بديع الزمان سعيد نورسي

د ټولنيزې اصلاح وتلى عالم بديع الزمان سعيد نورسي په (١٢٩٣هـ – ١٨٧٨م) کال کې د ترکيې د کردستان په يوه کلې کې چې نورس نوميده د صالحې مور اوصالح پلار څخه وزيږيد. پلار  مرحوم يې ميرزا بن علي بن خضر بن ميرزا خالدبن ميرزا رشان نوميده او مور يې نوريه بنت ملا طاهر نوميده چې د ترکيې د بالکان له کلې څخه وه.

ابتدائي زده کړې يې له خپل مشر ورور څخه کړي او له دې نه وروسته د زده کړي په موخه ډيرو کلو او ښارو ته تللي او ډيرو علماوو ته د زده کړى په موخه ناست دي چې ټول علماء د ده ذکاوت ته ګوته په غاښ وو، د استاذ نورسي په ذکاوت هغه وخت ټولو اعتراف وکړ کله چې هغه د اصول الفقه لوي کتاب (جمع الجوامع) په يوه هفته کې مکمل زده کړ.

څرنګه چې استاد نورسي د علم ډير تږى و نو هرکله به يې له علماو سره علمي مباحثي کولي، همدا علت وه چې د (مشهور سعيد) په نامه وپيژندل شو، بيا د (تللو) ښار ته ولاړ او هلته يې د فيروز آبادي سيند(قاموس) تر (س) پوري زده کړ.
په ١٨٩٢ميلادي کال کې ملا سعيد (مادرين) ته ولاړ او هلته يې تدريس پيل کړ، د خلکو پوښتنې به يې ځوابولې، کله چې  دمادرين حاکم د ملا سعيد په پوهې باندي خبر شو ورڅخه يې غوښتنه وکړه چې له ده سره و اوسي، ده هم ومنله او له موقع څخه په استفادې يې مطالعه پيل کړه او منطق، علم الکلام، حديث، تفسير، فقه او نحو يې ولوستل.
په ١٨٩٤ميلادي کال کې د (وان) ښار ته ولاړ او هلته يې کيميا، بيالوژي، جيالوجې، فلک، رياضي، فلسفه او تاريخ ولوستل، د استاد سعيد نورسي د ډيري پوهي او ذکاوت له امله د علماو په منځ کې (بديع الزمان) په نامه وپيژندل شو.

په دې وخت کې استاد بديع الزمان سعيد نورسي په محلي اخبارونو کې وليدل چې د برطانوي استعمار وزير (ګلاډسټون) د برطانيې په پارليمان کې وکيلانوته وينا کوي  او وايې: تر هغې چې مسلمانانو کې قرآن وې ، موږ پرې نشو حاکم کيدي د دي لپاره يا بايد قرآن کريم له منځه يوسو او يا د مسلمانانو اړيکي له قرآن کريم سره وشلوو، کله چې بديع الزمان سعيد نورسي دا خبره واوريده له غصي او قهر څخه تک سور شو او يوي لويې غونډي ته يې په وينا کې وويل:  زه خپل ټول ژوند د قرآن کريم د خدمت او دهغه د فضايلو د لا واضح کيدو له پاره وقف کوم. له دينه وروسته د ترکيې پلازمينې اسلامبول (استامبول) ته ولاړ او هلته يې د عثماني  خلافت وروستې خليفه سلطان عبدالحميد ته د يوي  مدرسي د الزهرا په نامه د جوړولو وړانديز وکړ چې بيا يې د جامعه ازهر په څير يوه ديني مدرسه د الزهرا په نامه تاسيس کړه چې په دغه مدرسه کې به يې د ديني علومو ترڅنګ عصري علوم هم تدريس کول او د ده په خپله خوله چې وايي: ديني علوم د قلب رڼايې ده او د عقل رڼايې عصري علوم دي، چې که دا دواړه په يوه چا کې يوځاي شې دا به ډير موثر او مفيد تمام شې، له نيکه مرغه د ازهر د پوهنتون رئيس شيخ بخيت استامبول ته راغي، په دي وخت کې د هغه او د بديع الزمان ترمنځ اوږدي خبري وه شوي، د خبرو په ترڅ کې شيخ بخيت له بديع الزمان څخه پوښتنه وکړه:

د عثمانې حکومت او اروپايانو  په اړه څه نظر لري؟

بديع الزمان په عربې ژبه کې ځواب ورکړ: اروپا نن له اسلام څخه حمل اخستي يوه ورځ نه يوه ورځ به بچي زيږوي او عثمانې خلافت له اروپايې تهذيب څخه حمل اخستي دا به هم يوه ورځ بچي زېږوي.
شيخ بخيت په ډيره حيرانتيا سره وويل: له داسي زلمو سره بحث او مباحثه نشي کيدي.
په ١٩٠٨ميلادي کال کې د جمعيه الاتحاد الشرقي سره د مقابلي له پاره ده خپل تنظيم د الاتحاد المحمدي په نامه تاسيس کړ او دوحدت، آزادي او اصلاح شعارونه يې پورته کړل، خو د دې ترڅنګ يې د اسلامي شريعت دنفاذ لپاره  غوښتنه هم ورزياته کړه، هغه د يو منذر (ويروونکي) په څير  خپل قوم ته د ويري ورکولو دنده ترسره کړه وويل به يې: که موږ د اسلامي اصولو سره سمه آزادي ترلاسه نه کړه نو د غلامۍ او استبداد غوندي دوه ستر لعنتونه به پرموږ مسلط شي او زموږ حيثيت به د قرباني د څاروي وي.

your ads

د بديع الزمان له فعاليتونو نه د جمعيه الاتحاد الشرقي تر شا ولاړ د  فراماسون د اجنټانو غوږونه بوڅ شول ، دوي خپل يهودي مشر قرصو د بديع الزمان سره د کتني لپاره وليږه، خو هغه چې کله بيرته ورځني راغي خپلو ملګرو ته يې وويل: دا څه نا اشنا سړي دي دا لومړي ځل دي چې د اسلام په اړه د ده له خبرو څخه په ويره کې شوم.
بالآخره جمعيه الاتحاد والو ته د بديع الزمان د نيولو نه پرته بله لاره  پاتي نه شوه، چې په ١٩٠٩ميلادي کال کې د مارچ د مياشتې په پيښه کې ونيول شو، پنځلس ملګري يې اعدام شول، بيا يې دي راوغوښت، دوي په دي اعدامولو غوښتل بديع الزمان وويروي، خو چې کله يې دي محکمي ته راوغوښت ده د ټولو په وړاندي داسي وويل:
که زه زر ځله ژوندي شم او د اسلامي حقايقو نه د يوه حقيقت د ساتني په خاطر زما د ژوند قرباني ته اړتيا وي، زه به پکي هيڅ دريغ ونه کړم، زه له اسلامي امت نه پرته بل هيڅ هم نشم منلي، زه دخپلو اعدام شوو وروڼو خواته ورتلو ته تيار يم، تاسو ماته د تبعيد جزا راکړي خو زه وايم چې له دي هم سخته جزا راکړي.

د بديع الزمان دا خبري په اخبارو کې خپري شوي او د دي خبرو تاثير و چې  ډير شايقين يې ځانته پيدا کړل.
د لومړي نړيوالې جګړي له پيليدو سره بديع الزمان په يوه لاس کې توره ونيوه او په بل لاس کې يې قرآن کريم ونيو، د شپي له خوا به يې په دښمن حمله کوله او د ورځي به يې د قرآن کريم تدريس کاوه هماغه و چې خپل مشهور کتاب ( اشارات الاعجاز في مظان الايجاز) يې تاليف کړ، تر هغي چې په جګړه کې زخمي شو او د دښمن په لاس اسير شو، د دوه کاله څلور مياشتې او څلور ورځي زندان تيرولو وروسته له سايبيريا څخه په وتو بريالي شو او بيرته استامبول ته راغي.
په ١٩١٠ميلادي کال کې له استامبول څخه بيرته وان ته ولاړ او هلته يې بيا  ديني درسونه پيل کړل، کتابونه، محاکمي او مناقشې يې وليکلي چې په ١٩١٣ميلادي کال کې په استامبول کې چاپ شوي.

لکه څرنګه چې په ترکيه کې هغه مهال کمال اتاتورک غوښتل سيکولريزم او  (لادينيت) مسلط کړي او نورسي اسلام غوښت چې  بالاخره د نورسي فعاليتونو اتاتورک ډير په تنګ کړ، اتاتورک مجبور شو چې نورسي په حکومت کي شامل کړي، لويې وظيفي ورکړي تر څو له دغه کار څخه لاس په سر شي، خو يو کار هم اغيزمن نه و.  په ١٩٢٠ميلادي کال کې استاد بديع الزمان سعيد النورسي د  ترکي پارليمان په وړاندي د کمال اتاتورک په حضور کې ترکانو ته لس نکته ايز نصيحت وکاوه چې په هغه کې په دين باندي د منګولو لګولو او د لمونځ په کولو باندې ټينگار شوى وو، په دي کار اتاتورک ډير وارخطا شو او بديع الزمان يې خپل دفتر ته وغوښت او ورته يي وويل: ته خو زموږ محترم مشر يې ته مو دلته د دي لپاره رابللي وي چې ستا له ګټورو سپارښتنو ګټه پورته کړو  او تا ټولي خبري د لمانځه په اړه وکړي، ستا په دي کار زموږ په پارليمان کې اختلافات منځ ته راځي.

بديع الزمان ورته د قهر په حال کې وويل: پاشا…پاشا… د اسلام راوړلو نه وروسته د يوه مسلمان ترټولو ستر مسؤليت د لمانځه ټينګول دي، او څوک چې لمونځ نه کوي هغه خاين دي او د خاين د امر منل هيڅ کله ضروري نه دي.
کمال اتاتورک د بديع الزمان له کارونو ډير په ويره کې و، د خلکو په وړاندي به يې د بديع الزمان احترام کاوه او د همدي له پاره يې د اوسيدو له پاره ښکلي وداني او لويې وظيفي يې هم ورکړي وي، خو بديع الزمان د دي ټولو امتيازاتو په مطلب ښه پوهيده، هيڅ څه يې هم ونه منل، هرکله به يې د استعمار مخالفت کاوه چې د دي له پاره څو، څو ځله تبعيد شو،  په ١٩٢٣ميلادي کال کې له حکومت او سياست څخه ليري شو، وان ته ولاړ او د ارک د غره په خرابو کي يې د خداي ذکر پيل کړ.
له دي ځايه مرحوم استاد بديع الزمان خپل ژوند په دوه برخو ويشي او د پخواني سعيد او نوي سعيد په نامه يې يادوي.
حکومتي مامورينو بديع الزمان په غره کي هم آرام پري نښود او هلته هم ورپسي ورغلل او له هغه ځايه يې ارزروم ته بيا طرابزوم ته او بيا يې استامبول ته يوړ، له استامبول څخه اووه مياشتي وروسته اسپارته ته يوړل شو، هلته يې هم آرام پرينښود بيا يې امر ورکړ چې بارلا ته چې يوه ليري  پرته سيمه ده يوسي، چې دلته يې په يوه وړه کوټه کې د خداي ذکر پيل کړ او د رسايل النور لومړي مدرسه تأسيس کړه.

بديع الزمان هيڅ کله هم آرام نه کيناسته لومړي يې سياسي فعاليت اتاتورک په کراره نه پريښود او له هغه څخه وروسته يې د رسايل النور خپرونه چې د هغه د شاګردانو په لاسونو ليکل کيده او هرچابه خپل دوست ته رسوله، د جماعت النور له دغه فعاليت څخه هم اتاتورک په تنګ شو او همدا علت و چې بديع الزمان به هيڅ چيرته هم په ارامه نه پريښودل کيده، استاد بديع الزمان د رسائل النور لړي همداسي جاري ساتله او دي به محکمه په محکمه او ښار په ښار تبعيد کيده چې د رسائل النور خپرونې شميره ١٣٠ ته ورسيده.

استاد النورسي د روژي په پينځه ويشتمه د ١٣٧٩ هجري کال چي د مارچ ٢٣ د ١٩٦٠ميلادي کال مطابق دي، دى فاني نړۍ سره د تل لپاره خداي پاماني وکړه او اسلامي نړۍ په ډيره خواشيني سره د استاد نورسي د وفات خبر واوريده.  د
استاد نورسي قبر هم د استبدادي حکومت څخه په ارامه پاتي نشو او له څلورو مياشتو څخه وروسته له قبر څخه وويستل شو او د طياري په واسطي يو نامعلوم لورته يوړل شو چې تر ننه يې د قبر ځاى څرگند ندى.
تغمده الله برحمته الواسعه و اسکنه في  فسيح جناته

ليکوال : زاهد جلالي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب