بې خوبي مو د شکرې په ناروغۍ اخته کوي

د امريکا شيکاګو پوهنتون ډاکټرانو يوې طبي څېړونکې ډلې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې بې خوبي وينه کې تېزابيت زياتوي او له امله يې انسان د شکرې په ناروغۍ اخته کيږي.

د شيکاګو پوهنتون طبي ټيم تېره پنجنشنبه «د اروپايي ډاکټرانو د شکرې ناروغۍ ټولنې» په مجله کې ليکلي، چې د شکرې ناروغۍ د پېښېدو او بې خوبي تر منځ ډېرې ژورې اړيکې دي.

څېړنه زياتوي، چې بې خوبي، يا لږ خوب په اوسنيو ټولنو کې بيخي ډېر عادت شوی، چې له امله يې د وينې غوړ زياتيږي او وينه کې انسولين کميږي.

پرله پسې بې خوبي انسان په ذهني ناروغۍ، شکرې او چاغوالي اخته کوي؛ ځکه چې د بې خوبي له امله پيدا شوې ستړيا د کوليسټرول هارمون زياتوي.

د دې څېړنې د پايلې په موخه د شيکاګو پوهنتون ډاکټرانو پر ۱۹ کسانو تجربه کړې، چې عمرونه يې د ۱۸ او ۳۰ کالو تر منځ وو او په دوه ډلو يې تقسيم کړي دي.

اولې ډلې ته يې ويلي، چې څلور شپې له ۷-۸ ساعته خوب وکړي.

دوهمې ډلې له درې تر څلور ساعته خوب کړی دی.

د خوب له دغې تجربې وروسته ډاکټرانو د دواړو ډلو د وينې تيزاب، هامونز، ګلوکوز، انسولين معاينه کړي دي.

د څېړنې په پايله کې راغلي، چې درې څلور ساعته خوب کوونکو کسانو په وينه کې تېزاب زيات شوي وو، د انسولين فعاليت يې لږ او د پخوا په پرتله يې د بدن په فعاليت کې توپير ليدل شوی.

د دغه څېړونکي ټيم مشرې ډاکټر «اسرا سالي» د څېړنې په پاي کې ويلي، چې د دوی له تجربې او څېړنې ښکاري، چې د بې خوبۍ او شکرې د ناروغۍ تر منځ ډېر تړاو شته، او دا ګواښ ډېر زيات دی، چې د بې خوبۍ له امله دې انسان د شکرې په ناروغۍ اخته شي.

د څېړنې په پای کې راغلي، چې اووه، اته ساعته خوب کول، چې د شکرې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ښه وسيله بلل کيږي.

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ