بدن ته د تازه سبزیجاتو او میوه جاتو ګټې

 

له طبي نظره خواړه په درې برخو وېشل کېږي:

یو هغه خواړه دي چی د بدن چاغېدو لامل کېږی په دې خوړو کې خواږه او غوړ خواړه راځي البته وریژې او کچالو هم په خوږو کې راځي. هغه خلک چې چاغېدل خوښوي نو کولی شي په خپلو خوړو کې د خوږو او غوړه اندازه ډېره او ځان چاغ کړي.

دوهم هغه خواړه دي چې بدن نورمال ساتي په نورو ټکو بدن نه ډنګرېدو او نه چاغېدو ته پرېږدي په دې خوړو کې پروتیني خواړه لکه غوښه، لوبیا او نور راځي.

دریم هغه خواړه چې د ناروغیو په مقابل کې د بدن دفاعي قوت پیاوړی کوي په دې کې تازه سبزي او تازه میوي لکه: پیاز، ګندنه، ملۍ، مڼې، کېلې، آم، انار او داسې نور راځي او په طبي اصطلاح کې یې Protective Foods بولي.

لمړی: تازه سبزیجات او میوه جات د ناروغیو په مقابل کې د بدن مقاومت پیاوړی کوي.

دوهم: تازه مېوې او تازه سبزي انسان ځوان ساتي او له زړښت څخه مخنیوی کوي. د خوړو ځنې پوهان (د بېلګې په ډول ایراني ډاکټر جزایري) په دې اړه تر دې بریده وړاندې ځي چې وایي که یو وګړی له غوښې او درملو ځان وساتي او تل تازه سبزیجات او میوه جات وخوري نو ښایي تل ځوان پاتې او زوړ نه شي.

دریم: تازه سبزیجات او میوه جات یو شمېر داسې خوراکي توکي لري چې له کولمو څخه وینې ته نه جذبېږي. هر هغه څیز چې له کولمو څخه وینې ته جذب نه شي نو د کولمو د حرکت د شدت لامل کېږي. د دې حرکت د شدید کېدو سره د ناروغ قبضیت له منځه ځي.

څلورم: یو شمېر تازه سبزیجات ځانګړې ګټې لري د بېلګې په ډول هوګه (سیر) هیرجنتوب له منځه وړي او حافظه ښه کوی، د ښځينه او نارینه دواړو جنسی قوت او جنسي لیوالتیا غښتلې کوي او د وینې د لوړ فشار په ټیټولو کې مرسته کوي. د خوړو پوهان (د بېلګې په ډول ایرانی ډاکټر جزایري) د هوګي په اړه وایی: هغه خلک چې د هوګې د بد بوی له کبله هوګه نه خوري که د هوګې له ګټو خبر شي نو ښایي له هوګې پرته نور هیڅ ونه خوري.

پنځم: ویټامین سي نژدې په ټولو تازه سبزیجاتو او میوه جاتو کې شتون لري او دا ماده د ناروغۍ په مقابل کې د بدن د دفاعي سیستم په پیاوړتیا کې ځانګړی رول لري.

شپږم: تازه سبزیجات او میوه جات په رګونو کې د وینې تګ راتګ ښه کوي په دې ډول د زړه د حملې، د دماغ د سکتې او ګڼو نورو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

اووم: د یادونې ده چې ګڼې داسې ناروغي شته چې د درملو په وسیله یې درملنه ناشونې ده مګر که د بدن دفاعي قوت پیاوړی وي هر ډول ناروغی له منځه وړلی شي. د داسی ناروغیو په شتون کې بیځایه نه ده که یو وګړی په خپلو خوړو کې د تازه سبزیجاتو او میوه جاتو اندازه ډېره او په دې ډول د خپل بدن دفاعي قوت پیاوړی وساتي. د بدن د دفاعي قوت له پیاوړتیا سره یې ښایي هغه ناروغي هم له منځه لاړه شی چی د درملو په وسیله یې درملنه ناشونې ده. په دې ډول ناروغیو کې ویروسي ناروغۍ او ګڼې نوری ناروغۍ شاملې دي.

پښتو ژباړه: ډاكټر مجتبی «عزیزیار»

واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب