باراني ځنګلونه

باراني ځنګلونه

بارانی ځنګلونه یوه ‌‌ډیره پراخه موضوع ده او کولی شي چی په لوړو ټولګيو کی د ‌‌ډیرو عملي پروژو زمینه برابره کړي.

منابع

دټولګي دزده کوونکوڅخه پوښتنه وکړۍ چی آیا دوی باراني ځنګلونه پیژني؟ ټولګي ته تشریح کړۍ چې باراني ځنګلونه ډیرګڼ، تاوده اولانده ځنګلونه دي.هغوۍ میلونونو بوټواوځناوروته کوردی .داکلمه” بارانی ځنګل “د لومړی ځل لپاره د جرمنی د بوټوکارپوه له خواپه 1898کال کی دهغوځنګلونولپاره وکارول شوه چی پرله پسی توګه لانده وي.

مدیترانه یی/ استوایی بارانی ځنګلونه :دځمکی داستواکرښی دکمربندپه شاوخواکی موندل کیږي.دغه ډول باراني ځنګلونه په ټولې سویلي امریکا،مرکزي امریکا،لویدیځه اومرکزي افریقا اوسویلې ختیځه اسیاکې شتون لري.په دوئ کې دتودوخې کچه ډیره لوړه وي.اوهم ډیر لانده وي.دلته اقلیم دتل ودې لپاره مناسبه زمینه برابروي.

معتدل باراني ځنګلونه:د استوا کرښی څخه ډیرلرې دي. هغوۍ د استوایی باراني ځنګلونو څخه په نسبتا کم شمیر کی موندل کیږي، ځکه چی دلته د تودوخې او اورښت کچه کمه ده.

د بارانی ځنګلونو اهميت تشريح کړئ؟

استوایي باراني ځنګلونو تقریباد ځمکې د سطحې  شپږ سلنه ۶٪  پوښي او د ځمکې په ایکوسیستم (ژوند) کی ‌ډیر اړین دي، داپه داسی حال کی ده چې دغه ځنګلونه ترټولوډیرخطرسره مخامخ دي.

د باراني ځنګلونو ونې د اتموسفیرڅخه کاربن ډای اکسایډ اخلي او بیرته اتموسفیر ته اکسیجن ورکوي. له دې امله هغوی د نړۍ د سږو په نامه یادیږی.

زموږ یو پرڅلور(۴/۱) طبعی کیمیاوی مواد د بارانی ځنګلونوڅخه سرچینه اخلي.داسی ګمان کیږي چی یوډیرشمیرنورلاتراوسه پوری ناڅرګند دي.

د ډیاګرام (خطونو/شکلونو)په مرسته – د بارانی ځنګل جوړښت تشريح کړئ.

بیلابیل ژوی او بوټی د بارانی ځنګلونو په بیلابیلو سیمو کی ژوند کوي.

د بوټو درې پیژندل شوی پوړونه شتون  لري.چی موږ یي له لومړنی پوړڅخه  پیل کوؤ.

کانوپی(چتر): ددې ونو پورتنی برخه تر  ۶۰ مترو پوری له ځمکی څخه لوړیږی. په دغه پوړ کې یوډیرشمیر ژوي موندل کیږي. هغه غټی ونې چې د اوسط قد لرونکی چتر څخه جګی دي د امرجنتس په نوم یادیږي  او په دی محیط کی لکه حشرات،مرغان،خزندګان ،تی لرونکي او نور پریمانه ژوی شتون لری. 

اندرستوری: هغه تیاره اوسوړمحیط چی د لویو ونو دپاڼولاندی خودځمکی په سر وجود لري . په دغه محیط کی د سرخسو سربیره بوټې او ونې هم شتون لري کوم چی دلمر په ډیرو لږو وړانګو ژوند کولی شي.


دځنګله مخ
(فورست فلور): په دغه ځای کی زیاد شمیرځناورمیشت دی.په ځانګړی توګه حشرات .دبارانی ځنګلونوترټولو لوی ژوي معمولا په دغه پوړ کې ژوند کوي.دلته ځمکه داسی بریښی لکه دپاڼوغالی چی غوړیدلی وی

د ټولګی زده کوونکوته دهغه حیرانوکی اود نه منلووړد ژویؤ د شمیرپه هکله خبری وکړی.په دغه ځای کی په میلونونوحشرات ،خزنده ګان،ذوحیاتین،مرغان اوتی لرونکی ژوی ژوندکوي داسی باورکیږي چی یو ډیرشمیرلاتراوسه څیړل شوی نه دي. د دغه ځای میشتو ځناورو له ډلی څخه بعضی یی هم دادي:اپس (میمون)، بیزوګان، ګوریلاګان، رانګوتان، پړانګان، طوطیان،ت وکانس، زرین بڼکی مرغان، الوتونکی چنکښی، الوتونکی چرمښکۍ او الوتونکي ماران دي.داسې ګومان کیږي چې د ځناورو او بوټو لمنځه تللویوعلت هم دځنګلونودلمنځه تلل دی.

د ځنګلونو پریکیدلبارانی ځنګلونو ته يو ګواښ :

ماشومان د بارانی ځنګلونود یولوی افت چی د ځنګلونو پریکاوی (اودځنګلونوپاکول) دی پوه کړی چی دغه دوه مخکی یاد شوی عناصرد نړی دلا تودوخی عامل ګرځی اوداسی هم ویل کیږی چی داکسیجن دوران هم اغیزمن کوی.د بارانی ځنګلونویود پام وړبرخه چی هرکال د نویوسړکونود جوړیدو، د رمود څړځایونواوکورونود ودانولوله امله ویجاړیږی.ارزښتناکه ونی لکه ماهوګنی اوټیک د فرنیچردجوړولولپاره پریکوی یوشمیردغه ونی د څملولواوسوځولو تخنیکونوسره له منځه ځی .په دغه تخنیک کی لومړی هرسه پریکوی اوبیا هرهغه څه چی پاتی وی سوځول کیږی.هره دقیقه د۲۰فوټبال د میدانونو په اندازی سره بارانی ځنګلونه له منځه ځی.بارانی ځنګلونه په ډیری چټکی سره ویجاړیږی .د درنو بارانونوله کبله د خاوری معدنی اوغذایی مواد له منځه ځی.د دغودرنو بارانونو له کبله خاوره دکرهڼی اومالداری لپاره له کاره وځی اوشنډیږی. دغه خاوره داسی شنډه شی چی هیڅ شی لا پکی نه کرل کیږی .

بحثونه

  • څه شی بارانی ځنګلونه د نورو ځنګلونوڅخه جلا کوی؟
  • د څو ډولو بارانی ځنګلونو نوم واخلی؟
  • تر ټولوډیر بارانی ځنګلونه په کوم ځای کې موندل کیږي؟
  • د بارانی ځنګلونودری عمده برخی کومی دي؟
  • ستاسو له نظره ولې د بارنی ځنګلونوپه پراخی کې کمښت راځی؟

تمرین

  1. کوم ځنګلونه د نړۍ د سږو په نامه یادیږي
  2. باراني ځنګلونه B. مدیتراني ځنګلونه
  3. هغه ځنګلي بوټي چې په ډیره لږه رڼا کې ژوند کولی شي
  4. اندرستوري B. چتر
  5. باراني ځنګلونه له اتموسفیر څخه لاندې ګاز اخلي.
  6. کاربن داي اکساید B. اکسیجن

حل

  1. کوم ځنګلونه د نړۍ د سږو په نامه یادیږي
  2. باراني ځنګلونه B. مدیتراني ځنګلونه
  3. هغه ځنګلي بوټي چې په ډیره لږه رڼا کې ژوند کولی شي
  4. اندرستوري B. چتر
  5. باراني ځنګلونه له اتموسفیر څخه لاندې ګاز اخلي.
  6. کاربن داي اکساید B. اکسیجن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب