تيمم – د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: پلار جانه! که چېرته په کوم ځای کې اوبه نه وي، او يا هم څوک د اوبو د کارولو څخه زيانمن شي، نو څه وکړي؟

ځواب: په دغسې حالاتو کې کولای شي د اوبو پرځای په پاکه خاوره تيمم وکړی، په پاکه خاوره اودس کولو ته تيمم وايي، تيمم هغه چاته چې ناروغه وي، يعنې د اوبو د کارولو نه زيانمن شي يا اوبه ورڅخه يو ميل لرې وي او ونه شي کولای هغه ته لاس رسی پيدا کړي، جايز دی.

پوښتنه: پلار جانه تيمم په سمه توګه څنګه ترسره کېږي؟

ځواب: تيمم په دې بڼه ترسره کېږي:

په تيمم کې نيت فرض دی نو ځکه باید د ټولو د مخه داسې نيت وکړې:

«نيت کړم چې تيمم ترسره کړم ترڅو له نجاست څخه پاک، الله جل جلاله ته نږدې شم او لمونځ پر ما روا شي».

وروسته له نيته «بسم الله الرحمن الرحيم» ووايه او بیا د خپلو لاسونو ورغوي په پاکه خاوره يا لکه خاوره غوندې شي (خښته، تيږه، شګه، ګچ، رانجه او …) ووهه او خپل مخ پرې مسحه کړه، وروسته بيا د دويم ځل لپاره خپل لاسونه په خاوره ووهه، لومړی خپل ښی لاس د کيڼ لاس په ورغوي د ګوتو له څوکو د څنګل تر څټه او بيا کيڼ لاس د ښي لاس په ورغوي مسحه کړه.

هغه شيان چې اودس ماتوي هماغه شيان تيمم هم ماتوي(۱)، تيمم په لرګي، وسپنه، سره زر، سپین زر، مس، ښيښه،  زغال، کاغذ، نيلون او نورو پلاستيکي اجناسو باندې چې د خاورې له جنسه نه دي، نه ترسره کيږي.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

ـــــــــــــــــــ

(۱)ـ په الهدايه کتاب کې راغلي کله مو چې تيمم وکړ کولای شئ په هغې څومره چې وغواړئ فرض يا سنت لمونځونه وکړئ او په هغه کې کوم محدوديت نشته «ويصلي بتيممه ما شاء من الفرائض والنوافل» د کتاب د بيا ليکنې د پايڅوړ څخه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب