د یو جنګي سر تیري د پند نه ډکه کیسه

نن مجبوره شوم ، چی د دښمن په یوه سر تیری باندی ډز وکړم ،کله چي پرمځکه راوغوځیدی، نو د خپل د ښځي نوم یې واخیست او څو ځلي یی ږغ وکړ ماریا ،ماریا او زما د سترګو وړاندې یې ساه ورکړه ، یوه غاړکی یې په غاړه کې ځړیدلي وه، چی د یوی ښځي او یوی ماشومی عکس په کې وو ،او په قوی ګمان سره چی همدا ماریا وه ،د ده ماینه یا ښخه ،باور وکړه چي د ځانه څخه مې نور بد راغي ،او د جنګه څخه می ډیره کرکه ، اګرکه ډیر ځله به ما کوښښ کاوه چي د دښمن خپه په نښه کړم. او هغه هم په دي منظور چې دښمن زما د تعقیب څخه لاس واخلي ،خپلي اوچتي انساني همدردۍ او زړه سوانده دا اجازه نه راکوله ،چي انسان ووژنم، او دا ځما عادت وو، چي هر کله به می دښمن د خپي له خوا ټپي کړ، خو له بده مرغه څرنګه چي ما د دي سر تیری خپه په نښه کړه ،هغه نا څاپه سر ټیټ کړ او مرمۍ د ده په سینه ولګیده ،اوس به نو د هغي دا وړه ماریا  څومره د دي انتظار وباسي، او د ده ماریا به څومره شالونه او ګرمی جامی اوبدی ،او پلوری تر څو خپله ګذاره پری وکړي، په دې تمه چې یوه ورځ به یې څښتن د جګړې څخه بیرته راوګرځي، ماریا بیچاره به په دې هم نه پوهیږي ، چې د ده څښتن د باران د لاندې د آخري ځل له پاره د ده نوم په خوله واخیست ،د بشر بد ترینه فکر اوتصور جنګ دی ، ما په خپل ماشومتوب کې دا فکر کاوه ، چي مګر دا انسانان مجبور دی چی سره و جنګيږی ؟ او اوس ګورم هوکي ځیني وخت مجبور دي ،ځکه هغوی چي د جنګ دستور ورکوی ،د باران ،چقړو،خټو،یخنیو،ولږه ،او بی خوبیو د ستم لاندی نه دي، او د مرمیو د بارانه څخه هم بچ دي ،او د ماریا د شنو سترګو د لیدو په آرمان نه مري .هغوی په خپل ګرمو کورونو کې په پستو فرشونواو بالښتونو ډډه لګولي وي ، او حلقه حلقه د سګروټو دودونه هوا ته غورځوی ،کاشکي می خپله سلاح یا وسله د هغه کسانو و سیني ته نیولي وای ، هغوی چي په خپل ګرمو کورونو کې ناست وي ، او ماشومان یي په لویو ،پراخوحوضونو کې لامبي او د نیا د ټولو نعمتونو څخه برخورداره وي ،او هغوی په ډیر قیمتي قلم ، لکه د ماریا په شان د زرګونوماریا ګانو د څښتنانو د مرګ حکم لاسلیک کوي.

سید عبیدالله نادر

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب