خیټې اضافي وزن کمولو لارې چارې

د خیټې اضافي وزن کمول یو له ستومانه کوونکو کارونو څخه دی خو د دې موخې لپاره لاندې لارې چارې به ډیره زیاته مرسته وکړي.

۱- خپل ورځ د لیمو له اوبو سره پیل کړئ. دا یو له غوره مشورو څخه دی چې ډیرو ډاکټرانو لخوا ورکول کیږي. د یو یا دوه لیمو اوبه په یو ګیلاس ټړمو اوبو کې واچوئ او لږه اندازه مالګه هم په کې زیاته کړئ. دغه عمل جاري وساتئ ځکه چې له دې سره د میتابولیزم فعالیت زیاتیږي او د خیټې اضافي وزن له منځه ځي.

۲- له وریجو ځان وساتئ. د وریجو پر ځای له غنمو څخه لاسته راغلي توکي وکاروئ. خپل ورځنۍ خواړه کې سبوس لرونکی ډوډۍ، حبوبات او اوربشې زیاته کړئ.

۳- له بوره لرونکي خواړه او مشروباتو څخه ځان وساتئ. بوره لرونکي خواړه او مشروبات د بدن په مختلفو برخو کې په خاص ډول په خیټه کې د اضافي وزن لامل ګرځي.

۴- د خیټې اضافي وزن کمولو لپاره زیاته اندازه اوبه وڅښئ. زیات اوبه څښل په بدن کې د میتالولیزم فعالیت زیاتولو سره له بدن له زهري موادو پاکوي.

۵- زیاته اندازه اومه هوګه استعمال کړئ. کوښښ وکړئ هر سهار دوه یا درې پلۍ اومه هوګه وخورئ او له پاسه پرې یو ګیلاس د لیمو اوبه وڅښئ. دغه کړنلاره نسبت نورو ته دوه چنده لږ وخت کې اضافي وزن له منځه وړي او په بدن کې د وینې دوران اسانوي.

۶- زیاته اندازه سابه او میوه استعمال کړئ. سابه او میوه د بدن ویټامینونه بغیر له وزن زیاتولو پوره کوي او اضافي وزن کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب