د خپلو ماشومانو په مخکې ناندرۍ مه وهئ

ډېر پلرونه او مېندې د خپلو بچيانو په مخکې ناندرۍ وهل او خپلو منځو کې اختلاف بې خطره انګيري، حتی ځيني داسې هم موندل کېږي چې د خپلو اختلافاتو فيصله خپله اولاد ته سپاري او بيا هر يو هڅه کوي چې خپلو بچيانو ته د يو لړ دلائلو په راوړلو سره د هغوی له ملاتړ څخه برخمن شي خو له بدغه مرغه د هغو ناوړه عواقبو څخه چې ددغه ډول مشاجرې تر شا پټ دي، خبر نه دي.

د رواني ناروغيو ډاکتر بدريه سويحب د ماشومانو په وړاندې د مور او پلار ناندريو د بدو عواقبو په اړه وايي:

هر ماشوم يوه آرام چاپيريال او له امنه ډکې کورنۍ ته اړ وي نو په کورنۍ او د مور او پلار په ژوند کې عدم استقرار، جنګ جدل او ناندرۍ د هغه پر نفس ناوړې اغېزې پرېږدي او له يو ډول نفسي او رواني اضطراب او ناکرارۍ سره  يې مخامخ او هغه ه په زړه کې ډول ډول عقدې پيدا کوي لکه په ځان بې باوره کېدل، د مور او پلار او يا د هغوی څخه د یوه په باب کرکه د واده کولو څخه ډډه او له واده نه وروسته د هغوی منفي کړنو تقليد چې له والدينو څخه يې ليدلي د مکتب او مدرسې پرېښودل او داسې نورې رواني ناروغتياوط ورته بیدا کوي چې کله يې دې ته اړباسي چې ددغو ستونزو او غمونو د هېرولو په خاطر يو شمېر بد عمله ماشومانو او يا ځوانانو ته د ملګرتيا لاس ورکوي او په دې ډول د انحراف او بد اخلاقۍ په لار روان شي چې بيا مور او پلار ته په هيڅ ډول ممکن نه وي چې د هغه مخه ونيسي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچينه: د پيغام اوونيزه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب