اېکوسیستم او برخې یې

چاپېريال او ژونديو موجوداتو ترمنځ اړيکې ترڅړېنې لاندې نيسي، د اځکالوژي په نامه يادېږي. د يوې ژوندۍ ټولنې او اوسېدلو د چاپېريال ترمنځ متقابل عمل د اځکوسېستم څخه عبارت دی يا په بل عبارت اځکوسېستم د ژونديو موجوداتو او فزيکي محيط ترمنځ د موادو د لېږد سېستم دی. په حقيقت کې اځکوسېستم د ژوندۍ نړۍ او فزيکي چاپېريال مجموعه ده.

اځکوسېستم کېدای شي کوچنی وي، لکه: کوچنۍ وياله يا کېدای شي غټ وي، لکه: د اميربند او نور. د انرژۍ د لاسته راوړلو اړتياوې د اېکوسېستم په ژونديو او غير ژونديو اجزاوو پورې مربوط دي. دا عمل يو د بل په واسطه د خوړلو په شکل ادامه پيداکوي.

د ایکوسېستم برخې

څه ډول کولای شو چې ټولنه د اځکوسېستم څخه توپير کړو؟ په يوه سيمه کې د ژونديو موجوداتو د غړو (اجزاوو) مجموعه د ټولنې په نامه يادېږي. د يوې ټولنې د مطالعې په وخت کې کولای شو چې د ژونديو موجوداتو تاثير يو پربل باندې مشاهده کړو. يو اځکوسېستم په يوه سيمه کې د ژونديو او غير ژونديو موجوداتو د غړو (اجزاوو) مجموعه ده. کله چې يو اځکوسېستم مطالعه کوو کولی شو چې يو پر بل باندې د ژونديو او غير ژونديو موجوداتو د غړو پر تاثيرونو باندې پوه شو.

ایکولوژيستان (د اځکولوژۍ پوهان) د اځکوسېستم د مختلفو اجزاوو ترمنځ اړيکي مطالعه کوي. هغوی ژوندي موجودات په طبيعت او لابراتوار کې مشاهده کوي او د تجربو په سرته رسولو سره معلومات راټولوي. کله ناکله پوهان نشي کولای طبيعت په لابراتوار کې تمثيل کړي. ددې کار لپاره یې د طبيعت موډل په کمپيوټر کې جوړ کړی او ورڅخه ګټه اخلي. دا موډل د a او b شکلونو کې ليدل کېږي.

د b په شکل کې ليدل کېږي چې د ايکوسېستم په ژونديو اجزاوو کې نباتات، حيوانات او الجي شامل دي. همدارن/ه بکتريا، پروتستا او فنجي هم موجود دي، خو د ډځر کوچنيوالي له کبله نه ليدل کېږي. په دې اځکوسېستم کې ټول شامل موجودات يا توليدوونکي (Producers) يا مصرف کوونکي (Consumers)، يا تجزيه کوونکي (Decomposers) دي چې تاسو ددې هر يو په باره کې په تېرو ټول/يو کې معلومات ترلاسه کړي دي. اوس پوښتنه داده چې په يو اځکوسېستم کې بې له ژونديو موجوداتو نور کوم اجسام دخالت لري؟ ځواب به داوي چې غيرژوندي موجودات لکه: خاورې، هوا، اوبه، د تودوخې درجه او رڼا ده چې د اځکوسېستم غير ژوندي اجزا تشکيلوي. همدا غير ژوندي اجزا د ژونديو اجزاوو د اوسېدلو د چاپېريال تعينوونکي دي، مث ًلا: د غيرژوندۍ اجزاوو څخه خاوره چې ژوندي اجزا پکې ژوند سرته رسوي يا که اوبه په نظر کې ونيسو، يو شمېر ژوندي موجودات؛ لکه: کبان پکې ژوند کوي. د بېلګې په ډول ژوندي جزء یې کبان دي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب