انځر او پر بدن یې اغېزې

 

انځر د توتانو په کورنۍ Moraceae پورې اړه لري، جنس یې ficus دی او ټول کرل کېدونکي سپیشزونه پکې شامل دي، په دې جنس کې ۱۰۰۰ سپیشزونه ګډون لري، چې یو زیات شمېر یې په استوایي سیمو کې روزل کېږي .

د انځر مېوه غوښنه خالي Receptacle ده، چې ګلان یې د ریسیپټیکل په دنننۍ سطحې باندې تولیدېږي، زموږ په هېواد کې ځینې خلک داسې فکر کوي، چې ګواکې انځر یا بېخي ګل نه لري او که یې لري نو د ورځې له خوا ګلان نه سپړي، ښایي دا ځکه چې د انځر ګلان د ریسیپټیکل په د نننۍ سطحې باندې تولیدېږي او هېڅ نه ښکاري د انځر مېوه دSyconium په نامه هم یادېږي .

د انځر مېوه د شهرت له مخې له کجورې، ښوون او کشمشي انګورو څخه وروسته څلورم ځای لري، ښایي انځر لومړی ځل د منځني ختیځ او مدیترانې د سمندرګي له شاوخوا څخه د نړۍ نورو هېوادونو ته وړل شوي وي. د انځر روزنه له ډېرې لرغونې زمانې څخه دود وه او په ځینو تاریخي اسنادو کې ویل کېږي، چې له میلاد څخه ۱۶۰۰ کاله مخکې دود وه او په اوومې یا اتمې پېړۍ کې یونان او بیا ایټالیا، اسپانیې او پرتګال ته وړل شویدی .    د افغانستان ځینې سیمې لکه : کندهار، فراه، سمنګان، لغمان، کونړ، ننګرهار او داسې نورې د انځرو د روزلو له پاره مناسب چاپېریال او اقلیمي شرایط لري .

 

انځر له (A, B6,P او C) ویټامینونو څخه ډک وي. د تودو سیمو انځر خواږه وي، چې ښه پاخه شي په سلو کې څلوېښت قندونه لري . انځر شحمیات، اوسپنه، بروم، مګنیزیوم، اهک او کلسیم هم لري . ډېر ښه خواړه دي، په ځانګړې توګه، چې لمر ته وچ شي، نو مغزي ځانګړنې یې ۱/۲ کېږي . انځر د هضم عملیه اسانوي، له ناروغۍ څخه نویو جوړ شویو کسانو ته یې د خوراک ډېره سپارښتنه کېږي .

انځر ادرار ډېروي او هم د شهوت له پلوه د ناتوانو کسانو له پاره ډېره ګټه لري، هغه څوک چې دماغي چارې پرمخ بیایي، انځرو ته ډېره اړتیا لري، که خوار کسان څلوېښت ورځې هره ورځ انځر له هندي بادیانو سره وخوري، نو چاغېږي، که وچ انځر له وچو شفتالانو سره وخوټکول شي، اوبه یې د هر ډول ټوخي له پاره ډېرې ګټورې دي . انځر د ادراک قوه او همدارنګه حافظه پیاوړې کوي د ډیابټ ( شکرې ناروغۍ ) نقرص، اوږده روماتېزم او د ینې د ناروغیو په درملنه کې ډېره ګټه لري .

انځر قبض، بلغم او د خېټې درد له منځه وړي، وینه زیاتوي، رنګ ښکلی کوي او بدن غټوي، مُعرق دي او بې کاره مواد له بدن څخه باسي، له همدې امله د (جدري) ناروغۍ له پاره کارول کېږي. د انځرو د ولیو ( جرړو ) پوستکی د برګي ( ابرص) ناروغۍ له پاره په درملو کې کارول کېږي . که ګهیځ ( سهار) په لوږه له بادامو او غوزانو سره وخوړل شي، ډېره ګټه لري. د بواسیرو له پاره هم ښه درمل دي .

انځر که په زیاته کچه وخوړل شي، نه یوازې دا چې ګټه به ونه رسوي لا چې معدې او ینې له پاره به زیان هم ورسوي او کېدای شي، ډېر سخت نس ناستی را منځته کړي. که نه نوره بې ګټې مېوه نه ده.

د روغتیا پالانو ( ډاکټرانو ) له لید لوري انځر ډېرې روغتیایي ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي :

ـــ انځر د وینې فشار را ټیټوي :

انځر د پوتاشیم یوه ښه سرچینه ده، لکه څنګه چې پوهېږو؛ پوتاشیم هغه عنصر دی، چې د وینې فشار په کنټرول کې مهم رول لوبوي .

ـــ د سینې سرطان په مخنیوي کې رغنده رول لري .

ـــ هډوکي غټوي او پیاوړي کوي :

انځر په زیاته پیمانه کلسیم لري ( په ۲۲۴ ګرامه انځرو کې ۷۹ ګرامه ) کلسیم شتون لري. څېړنو ښودلې، چې په انځرو کې په هغه کچه کلسیم شتون لري، په کومه کچه چې په شیدو کې شتون لري .

ـــ غړي پیاوړي کوي :

وروستیو څېړنو دا څرګنده کړې ده، هغه کسان چې د ورځې درې دانې انځر وخوري، نو ډېر کم به د غړو له کمزورتیا سره مخامخ کېږي .

ـــ انځر د خوړو د هضم او کم خونۍ له پاره ډېر ګټور دی .

ـــ انځر د هغو کسانو له پاره، چې د وینې غوړ او لوړ یوریک اسید ولري ډېر ګټور دی .

ـــ انځر تنده له منځه وړي .

ـــ د کولمو د سرطان مخنیوی کوي.

ـــ انځر د سرطاني ژونکو ( حجرو) د غټېدو او پرمختګ مخه نیسي .

ـــ انځر د سر خوږي، غاښ درد او  د معدې درد  له پاره ډېر ګټور دی .

ـــ که چېرې انځر له بادامو او پستې سره یو ځای وخوړل شي، نو حافظه پیاوړې کوي .

ـــ د وېښتانو د پیاوړتیا له پاره دې د انځر ونې له پاڼو څخه په اوونۍ کې یو ځل د نکریزو په څېر ګټه واخیستل شي .

ـــ انځر د خولې بد بوی له منځه وړي .

ـــ انځر د وېښتانو له تویېدو څخه مخنیوی کوي .

ـــ هغه کسان، چې سالنډۍ لري، نو انځر یې ښه درمل دي .

ـــ انځر د هغو کسانو له پاره ډېر ګټور دي، کوم چې غیر طبیعي وده لري .

لیکنه: عطا محمد  میاخېل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب