ځان دوژلو تصميم ونه نيسي نوری ډيری لارې شته چې خپل مشکل په اسانه حل کړی پدی هکله بايد ميډياوی اونشرات بصري اونثري نشرات تمثيلي پارچې اجراشي په سپارښتنوداکارنه کيږی چې مونږ فلانی ملاته پيسي ورکړی چې هغه په جوماتونوکې تبليغ وکړي ښځوته ښځې دخپلوتجربوپه اساس ښه رهنمائی کولې شي ښه قناعت ورکولی شي حتا دميړه خواښۍ اوخسرحقونه ورته تشريح کولې شي ٠
په ښونځيو اوپوهنځيوکې بايد دلکچراودرس په شکل تدريس شي کليوالوسيموته مبلغين لاړشي عوام دې راټول کړي اوتشريحات دې ورکړي دټولنی اصلا ح اودذهنونوروښانه کول دحکومت وظيفه ده ٠
راځئ ټول افغانان که نارينه وي اوياښځينه خير وغواړو اودشر مخه ونيسوو٠
په درنښت ميامحمد بشريار

ميامحمد بشريار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب