زموږ وطن؛ عجیب او محکوم ملت!

په دې خاوره کي بې انصافۍ ته انصاف او انصاف ته بې انصافي وايي. دلته عارض او معروض دواړه د حق چيغي وهي. زموږ په ټاټوبي کي شپه د ورځي څخه او ورځ د شپې څخه شکايت لري.

دلته تور پر سپين او سپين پر تور ځان نه ورکوي. دلته پوه نوکر او ناپوه بادار دی. په دې وطن کي ملا غل او غل ملا دی. دلته ټول ژوندي غازيان او ټول مړي شهيدان دي. دلته د قانون ماتولو ته مدني حرکت ويل کيږي.
په دې هيواد کي جنګ ته جهاد ويل کيږي. ددې خاوري هر جګړه مار ته د جنت سند ورکول کيږي. دلته اسلام د پل، پلچک په آلوزولو او ماشومانو په وژلو ګټل کېږي. په دې هيواد کي ايمان د بېګناه خلکو په شهادت رسولو مظبوطيږي.
دلته حقانيت د نورو په ربړولو او بې کوره کولو سره جوتېږي. په دې وطن کي غيرت د آدم په لاس د آدم غوښو خوړلو ته ويل کېږي. دلته د انسان وژل د بهادرۍ او مېړاني دوهم نوم دی. په دې وطن کي ورور وژل د نام ننګ آصلي معيار دی.
په دې وطن کي زور د زرګر سره دی او دلته زرګر تر ټولو ښه سړی دی. په دې وطن کي مظلوم، ظالم او ظالم مظلوم دی. دلته هر څه معکوس دي. دلته بېګناه محبوس، مګر مجرم آزاد دی.
دلته د سېر او نيم سېر مخدره موادو پلورنکی قاچاقبر، خو د ټنونو کاروباري بيا معاف دی. په دې وطن کي د خپل فاميل لپاره د يوې نمرې مځکي قابض غاصب، خو د جريبونو ځمکو قابضين بيا مافوق قانون دي.
دلته فقير همېش په آمير ملامت دی. په دې هيواد کي هر کمزوری د پښو سره برابر دی. دلته د جګړې شايقين ډېر، د سولي خلک لږ دي. دلته ناحق جګړه د حق جګړه ده. په دې خاوره کي د زور آزمايل شرط دي، دلته مېدان په قتلولو ګټل کېږي.
عجيب وطن، عجيب قضاوت يا ربه! عجيب آمر، عجيب اطاعت او عجيب متابعت يا الهي! هغه قوم محکوم دی، چي تر ټولي نړۍ يې د اسلام لپاره ډېره مبارزه کړې او تر هر چا يې ډېر شهيدان ورکړي.

الهي ربه! دا قوم يوازي ته ددې ټولو غميزو او ناخوالو څخه خلاصولای سې، يا الهي! نور په خپل فضل او رضا سره افغانان د تل لپاره ددې وحشي جګړې څخه خلاص کړې.
يا الهي ربه! نور د افغانانو پر زړونو او کورونو خوشحالي راولې. يا ربه! د افغانانو ترمنځ سوله راولې. يا الهي! په افغانانو کي ملي روحيه واچوې. يا ربه نور دا د جګړې ټغر ټول کړې او د وروڼو ترمنځ د اخوت فضا رامنځ ته کړې.
يا الهي ربه! نور د پاتاوو او جنازو پرځای يواري بيا دا کور د افتخاراتو او حماسو کور کړې. يا ذوالجلاله! نور د ژړا پرځای زموږ حجرو ته خندا راوړې. يا ربه ظالمانو ته هدايت وکړې او د پرونی پېښي شهيدانو ته جنت الفردوس او زخميانو ته عاجله شفا او کورنيو ته يې د زړه صبر ورکړې.
آمين يا رب العلمين

عبدالحلیم حلمیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب