جاپانیان، چینایان او کوریایان ولې سره ورته دي؟!

شاید ډیرو ته دا پوښتنه پیدا شوې وي چې جاپانیان، چینایان او کوریایان ولې سره ورته دي، د نورو هیوادونو وګړي یې په آسانۍ سره نشي پیژندلئ، چې دا چینائي دی او که کوریائي او که جاپاني؟ ځکه چې شکلونه یې سره ورته دي.
بله اساسي پوښتنه چې د دری واړو هیوادونو وګړي په طبیعي ډول د ټیکنالوژۍ په دور کې نسبت نورو هیوادونو ته مخکې روان دي، اقتصادي حالت یې هم تر نورو هیوادونو ښه دی، په ځانګړي ډول چین چې نړیواله کچه باندې لومړنی هیواد ګڼل کیږي، چې امریکا یې هم ورخطا کړې ده، ځکه خو هر وخت هڅه کوي چې چین اقتصادي رکود سره مخ کړي.

کوریایان بیا هم له چینایانو څخه کم نه دي، په ځانګړي دول شمالي کوریا له امریکا سره ډغرې وهي، هر وخت اخطارونه ورکوي، جاپانیان که څه هم جګړې لوري ته دومره پاملرنه نه کوي، مګر پرمختګ کې یې میدان ګټلی دی.

د دوی د ورته والي اسباب دری دي:
لومړی: دری واړه د یو نسل څخه دي، نژاد یې یو دی، سپین پوستي، منځني قد، پیتې پوزې او پټې سترګې لري.
دوهم: اتموسفیر هم مهم رول لري، د جغرافیې فیلسوفانو دا ثابته کړې ده چې د چین، جاپان او کوریا هوا یو شان ده.
دریم: غذائي خوارک دی، رښتیا هم چې دری واړو هیوادونو وګړي یو شان خوراک کوي، نو ځکه یې شکلونه سره ورته دي، او په ډیره آسانۍ سره یې توپیر ګران دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب