جلا والی (Isolation)

د ټاکلي ليږدمهال په اندازه د باوري او شکمنو اخته شوو جلاوالی :(Isolation)

  • د چاڼيزو کړنچارو په مټ شکمنو پېښو موندل، نورو خلکو څخه جلا کول، ژر تر ژره تشخيص ډاډمنول او اړینه درملنه تر سره کول. جلا والی بايد لږ تر لږه د اعراضو او علايمو له پيله تر ۷ ورځو، یا تر ښه کیدو وروسته تر درې ورځو پورې او د ښه ډاډمنتيا لپاره تر دوه اونيو وغځول شي.
  • له اخته ټولنو پاکو او بچ ټولنو ته د پیښو تگ او لېږد کلک بندول، څارل، د پېښو موندنې لپاره چاڼول او مثبتو پېښو بیلول اوژر تر ژره درملنه پیلول.
  • د روغتون دن ه درملنه کې د انتان مهارول، مرستندویه درملنه، د اکسیجن تیار ساتل، میخانیکي ساکښي ماشین یا د تیوب په مرسته اکسیجن ورکولاو د اړینو انتي بایوتیکو او درد آرامونکو درملو کارول د روغتیا پال اړینه دنده ده.
  • د باوري یا شکمن ناروغ خپلوان، دوستان، مل کاران، د لارې ملګري باید ژر تر ژره پيدا او په کور کېناستلو ته یې وهڅوو او اخته سیمو ته تګ راتګ ودرول (قرنطین) شي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب