برېتانیا ( انګلستان )

برېتانیا ( انګلستان )

برتانيا او شمالي ايرلنډ له انګلستان ، ولز  ، سكاټلنډ او شمالي آيرلنډ څخه جوړې شوې ټولګې ته ويل كيږي . چې په پښتو او سيمه ايزو ژبو كې ورته په خلاصه توګه انګلستان ويل كيږي .

انګلستان د اروپا په شمال لويديځو څنډو كې پروت دى او له دوه اصلي ټاپوګانو څخه جوړ شوى دى  . يو چې سكاټلنډ ، ولز او انګلستان يې په ځان كې نغاړلي دي او بل يې شمالي آيرلنډ دى .

دغه هيواد له فرانسې څخه د مانچ  د كانال په وسيله بېل شوى دى چې د دغه هيواد په لويديځ كې پروت دى . كابو سوړ اقليم لري او پلازمينه يې لندن دى .

دغه هيواد تر اوسه له اروپايي اتحاديې سره نه دى يو ځاى شوى . پولي واحد يې پونډ دى او د وزن او طول مقياسونه يې غير متريك سيستم دى .

د دغه هيواد واكوالان وايي چې وړاندې لدې چې له اروپايي اتحاديې سره ددغه هيواد يوځاى كېدل ريفرانډم ته وړاندې شي بايد ټول اقتصادي بدلونونه راشي .

انګلستان بېلابېل كلتورونه په ځان كې لري . د تېرو كلونو په اوږدو كې زيات شمېر ملتونه په تېره بيا هندي ، بنګلديشي او چيني مليتونه دغه هيواد ته كډوال شوي . لندن پدې ورځو شپو كې د يو انګريز ښار په پرتله يو څو مليتي ښار ته ورته دى .

له سترو ټولنيزو مركزونو څخه له  لېرې كيدو سره سره په دغه هيواد كې دوديز انګليسي جوړښت ساتل شوى دى .

په دغه هيواد كې ژوند ته هيله په ښځينه وو كې تر ۸۱ كلنۍ او په نارينه وو كې تر ۷۶ كلنۍ پورې ده او اصلي دين يې مسيحيت دى او ۲.۷ سلنه خلك يې مسلمانان دي .

د ۲۰۰۱  كال د احصائيو په اساس په دغه هيواد كې ۵۱ زره كسان د اچ آى وي HIV  په ويروس ككړ وو او لږ ترلږه ۵۰۰ كسانو ترې د ايډز ناروغۍ له كبله خپل ژوند له لاسه وركړ .

سياست :

په انګلستان كې پارلماني ډموكراسي  واكمنه ده . البته نظام يې پادشاهي دى او ملكه  د هيواد په تر ټولو ستر ځاى كې په فرمايشي توګه ناسته ده . لومړى وزير د حكومت مشر او د سياسي چارو تصميم نيوونكى دى .

ملكه اوس مهال دوهمه اليزابټ ده او لومړى وزير يې ګرډن براون دى . دغه هيواد په اوږدو كلونو كې د نړۍ تر ټولو سترې ولكې او مستعمرې درلودې چې همدا اوس هم څوارلس سيمې په ليرې سمندرونو كې تر خپلې ولكې لاندې لري .

انګريزان يو متل لري چې وايي : لمر هيڅكله د برتانيا په ټاټوبي كې نه غروب نه كوي . چې دا دهغوى زياتو مستعمرو ته يوه اشاره ده .

د انګلستان لومړى وزير چې د حكومت مشر هم دى د واكمن ګوند له منځه ټاكل كيږي . لومړى وزير او كابينه يې بايد د ملكې تائيدهم ولري چې معمولاً ملكه هم هغوى تائيدوي .

په دغه هيواد كې قانوني عمر ۱۸ كاله دى او له دغه عمر سره خلكو ته د رايې حق وركول كيږ او قانوني مـسئوليتونه هم ورته متوجه كيږي .

د پرنس چارلز د ميرمنې پرنسس ډيانا د مرګ پېښه ددغه هيواد دوروستيو كلونو مهمه پېښه ده چې ددغه هيواد په سياسي حالاتو يې زيات شمېر اغيز هم كړى . ددغه۸ پېښې په بهير كې چې په ۱۹۹۷ كال كې پېښه شوه په پرنسس ډيانا سربېره  د هارودز د ځنځيري پلورنځيو د مالك زوى ن دودي الفائد او د موټر موټروان هنري پل هم خپل ژوندونه له لاسه وركړل .

په دغه هيواد كې د وروستيو كلونو بله مهمه پېښه د ۲۰۰۵ ميلادي كال د جولاى په اوومه نېټه ترهه ګره پېښه وه .

اقتصاد :

د ډبرو سكاره چې د برېښنا په توليدي صنعت كې ترې كار اخيستل كيږي د دغه هيواد مهمه كاني ماده ده . طبيعي تېل او ګاز چې په صنعتي ، سوداګريزو او هستوګنځيو مركزونو كې مصرفيږي او همدغه راز مګنيزيم ، فاسفټ ، مس او انتيموان يې نورې طبيعي سرچينې دي .

هر كال ۲.۳ ميليارډه كيلو واټه برېښنا له دغه هيواد څخه نورو هيوادونو ته صادريږي . د ۲۰۰۴ ميلادي كال د احصائيو له مخې په دغه هيواد كې ۲.۰۷۵ ميليونه بېرله تېل په ورځ كې توليديږي او داخلي مصرف يې هم م۱.۸۲۷ ميليونه بېرله دى . هره ورځ ۱.۹۵۶ بېرله تېل چې په برنت مشهور دي له دغه هيواد څخه صادريږي .

انګريزان همدغه راز هره ورځ ۱.۶۵۴ ميليونه بېرله تېل دغه هيواد ته واردوي چې معمولاً همدغه تېل دي چې په دغه هيواد كې په داخلي مصرف كې لګيږي .

د صادراتو په برخه كې د انګلستان سوداګريز شريكان امريكا 13.9 فيصده ،  آلمان 10.9 فيصده ، فرانسه 10.4فيصده ، ايرلند 7.1 فيصده ، هالنډ  6.3 فيصده ، بلجيم ۵.۲ فيصده او اسپانيا ۴.۵ فيصده دي .

ددغه هيواد كورنى ناخالص توليد په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې د نړيوال بانك د اعلان په اساس ۱.۹۲۸  تريليونه ډالره وو . ددغه توليد ۷۵ فيصده د خدماتو په برخه كې دى او ۲۴.۱ فيصده يې بيا د صنعت په برخه كې .

هغه څه چې له انګلستان څخه صادريږي د توليدي سامانونو ، سونګو ، كيمياوي ، درمليزو ، خوراكي ، څښاك او تنباكو مواد دي .

د وارداتو په برخه كې د انګلستان سوداګريز شريكان  آلمان 12.8 فيصده، آمريكا 8.9 فيصده، فرانسه 6.9 فيصده، هالنډ 6.6 فيصده، چين 5.3 فيصده، ناروې 4.9 فيصده و بلجيم 4.5 فيصده دي .

د دغه هيواد د اسعاري زيرمې د صندوق پانګه په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې ۴۷.۰۴ بېليونه ډالره برآورد شو . ۳.۴۸ ميليونه كاري ځواك لري او په دغه هيواد كې د بېكارۍ كچه ۲.۹ فيصده ده . ۱۷ فيصده خلك يې د فقر تر كرښې لاندې ژوند كوي .

دغه هيواد ۴۴۹ هوائي ډګرونه لري او ۱۶۵۶۷ كيلومټره اوسپنيزې غزېدلې لارې لري . انګلستان د ليږد راليږد د سيستم له نظره د نړۍ له پرمختللو هيوادونو څخه دى د لندن د ښار د مټرو سيسټم د نړۍ د مټرو پراخ او ښه سيسټم ګڼل كيږي .

بيرغ :

ددغه هيواد د بيرغ آبي دى چې سور صليب چې د پاتريك د دود نښه ده ، قديس د ايرلنډ حامي دى چې د سپين سنټ اندرو د صليب په نښان او د سكاټلنډ د حاملي په قديس تلاقي كيږي .

د دغه هيواد د بېرغ په رنګ كې كارشوي رنګونه او طراحي د دغه هيواد تر سلطې لاندې هيوادونو په بيرغونو كې هم ليدل كيږي .

اړيكي :

33.602 ميليون خط تلفن در اين كشور وجود دارد و 69.657 ميليون خط تلفن همراه. 228 كانال تلويزيوني در اين كشور برنامه توليد مي‌كند.

دامنه اينترنتي آن uk. است و 5.118 ميليون ميزبان اينترنتي در آن فعال است. اين كشور جزو كشورهاي با خطوط پرسرعت اينترنت در جهان است و 33.534 ميليون كاربر اينترنتي دارد.

په دغه هيواد كې ۳۳.۶۰۲ ميليونه ټلفوني كرښې فعالې دي او ۶۹.۶۵۷ ميليونه مبايل كرښې او ۲۲۸ ټلويژني چينلونه په دغه هيواد كې پروګرامونه توليدوي .

انګلستان په يو نظر :

نفوس

 60،587،300   نفر

پراخوالى

244،820 كيلومټره مربع

پولي واحد

  سترلينگ پونډ

ټلفوني كود

0044

انټرنيټي كد

.uk

عبدالله الهام جمالزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب