کیله؛ د کیلې په اړه معلومات او طبي ګتې یې

 

کیله* Musaceae*  له کورنۍ څخه  ده او مختلف انواع او ډولونه لري چې په ګرمو سیمو کې کرل کېږي، کیله بوټی  دی، پاڼې یې ډېرې پلنې او غټې دي چې تقریباٌ تر (۲) متره پورې رسېږي، مېوه یې په اوله کې شنه او وروسته ژیړ رنګ پیدا کړې خالداره کیله (۸) ځلی تر بې خالداره کیلې ګټوره وي.

ویل کېږي چې کیله (۴۰۰۰) کاله مخ کې په هندوستان کې کرل کېده او اوس په مختلفو سیمو کې کرل کېږي، باید وویل شي چې د افغانستان اقلیمي شرایط د کیلو د تولید لپاره مناسب نه دي او په افغانستان کی نه کرل کېږي او له نور هیوادونو راواردېږي.

د کیلې ګټې:

۱- کیله د A,B1,B2,B3 ,C ویټامینو لري چې خوړل یې د بدن لپاره ډېر ګټور دي .

your ads

۲- کیله ډېر پتاسیم لري چې د سر طان مخنیوی کوي او همدارنګه د کيلې خوړل د عضلاتو لپاره کټور دي.

۳- کیله د پېچ  او خونی پېچ د درمان لپاره ګټوره ده.

۴- د کیلې خوړل د هغه چا لپاره چې ډنګر او کم خونه وي ډېره ګټورده.

۵- د کیلې خوړل معدې او جنسي نیرو تقویت کوي .

۶- د کیلې خوړل د معدې او رودي د زخم د رمان کوي.

۷- د کیلې د ګل شیره د پېچ لپاره درماني ده .

۸- د کیلې د بوټي برګ د سوي پوست د جوړېدو لپاره په کار اچوي.

۹- د کیلې خوړل د هغو خلګو لپاره چې سرد مجازه وي په معده کې یې ګاز پیدا کوي، باید یوه اندازه مالګه ور سره وخوړل شي.

۱۰ ـ د کیلې خوړل د اعصابو د سیستم  د رشد او تعادل د تامین لپاره ښه اثر لري.

۱۱- کیله د بدن د ضعف د درمان لپاره باید له عسلو سره یو ځای وخوړل شي.

۱۲- د کیلې خوړل د هغه چا لپاره چې د شکرې ناروغۍ لرۍ ښه نه ده باید ونه خوړل شي، ځکه چې کیله ډېر قند لري.

باید ووایو چی کیله باید حتمي وخورو ځکه چې خوړل یې ګتور دي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب