جاپانیانو څنګه وکړی شول چې د نړۍ په پرمختللو ملتونو کې لومړي مقام وګټي؟

د جاپان د میازکي پوهنتون د اینجنرۍ پوهنځې محصل

جاپاني ملت د نړۍ هغه ستر ملت دی، چې د نړۍ دوه یم نړيوال جنګ څخه وروسته يې په داسې حال کې د هېواد په بيا رغونه پيل وکړ، چې د هېواد هر څه يې د نړۍ د زبرځواکونو لخوا خاورې لوټي شوي او دوی ته هيڅ هم نه و پاتی پرته له يو کنډواله هېواد څخه، خو ددې هېواد خواريکښ ولس د هېواد د رغونې لپاره مټې را ونغښتې او په ډېر لږ وخت کې يې د نړۍ ډېر پرمختللي ملتونه په اقتصادي توګه مستعمره کړل او د نړۍ هر ګوټ ته يې خپل توليدات او تکنالوژي ورسوله، د جاپانيانو  دې سريع پرمختګ ګڼ لاملونه لرل خو په هغو کې ځيني يې ډېر مهم و.

د جاپانيانو د پرمختګ دا لس لاملونه و، چې هغوی يې د پرمختللي هېوادونو او يا په مجموع کې په اقتصادي توګه د نړۍ د تسخير کولو جوګه کړل:
۱-جاپان کي د لومړې صنف نه تر شپږم صنف پوري یو داسي مضمون هم تدریس کیږې چې په هغي کې د ورځنۍ کړنو او د خلکو سره د چلند په اړه د اخلاقو او سلوکو د څرنګولې باندي ماشومان پوهول کیږې.
۲-جاپان کې د لومړې صنف نه تر دریم صنف پوري د شاګرد ناکامولو هېڅ تصور نشته ځکه چې هغوې ته د تعلیم مقصد د هغوې تربیت او شخصېت جوړونه ده نه دودیز تعلیم.
۳-جاپانیان د نړۍ شتمن ولس دی خو د هغوې په کور کي هيڅ د نوکر یا خادم د ساتلو تصور نشې کیدلی، مور پلار او کوچنیان د کور د کارونو مسَّولیتونه په سر اخلې.
۴-د جاپانیانوماشومان هره ورځ د ښوونکو سره ۱۵ دقیقي د ښونځې پاکوالې کي ونډه اخلې چې د دي مقصد هغوې په اخلاقې توګه متواضع او په عملي توګه پاکوالي خوښونکې و روزې.
۵-د جاپان هر ماشوم د ځان سره ښونځې ته د غاښونو برش وړې چې د غرمي ډوډئ وروستو پري غاښ پاک کړې چې ددي مقصد هغوې د کوچنیوالې څخه پدي وپوهوې چي د خپل صحت خیال وساتې
۶-په ښونځیو کي منتظمین او ښونکي د شاګردانو نه نیم ساعت مخکې ډوډۍ خورې چې وکړی شي هغوی ته پخه شوې ډوډۍ کیفیت معلوم کړې ځکه هغوې پدی باور لرې چې همدا ماشومان د جاپان راتلونکي دي نو د دوې ساتنه ډیره اړینه ده.
۷- جاپان کې د صفاي کونکو ته ځانکړي نوم اخېستل کیږي چې تقریباّ د صحي اینجنیر تعبیر ترې کېږي، هغوې ته معاش۵ زره تر ۶زره امریکایې ډالر پوري ورکول کیږې او نوماندانو څخه تقريري او تحریرې ازموینه اخېستل کیږې.
۸-جاپان کې په موټرو، ریسټورانټونو او بند ځايونو کي د موبائل په کارلو بندیز دی، هلته په خاموش موډ کي موبایل ته یو خاص نوم اخېستل کیږې چې د هغي مفهوم تقریباّ اخلاق موډ دي
۹-جاپانیان که عام میلمستیا یا بو فیه ډوډۍ ته ورشې نو دا عادت لرې چې پلیټ کي هغومره اچوې څومره چې خوړلي شې، پلیټ کي د څه پریښودلو او د خوراک ضائع کولو عادت نلري.
۱۰-جاپان کي ټول کال کي د موټرو ځنډ صرف ۷ ثانیې وې، هغوې ته وخت ډېر ارزښت لري او د ثانيو په قیمت هم پوهبږې، که هر چا سره ګوري درته به وایې:
“Time means money”.

عبیدالله رحیمی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب