حبشې ته د مسلمانانو هجرت

لومړی هجرت

دنبوت دڅلورم کال په ورستیوکې کله چې پر مسلمانانو د مکې د مشرکانو ظلم ورځ تر بلې په زياتېدو شو؛ نو محمدصلی الله عليه وسلمد الله جل جلاله په لارښوونه  پرېکړه وکړه چې مسلمانان دې حبشې (اوسنۍ ايتوپيا) ته هجرت وکړي څو له يوې خوا د کفارو له ربړونو څخه خوندي شي او له بلې خوا د حبشې خلکو ته د اسلام بلنه ورکړي.

هماغه و چې د نبوت  په پنځم کال عثمان بن عفان له خپلې مېرمنې (رقيه) او خواوشا څوارلس نورو صحابه وو رضي الله عنهم په گډون د شپې په پټه له مکې څخه ووتل او د سمندر له لارې حبشې ته واوښتل چې دا د اسلام په تاريخ کې لومړنی هجرت بلل کيږي.

قريشو د اسلام د خپرېدو له وېرې مسلمانان نه پرېښودل چې له مکې څخه ووځي؛ ځکه يې هڅه وکړه چې ددغو مسلمانانو مخه ونيسي او په لټه کې يې ووتل خو وړاندې له دې چې مشرکان د سمندر غاړې ته ور ورسيږي، مسلمانان د دوو کښتيو په مټ حبشې ته پورېوتي وو.

دنبوت په پنځم کال دروژې په میاشت کې محمد صلی الله عليه وسلم  په داسې حال کې حرم ته ولاړ چې هلته دقریشو مشران او مخور ناست و،محمد صلی الله عليه وسلم  ودرېد او دنجم سورت تلاوت یې پیل کړ، دغو کافرانو له دې نه مخکې دقران تلاوت نه وه اورېدلی ځکه چې دوی به یوبل ته دقران دنه اورېدلو توصیه کوله.

کله چې کافرانو دنجم سورت تلاوت واورېده؛تلاوت یې په زړونواغیزه وکړه او هغه نفرت او کینه چې یې له حق سره درلودله له منځه ولاړه او په غوریې دقران تلاوت واورېد، کله چې محمد صلی الله عليه وسلم  دنجم سورت وروستی ایت(فاسجدو لله واعبدو) تلاوت کړ، مشرکانوپه خپلو ځانونو ولکه ټینگه نشوه کړای او سجده یې وکړه.

your ads

دغه خبر دحبشې مهاجرو ته ورسېد خو په هغه بڼه ونه رسېد په کومه بڼه چې یې حقیقت و،هغوی ته داسې خبر ورسېد چې ټول قریش مسلمانان شوي دي نو هغوی ټول له حبشې نه بېرته مکې ته راوگرځېدل کله چې مکې ته نژدې شول نو حقیقت ورته معلوم شوچې هغه څه چې دوی اورېدلي و بې ځایه دي اوحقیقت داسې نه دی، ځینې له همدې ځایه بېرته حبشې ته ستانه شول او ځینې نور بیا په پټه مکې ته ننوتل.

[irp][irp][irp]

 حبشې ته دويم هجرت

په حبشه کې مهاجرو مسلمانانو خبر تر لاسه کړ چې د مکې مشرانو ايمان راوړي؛ نو هغوی په دې هيله بېرته مکې ته را ستانه شول چې ښايي اوس د مکې مسلمانانو د ارامۍ سا اخيستې وي؛ خو چې ويې کتل هغه خبر ناسم و او مشرکانو پر مسلمانانو تر پخوا ډېر ظلمونه کول؛ نو بېرته حبشې ته ستانه شول او دا ځل ورسره د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د کاکا زوی جعفر بن ابي طالب په گډون څه باندې سل تنه نور مسلمانان هم ملگري شول .

ام سلمه  رضي الله عنها  وايي: د اسلام لومړنۍ ورځې وې کافرانوبه مسلمانان ډيرځورول او نه يې پريښودل چې د يو الله عبادت وکړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته دابوطالب اوکورنۍ په مخ چا ډيرڅه نشو ويلاى؛ خو صحابه کرام به يې ډير تکليفول اخر پر مسلمانانو د مکې ځمکه تنگه شوه او نور ورته په خپل کلي کې د مسلمان په صفت اوسېدل  گران شول؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم  امر وکړ چې ځينې صحابه دې حبشې ته هجرت وکړي هلته د يو داسې پاچا واکمني ده چې پرچا ظلم او تيرى نه کيږي هلته اوسيږئ تر څو چې الله پاک  اساني راولي.

راوي وايي: صحابه کرام څو ډلې روان شول او حبشې ته په رسيدو ټول سره يوځاى شول ډيره ښه سيمه وه او وسيدونکي يې هم ډير ښه خلک وو مونږ ډير ارام ژوند کاوه او د الله پاک  په عبادت کې مو دهيڅ خطر احساس نه کاوه، هلته په مکه کې قريش خبرشول چې مسلمانان يوداسې سيمې ته تللي چې هلته بې غمه ژوند تيروي؛ نو ډير پريشان او خواشيني شول ټول رايوځاى شول او پريکړه يې وکړه چې بايد نجاشي ته جرگه وليږو او ددې خلکو د بيرته را ليږلو غوښتنه ترې وکړو، ټول په همدې خبره سلا شول؛ نو عمرو بن العاص او عبدالله بن ابى ربيعه يې حبشې ته را وليږل او دنجاشي هرقومندان ته يې جلا جلا تحفې راوړې،  دوى دواړو ته ويل شوي و چې د نجاشي هرقومندان سره جلا جلا ووينئ هريو د ځان په هکله باوري کړئ اوهڅه وکړئ چې پخپله نجاشي مسلمانانو سره ونه ويني، عمرو او عبد الله چې راغلل د نجاشي هرقومندان سره يې جلا جلا وليدل تحفې يې ورته وړاندې کړې او ټوله کيسه يې ورته وکړه ويل موږ د دې له پاره راغلي يو چې زموږ د قوم څوتنه بې عقلانو ستاسو په سيمه کې پنا اخيستي ده موږ له پاچاڅخه غوښتنه کوو چې داخلک بيرته موږ ته را وسپاري؛ نو تاسو زموږ د خبرې ملاتړ وکړئ، ټولو ورسره هوکې کړه ويل موږ به ستاسودهرې خبرې ملاتړ کوو، بيا دواړه پاچاته ورغلل لومړى يې رنگينې څرمنې په تحفه کې ورته وړاندې کړې -هغه چې د نجاشي ورسره مينه وه- بيا يې ورته وويل: پاچا سلامت! زموږ د قوم يوڅوبې عقلانو خپل دپلار-نيکه دين پريښى او يو داسې دين يې خپل کړى چې نه ستاسو دين (عيسائيت) سره سمون خوري او نه يې موږ پيژنو دا خلک ستا سيمې ته راغلې او دلته يې پنا اخيستي ده، کورنيو يې موږ را وليږلو چې ستاسو نه ددوى دبيرته راسپارلو غوښتنه وکړو، دا خلک موږ ډيرښه پيژنو دوى به کله هم ستاسو دين ونه مني چې تاسو يې مرسته کوئ، نجاشي ته غصه ورغله ويل ترهغو به دا خلک زه تاسو ته ونه سپارم چې پخپله يې ما ورسره خبرې کړي نه وي او پوره فکر مې نه وي کړى! زه څنگه داسې خلک چاته وسپارم چې ټوله  نړۍ يې پريښي او زما په ملک کې يې پنا اخيستې ده؟! زه به پوره پلټنه کوم که هغوى رښتيا همداسې خلک وي چې تاسو واياست؛ نوخپل قوم ته به يې ور وسپارم او که خبره بل ډول وه بيا به يې د قوم سترگې پرې يخې نه کړم اوددوى هرډول ساتنه به کوم،استازى يې وليږه مسلمانان يې را وغوښتل هغوى چې راغلل سلام يې وکړ او لکه د نورو خلکو سجده يې ونه کړه، پاچا پوښتنه ترې وکړه چې د عمرو او عبدالله غوندې سجده مو ولې ونه کړه؟ جعفر رضي الله عنه  -چې د مسلمانانو د ډلې مشر و- ورته وويل: موږله الله نه پرته بل چاته سجده نه کوو، نجاشي ورته وويل: ستاسو کوم دين دى عيسايان ياست که يهوديان؟ دوى ورته وويل: نه عيسايان او نه يهوديان يو، ويل دخپل قوم په دين ياست؟ دوى ورته وويل: نه! ويل نو ستاسو کوم دين دى؟ جعفر رضي الله عنه  ورته وويل: زموږ دين اسلام دى، نجاشي پوښتنه وکړه چې اسلام څه ته وايي؟ جعفر  رضي الله عنه  ورته وويل: اسلام خلکو ته لار ښوونه کوي چې د يو الله عبادت وکړئ او هيڅوک مه ورسره شريکوئ، پاچا ويل دا دين تاسو ته چا راوړى؟

[irp][irp][irp]

جعفر  رضي الله عنه  ورته وويل: دا موږ ته هغه چا راوړى چې موږ يې ټوله کورنۍ او ټبر ډير ښه پيژنو هغه دالله داسې استازى دى لکه پخوا به يې چې نورو قومونه ته را ليږل، د هغه لارښوونې دادي چې نيکي کوئ، صدقې ورکوئ، ژمنې پوره کوئ، په امانت کې خيانت مه کوئ، د بوتانو عبادت مه کوئ او د يو الله عبادت کوئ، موږ باور لرو چې هغه څه وايي ټول د الله له لوري دي او هغه د الله ريښتونى استازى دى، زموږ قوم چې دا خبرې واوريدې دروغ يې وگڼلې دښمني ته يې ملاوې وتړلې او درسول الله صلی الله عليه وسلم  د وژلو گواښونه يې وکړل دوى غواړي موږ بيرته د بوتانو عبادت ته اړ باسي؛ نو موږ ددوى د مقابلې توان نه درلود ځکه تاسو ته راغلو، نجاشي وويل: قسم دى دادين هم د هغه نور برخه ده له کوم نور نه چې د موسى  عليه السلام  دين را وتلى و بيا يې پوښتنه ترې وکړه چې تاسو دعيسى عليه السلام  په هکله څه واياست؟ جعفر رضي الله عنه  ورته وويل: هغه د الله بنده او رسول دى او هغه فرمان و چې مريمې ته يې وليږه او د الله له لورې يو روح او د هغې پيغلې زوى و چې جلا به اوسيده، نجاشي چې دا خبرې واوريدې له ځمکې يې يو ډکى راپورته کړ ويل: تاسو چې څه وويل عيسى عليه السلام  له دېنه دومره هم زيات نه دى، درباريانو يې چې داخبره واوريده ورته ويې ويل: پاچا سلامت! که د حبشې خلک ستا له دې خبرې خبرشي له پاچايي به دې لرې کړي، نجاشي وويل: قسم دى چې زه به دعيسى عليه السلام  په هکله تردې يوه خبره هم زياته ونه کړم! هغه وخت چې الله پاک  ماته پاچايي راکوله د خلکو يې هيڅ پروا ونه کړه؛ نو اوس زه څنگه د الله د دين په هکله له خلکو وډار شم؟ له داسې څه نه پنا غواړم .

امام احمد رحمه الله  دام سلمه رضي الله عنها  له خولې په يو وږد حديث کې ليکي:…نجاشي صحابه کرام خپل دربار ته وغوښتل هغوى چې راغلل د سيمې ټول درباريان د پاچا گير چاپيره ناست دي او خپل کتابونه يې پرانستي دي نجاشي صحابه وو نه پوښتنه وکړه چې دا کوم دين تاسو غوره کړى چې نه يهوديت دى نه عيسائيت او خلکو يې په سر له وطنه شړلي ياست؟ د مسلمانانو له خوا جعفر  رضي الله عنه  دخبرو استازيتوب کاوه هغه ورته وويل: پاچا سلامت! پخواموږ دومره ناپوه وو  چې بوتانو ته به مو سجدې لگولې، مردارې مو خوړلې، بې حياکارونه موکول، خپلولۍ مو پرې کولې، گاونډيانو سره مو بدچلن کاوه او ځواکمنو به مو دبې وزلو حقونه خوړل، همدا حالت روان و چې الله پاک  يو داسې سړى خپل استازى را وليږه چې حسب او نسب، ريښتونولي، امانتداري او پاک لمني يې موږ ته له پخوانه معلومه وه، هغه موږ ته لارښوونه وکړه چې ديو الله عبادت وکړو او پلار و نيکونو مو چې دکاڼو عبادت کاو هغه پريږدو، رښتيا ووايو، امانتداري وکړو، صله رحمي وکړو، گاونډيانو سره ښه چلند وکړو، حرام کارونه او له ناحقه وينې تويولو لاس واخلو، بې حيايې ونه کړو، په دروغه گواهي ورنکړو، د يتيم  مال ونه خورو په پاکو ميرمنو ناحقه تورونه ونه لگوو، ديوالله عبادت وکړو او څوک ورسره شريک نه کړو، لمونځونه وکړو، زکات ورکړو ا ونورې ډيرې نيکې لارښوونې…، موږ د هغه خبره ومنله ايمان مو پرې راوړ او د هغه ټولې لارښوونې مو پلې کړې، له بوتانو لاس په سر شوو او ديوالله عبادت ته مو مخه کړه، د الله حرام مو حرام وگڼل او د الله حلال مو حلال وگڼل، د دې پايله دا شوه چې زمونږ  قوم پرموږ ظلمونه پيل کړل او هيڅ ډول تکليفونه يې را نه ونه سپمول، ددوى غوښتنه دا وه چې موږ بيرته د بوتانو عبادت پيل کړو او هغه ناروا کارونه چې پخوا به مو روا بلل يوځل بيا ورته مخه کړو په دې لاره کې مونږ ددوى له لاسه ډير کړاوونه وگالل او چې پوه شوو نور مو دوى د الله جل جلاله  د لارې خنډ جوړيږي؛ نوخپل کور-کلى مو پريښودل ستا وطن ته راغلو او تر نورو خلکو مو ستاگاونډيتوب غوره وباله په دې هيله چې ښايي ستا ترڅگ څوک ظلم را باندې ونه کړي، نجاشي وويل: ستاسو پيغمبر چې د الله له لورې کوم کلام راوړى تاسو کولاى شئ يو څو توري يې ماته واوروئ؟

[irp][irp][irp]

جعفر رضي الله عنه  ورته وويل: هو! د سورت مريم له سره يې تلاوت پيل کړ او چې يو څو اياتونه يې ولوستل د پاچا په گډون ټولو پادريانو ډير زيات وژړل، نجاشي وويل: قسم دى چې دا کلام او هغه چې موسى  عليه السلام  راوړى و، د يوه نور برخه ده او د قريشو استازو ته يې وويل: ځئ! ددوى درسپارلو فکر هم ونه کړئ! استازي دواړه له درباره ووتل نوعمرو وويل: زه به ددوى خوښ شم! سبابه يې پاچا ته داسې عيبونه افشا کړم چې ددوى جرړي به وباسي، عبدالله  بن ابى ربيعه -چې په دې مسله کې يو څه نرم و- ورته وويل: خير دى گزراه کوه! که نور هرڅنگه دي اخر موخپلوان دي؛ خو عمرو په خپله خبره ټينگ و ويل زه به هرومرو پاچا ته وايم چې دوى عيسى عليه السلام  ته د الله بنده وايي، همداسې يې وکړل سبا ورغى نجاشي ته يې وويل: پاچا سلامت! دا خلک د عيسى  عليه السلام  په هکله ډيره درنه خبره کوي تاسو يې را وغواړئ په دې هلکه پوښتنه ترې وکړئ چې څه وايي، نجاشي استازى وليږه ويل پاچا وايي دربار ته راشئ زه له تاسو دعيسى عليه السلام  په هکله څوپوښتنې لرم، ام سلمه  رضي الله عنها  وايي: دا خبر موږته ترټولو زيات خواشينونکى و  ټول را يوځاى شوو او مشوره مو وکړه چې د پاچا په وړاندې د عيسى  عليه السلام  په هکله بايدڅه ووايو؟  اخر مو پريکړه وکړه چې هغه څه به وايو کوم چې الله جل جلاله  ويلي دي اورسول الله صلی الله عليه وسلم  يې څنگه لارښوونه کړې ده، صحابه کرام چې دربار ته ورغلل پاچا پوښتنه ترې وکړه چې تاسو دعيسى عليه السلام  په هکله څه واياست؟ جعفر رضي الله عنه  ورته وويل: موږ د هغه په هکله هغه څه وايو چې زموږ نبي يې راته لارښوونه کړې ده هغه چې عيسى عليه السلام  د الله بنده، رسول او هغه فرمان دى چې بي بي مريمې ته يې وليږه اوعيسى  عليه السلام  د الله روح دى، نجاشي له ځمکه نه يو ډکى را پورته کړ ويل قسم دى چې عيسى عليه السلام  ددې ډکي برابر هم له دې زيات نه دى، په دې خبره ټول پادريان يوله بله وبڼيدل نجاشي ورته وويل: که تاسو هر څومره بد وگڼئ خبره همداسې ده بيا يې صحابه وو ته مخ ورواړو او درې ځله يې وويل: ځئ بې غمه گرځئ تاسو ته هيڅوک څه نشي ويلاى اوکه هر چا څه درته وويل هغه به تاوان گالي که ستاسو د يوه ملگري د لږ تکليفولو په بدل ماته څوک د سرو زرو پوره غر راکړي زه به يې ونه منم، ويل قسم دى هغه وخت چې الله پاک  ماته زما پاچايي بيرته راکوله هيڅ رشوت يې رانه وانه خيست؛ نو زه اوس څنگه د الله په معامله کې له خلکو رشوت واخلم؟ او هغه وخت زما د پاچايي په هکله الله پاک  د خلکو خبره ونه منله؛ نو زه څنگه دالله باره کې دخلکو خبره ومنم؟ دقريشو استازو ته يې وويل: ځئ خپلې تحفې مو وړئ! دواړو خپل سامانونه را ټول کړل او (په خوارو خولو) له درباره ووتل، ام سلمه رضي الله عنها  وايي: موږ په ډير اطمنان خپل ورځنيز ژوند ته دوام ورکړ ډيره ښه سيمه او ډير ښه گاونډيان مو وو، شپې ورځې تيريدې بله ورځ ناڅاپه د نجاشي پرسيمه دښمنانو بريد وکړ او غوښتل يې هغه له واکه وغورځوي، موږ ډير خوابدي شوو او فکرمو کاوه چې که خداى مکړه نجاشي له منځه ولاړشي بل به داسې سړى راشي چې زموږ حق به نه پيژني، نجاشي خپل فوځ تيار کړ او د دښمن مقابلې ته د ”نيل“ سيند نه پورې غاړې ور واوښت.

دلته صحابه وو مشوره وکړه چې څوک کولاى شي له سيند نه پورې وځې چې دجنگ حال راوړي؟ زبير بن العوام  رضي الله عنه  -چې په ټولوکې کشر و- پاڅيد ويل زه ورځم، صحابه وو يې په خيټه پورې د اوبو خالي مشک وتاړه او په لامبو پوريووت، ټولو صحابه وو نجاشي ته دبري دعاوې کولې او انتظار وو لږ وروسته گورو چې زبيربن العوام  رضي الله عنه  په منډه را روان دى او له ليرې نه څادر ښوروي ويل زيرى مې درباندې نجاشي بريالى شو او دښمن ته الله پاک  ماتې ورکړه!!

ام سلمه رضي الله عنها  وايي: داسې خوښي موږ په ټول عمر نه وه ليدلې، نجاشي بريمن راستون شو او په ټوله سيمه يې ولکه لا ډيره شوه اوحبشه يوځل بيا دنوموړي ترولکې لاندې راغله.

جعفر بن ابي طالب  رضي الله عنه  په يو بل روايت کې وايي: موږ په حبشه کې وو چې د ابو سفيان دوه استازي (عمرو او عماره بن وليد) نجاشي ته له تحفو سره راغلل او ورته ويې ويل: پاچاسلامت! زموږ دکلي څو تنه بې عقلانو دخپل پلار-نيکه دين پريښى او ستا په وطن کې يې پنا اخستې ده موږ راغلي يو چې تاسو هغوى بيرته موږ ته راوسپارئ، نجاشي ورته وويل: ترڅوچې ماپخپله دهغوى خبرې اوريدلي نه وي هيڅ پريکړه نه کوم؛ نواستازى يې راوليږه موږ يې دربارته اوغوښتو اوپوښتنه يې رانه وکړه چې ددې خلکو په هکله تاسوڅه واياست؟ موږ ورته وويل: دوى دبوتانوعبادت کوي او موږدالله پاک  پرراليږلي استازي ايمان راوړى او د هغه پيروي کوو، نجاشي هغوى نه پوښتنه وکړه چې دوى ستاسو غلامان دي؟ هغوى ورته وويل: نه! ويل ايا دوى ستاسو پوروړي دي؟ ويل: نه! ويل بيايې نو خپلې مخې ته پريږدئ! موږچې له درباره را ووتو عمرو نجاشي ته ور وړاندې شو ويل پاچا سلامت! تاسو چې دعيسى عليه السلام  په هکله کومه عقيده لرئ دوى د هغه ولټه خبرې کوي، نجاشي ويل که داسې وي زه به دوى د يو ساعت له پاره په خپل وطن کې پرې نږدم استازى يې را وليږه موږ يې بيا دربار ته اوغوښتو اوداغوښتل زموږ له پاره تر اول ډير پريشانونکى و، چې راغلو نجاشي پوښتنه وکړه وېل ستاسو پيغمبر دعيسى عليه السلام  په هکله څه وايي؟ موږ ورته وويل: هغه وايي چې عيسى عليه السلام  د الله پاک  روح او هغه فرمان و چې له سړونه جلا اوسيدونکي پيغلې ته يې وليږه، په دې خبره نجاشي امر وکړ چې هغه فلانى فلانى راهب او فلانى فلانى پادري را وغواړئ! هغوى چې راغلل نجاشي پوښتنه ترې وکړه چې تاسو دعيسى  عليه السلام  په هکله څه واياست؟ هغوى ورته وويل: پاچاسلامت! ته ترموږ ټولو لوى عالم يې ، نجاشي له ځمکې يو ډکى را پورته کړ ويل په دې هکله چې مسلمانان څه وايي عيسى عليه السلام  ددې ډکې هومره هم تر هغې زيات نه دى، بيا يې موږ ته مخ راواړو ويل څوک خو به مو ځوروي نه؟ موږ وويل: ځينې خلک مو ځوروي؛ نواعلان يې وکړ چې که هرچادغه مسلمانان بيا وځورول هغه به دوى ته څلور درهمه جرم ورکوي بيا يې موږ ته کړل: څلور درهمه بس دي؟ موږ ويل نه! بيا يې اعلان وکړ ويل: که هرچادوى ته تاوان ورساوه هغه به دوى ته اته درهمه جرم ورکوي، موږخپل ورځنيز ژوند ته دوام ورکړ او بياچې رسول الله صلی الله عليه وسلم  مدينې ته هجرت وکړ او الله پاک  برى ورکړموږ نجاشي ته ورغلو اوورته ومو ويل: پاچاسلامت! رسول الله صلی الله عليه وسلم  مدينې ته هجرت کړى او الله پاک  پر هغو ټولو خلکو برى ورکړى چې موږ ترې په ويره کې وو؛ نو اوس که ستاسو اجازه وي موږ به بيرته ورشو، ويل سمه ده! نو هريوه ته يې سپرلۍ اود لارې توښې راکړې او راته ويې ويل: ښاغلي مشر ته مو هغه ټول څه وواياست چې زما له خوا درسره وشول او زما يو استازى به تاسو سره لاړشي او زه گواهي ورکوم چې له الله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته اومحمد صلی الله عليه وسلم  د الله رسول دى هغه  صلی الله عليه وسلم  ته وواياست چې زما له پاره د بښنې دعا وکړي.

جعفر رضي الله عنه  وايي: موږ روان شوو اومدينې ته په رسيدو مو رسول الله صلی الله عليه وسلم  هرکلى وکړ اوما ته را ترغاړي وت، دا هغه ورځ وه چې مسلمانانو خيبر فتح کړى و رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: نه پوهيږم چې دخيبر په فتح خوشحاله يم او که د جعفر په راتلو؟ د نجاشي استازي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وويل: داجعفردى تاسو پوښتنه ترې وکړئ چې زموږ پاچا څه ډول چلن ورسره وکړ؟ جعفر  رضي الله عنه  وويل: هو! يارسول الله! ډير ښه چلند يې را سره وکړ او چې بيرته را تلو سپرلۍ او د لارې توښې يې هم راکړې او اقراريې کاوه چې له الله نه پرته د عبادت لائق بل څوک نشته او ته د الله رسول يې او ويل يې رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته ووايه چې ماته دعا وکړي، پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  لاسونه پورته کړل درې ځله يې وويل: خداىه نجاشي ته بخښنه وکړې! ټولو صحابه وو امين وويل، جعفر رضي الله عنه  وايي: استازى چې بيرته روانيده ما ورته وويل: چې ورسيدې پاچا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له ټولو کړنو خبرکړه.

 د صحابه وو ژوند،ليکوال:مولانامحمديوسف کاندهلوي/ژباړه: مولوي عبدالحق حماد

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب