بادرنګ په اړه څه پوهېږئ؟  🥒

بادرنګ په اړه: 🥒 

① بادرنګ ۹۶% اوبه لري او د تندي په مخنيوي کي مرسته کوي.
② د بدن د داخلي او خارجي تودوخي مخنيوی کوي.
③ د زړه د اشناب يا Heartburn مخنيوی کوي.
④ که چيري پوست لمر سوځلي وي د درملني لپاره ئي د بادرنګ څخه ګټه واخلی.
⑤ که چيري پښي ګرموالی کوي بادرنګ ورباندي کښيږدی حتماً به ئي تداوي کيږي.
⑥ د بادرنګ اوبه د بدن څخه زهري مواد يا Toxins ټولوي او خارجوي.
⑦ بادرنګ د A, B, C ويټامينونه لري چي د معافيت په تقويه کي رول لري.
⑧ د پوست د اړتيا وړ منرالونه لکه Magnesium, Potasium, Silicon لري چي د پوست په ښايست کي رول لري.
⑨ د وزن په کمښت کي رول لري او د وزن په کمولو کي مرسته کوي.
⑩ که چيري د بادرنګ ټوټي پر سترګو کښيښودل سي نو د ليدلو د حس په تقويه کي مرسته کوي.
⑪ د ويني فشار ثابت ساتي او منظموي.
⑫ د خولې خوند سموي او د وريو د ځينو ناروغيو مخنيوی کوي.
⑬ وريښتان او نوکان پستوي ځکه چي Silicon عنصر په کښي سته.
⑭ ټول هغه ويټامينونه او منرالونه چي په بادرنګ کي وجود لري د بندونو او عضلاتو د دردونو مخنيوی کوي.
⑮ په بدن کي د Uric Acid اندازه کموي او پښورګي سالم او هوسا ساتي.
⑯ په بادرنګ کي د پانکراس د حجراتو تنبه کونکی هورمون وجود لري چي د Insulin په افراز کي مرسته کوي او د شکري د ناروغۍ مخنيوی کوي.
⑰/ په بادرنګ کي د Sterols په نامه ماده وجود لري چي دا ماده د بدن د Cholestrol په کمولو او کنټرول کي مرسته کوي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب