په ساينس کې انقلاب؛ زړۀ دماغ لري

په قرانکریم او احادیث نبوي صلی الله علیه وسلم په رڼاکی زړۀ د ټولو اعمالو، احساساتو، ولولو او فکرونو محور دی، زه اوس غواړم چی څه ایاتونه ذکرکړم اوکفایت به وکړی۔

ولاتکموا الشهدة ومن یکتمها فانه اثم قلبه(البقره 283)
اوشهادت مه پټوی اوهرڅوک چی هغه پټ کړی نوبې شکه چی دهغه زړۀ ګنهکار دی۔
چی ددې ایات مبارک څخه جوتیږی چی که چاشهادت پټ کړی نودده زړۀ ګنهکاره شو، چی په انسان کی دانسان بل هیڅ غړی یادنشو اوزړۀ یادشو چی مطلب ئې دادی چی ددې ټولوکارونومسئول زړۀ دی اوبس
وختم علی سمعه وقلبه وجعل علی بصره غشوة(جاثیه 23)
اودهغه پرغوږواوزړۀ باندی ئې مهرلګولې وی اوپرسترګوئې پرده وراچولې ده۔
دلته الله جل جلاله دکفارحالت وموږته بیانوی چی لومړی دوی هیڅ نه اوری، یعنی داسلام حقه لاره په هیڅ ډول سره نه حس کوی، اوپرزړونوباندی مهرلګیدلې چی هیڅ ادراک نشی کولای چی داحق دی اوکه باطل، اوپرسترګوئې پردې لګېدلی دی اوهیڅ شی نه وینی۔
ولقدذرانالجهنم کثیرامن الجن والانس لهم قلوب لایفقهون بها ولهم اعین لایبصرون بها ولهم اذان لایسمعون بها (الاعراف 179)
اوبې شکه چی هرومروموږدپېریانواوانسانانوډېرکسان ددوږخ لپاره پیداکړیدی هغوی زړونه لری خونه پرې پوهیږی، سترګې لری خونه پرې وینی اوغوږونه لری خونه پرې اوری۔
چی په دې ایات کی وزړۀ داسی اشاره شوی ده چی زړۀ دپوهې مرکزدی، یعنی داانسانان اپېریان زړونه لری خوددوی زړونه دپوهې څرک نشی کولای۔ که دماغ هرڅه کولای شوای نوالله جل جلاله به دزړۀ پرځای دماغ ذکرکړی وای اوحال داچی زړۀ راغلی دی
فی قلوبهم مرضا فزادهم مرضا(البقره 10)
ددوی په زړونوکی یوه ناروغی دی چی الله لاپسې زیاته کړه۔
په دې ایات کی بیادزړۀ ارزښت بیان شوی دی چی ددې کفاروپه زړونوکی ناروغی دی، یعنی چی کله ددوی زړونه ناروغه شول نوله دوی څخه مستقیمه لاره ورکه شول اوګمراهان شول؛ په نورځایوکی دمسلمانانودزړولپاره سالم زړۀ راغلی دی؛ که په ظاهره ورته وګورونوزړونه خوټول درسته دی اوپه حقیقت کی ئې معناداده چی هغه پوهه ، ذهنیت اوذکاوت چی زړه لری دهغه څخه کارنه دی اخیستل شوی؛ اوودې زړۀ ته چی دومره پوه ، اعصابی نظام اوهرڅه ورکول شویدی نودازړه ولی په دې نه پوهیږی چی داسمه لاره ده اوداخرابه۔ کله چی زړۀ ددې حس نشی کولای نودازړۀ بې حسه اوناروغه دی۔
الذین اذاذکرالله وجلت قلوبُهُم (الحج 35)
هغوی چی کله دالله ذکراوری نوزړونه ئې لړزیږی۔
کلابل ران علی قلوبهم ماکانویکسبون (المطففین 14)
داسی نه ده چی کافران ئۍ انګیری، بلکی ددوی کړنو ددوی زړونوه خېرن کړیدی۔

په قرانکریم کی زښته زړۀ ډېرراغلی دی، اوقرانکریم دایمان ځای زړۀ ښودلی دی، چی ددې ټولوایاتوڅخه مطلب دادی چی زړۀ څومره ارزښت لری، چی هم دایمان ، دمینی، دفکر، دعقل، دشعوراودهرڅه مرکزدی نوځکه الله جل جلاله هرځای زړۀ ذکرکړیدی۔
خوبرعکس ترپرونه پوری حکماء، پوهان اوساینس پوهان په دې باوروه چی داسی نه ده بلکه زړۀ یواځی وینه پمپ کوی اوبس، اواصل مرکزدماغ دی؛ اوټول فلیسوفان په یوه خوله وه؛ چی اوس نوې ساینس داسی ثابته کړ چی داسی نه بلکه زړۀ دانسان په فکراوعمل کی نبسټیزرول لوبوی اودابه څه وروسته ثابته شی چی ددې ساینس پوهانوداټولې خبرې یواځی فرضی خبرې وې نه یوحقیقت اوپاته دی نه وی چی دوخت په تېریدوسره به داحقایق ټول روښانه اوښکاره شی۔
په قرانکریم اواحادیثونبویه صلی الله علیه وسلم کی زړۀ دانسان دټوله ذهنیت، جذباتواواحساساتوسرچینه ده، چی ترنولسمی پېړی پوری ټول ساینس پوهان په دې عقیده وه چی زړۀ یواځی وینه پمپ کولای شی، اودساینس دترقۍ له کبله دقرانکریم داحقیقت روښانه شو، اودشلمې پېړۍ په نیمایی کی ساینس پوهانوداښکاره کړله چی په زړۀ کی هم ددماغ په ډول سره ژونکې (حجرې) شتون لری چی ددې څرګندونوڅخه وروسته داثابته شول چی زړۀ دذهنیت یوه سرچینه (Source of intelligence) دی، اودساینس په نړۍ کی دانوی بحث اوانقلاب رامینځته شو۔

د انسان په زړۀ کې دماغ شته

اوس ساینس پوهان هغه خبره کوی لکه چی 1400 کاله مخکی په قرانکریم کی شوې وه، اوهمدارنګه لکه فخرالموجودات حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم چی فرمایلی وه، اوداسی ډېرایاتونه شته دی تراوسه ساینس پوهان دخاموشۍ پرغونډۍ ورته لاس ترزنې ناست دی، خودوخت په تېرېدوسره به دقرانکریم ټول حقایق روښانه شی۔ دبېلګې په ډول سره سل کاله مخکی ساینس پوهانودامبرالوجی (جنین پوهنه) کی کوم معلومات نه درلودل خواوس هرهغه څه چی قرانکریم 1400 کاله مخکی ویلی همهغسی دوی تجربې ورباندی کړیدی، اودقرانکریم ایات ایات ئې روښانه کړیدی، خوددې مطلب دانه دی چی موږ غواړو چی دقرانکریم ایات په ساینس سره ثابت کړو، بلکه قرانکریم پرحق وواوحق دی، په قرانکریم دی دشک اوترددسوال نه پیداکیږی اوداټول نواقص په ساینس کی دی، چی څومره ساینس پرمخ ځی په هم هغه اندازه دقرانکریم دحقانیت دروښانه کولو ګراف لوړیږی۔
پردې موضوع باندی دلومړی ځل لپاره دکاناډایوساینس پوه ډاکټر جې انډروارمر(Dr. J. Andrew Armour M. D. Ph.D) ددې بنسټ کښېښود اودطب یوه نوې څانګه ئې دانسان دزړۀ اعصابی سیستم (Neurocardiology) سره یادیږی،رامینځته کړه؛ ډاکټرارمر زیاته کړل چی دانسان په زړۀ کی یو کوچنی دماغ شتون لری اوده ورته دااصطلاح ورته وکارول:
A little brain in the Heart
ډاکټرارمردخپلوتجربوپه پایلوکی وویل چی په زړۀ کی (40000) اعصابی ژونکې (حجرې) (Nerve Cells) شتون لری، اوداهغه حجرې دی چی دماغ ورڅخه جوړشوی دی
، چی داپه دې اندازه اعصابی حجرې په زړۀ کی داثابته وی چی زړۀ خپل دماغ لری اووبل دماغ ته اړتیانلری؛ اودادزړۀ دماغ دټول بدن څخه معلومات اخلی اوددې دماغ دفیصلی څخه وروسته حکم وټول بدن ته اوحتی وټول دماغ ته لارښوونې کوې، ددې څخه علاوه په دې دماغ کی یوه کوچنۍ حافظه هم شته چی ورته (Short Term Memory) وایی، دزړه دضربان لپاره ولوی دماغ ته کومه اړتیانشته، اوهم داوجه ده چی کله موږویوه ناروغه ته زړۀ لګوواوحال داچی داعصابوټولې رېشتې پرې شوی وې خوبیاهم دزړۀ ضربان جریان لری، چی اوس موږورباندی پوه شوچی زړۀ خپل ځانته بېل اعصابی سیستم لری اودهغه سیستم په مټ سره هرڅه کوی ۔
ددې ټولوڅرګندونوسره ډاکټرارمرپخپل یوکتاب (Principles Neurocardiology: Anatoimicl and Functional) چی کالفورنیا کی په 2003 میلادی کال کی چاپ شویدی داسی لیکی:
دانسان زړۀ یوکوچنی دماغ لری، چی دازړۀ دومره قابلیت لری چی دهرکړاوپه مقابل کی فیصله اوهدایت کولای شی، اوپه زړۀ کی اعصابی سیستم دازموږلپاره یونوی لوردی، اوداهم ویلای شوچی دانسان زړۀ ددماغ څخه بغیرهم خپل کارپه ښه ډول سره ترسره کولای شی۔)

 د زړۀ او دماغ په مينځ کې خبرې:

تر1970 میلادی کاله پوری ساینس پوهان په دې باوروه چی یواځی دماغ وزړۀ ته احکام ورکوی اوزړۀ ئې عملی کوی، مګروروسته د امریکا داوهایو(Ohio) دفیلس رېسرچ انسټیټوټ (Fels Research Institute) دووساینس پوهانو هریولکه جان لیسی (John Lacey) اودده میرمن بېټرس لیسی (Beatrice Lacey) یوهېښونکې اختراع وکړل اودائې ثابته کړل چی ددماغ اودزړۀ په مینځ کی دوطرفه رابطه (Tow Way Communication) شتون لری، چی مطلب ئې دادی چی کله زړۀ ودماغ ته حکم ورکوی اوکله بیادماغ وزړۀ ته امرکوی؛ همداخبره دامریکاپه یوه مشهوره جریده امریکن سایکالوجیسټ (American Psychologist) په 1978 کال کی داسی راغلی وه:
Tow way communication between the heart and the brain
دزړۀ اودماغ ترمینځ دوطرفه رابطه، تجربوداجوته کړېده چی کله دماغ وبدن ومختلفوغړوته یوپېغام لیږی نوزړۀ ئې نه قبلوی، اوکله چی دماغ وبدن ته دخوځښت حکم وکی ځینی وختونه زړۀ خپل ضربان ډېرزیات کی چی ځان ودماغ ته مطابق بولی اوځینی وختونه ددماغ مخالف زړۀ خپل ضربان اهسته کړی ، چی ددې څخه دامعلومه شول چی دزړۀ اودماغ ترمینځ دوطرفه اړیکې شته، اوکله دماغ هدایت ورته کوی اوکله بیازړۀ وته هدایت کوی۔
دامریکایوساینس پوه ډاکټررولن میکریټی (Dr. Rollin Mccraty) چی دجان لیسی اوبیټریس لیسی پرڅېړونوباندی ئې رڼااچوله پخپل یوکتاب چی د (Heart Brain Neurodynamics: The Marking of Emotion نومیږی اوپه 2003 کی په کالفورنیاکی چاپ شو داسی لیکی:
لکه دوی چی تحقیق کړیدی اوزیاته کړی ئې ده چی زړۀ خپل ځانته منطق لری، ډېروختونه داسی کیږی چی زړۀ ددماغ دحکم اوهدایت نه بل لورته روان وی چی ددې چاڼ داسی دی چی دانسان زړۀ ددماغ په بڼه سره کارکوی، اوخپل دماغ لری۔

د امریکایوساینس پوه پاول پیرسال(Paul Pearsall, Ph.D) پخپل کتاب (دانسان دزړۀ ذهنیت) Heart Code چی نیویارک کی په 1998 کال کی چاپ شوی دی داسی څرګندونې کوی:
دانسانی علوموپه تاریخ کی داسی ډېرې رېښتنې حقایق شته چی ساینس په ډېره مشکل سره منلی دی اوورته قایل شوی دی، تر18 پېړۍ ترنیمایی پوری ټول روغتیاپالان دجراثیمودوجودڅخه منکروه، اوحال داچی هرورځ ډېرناروغان دجراثیموله کبله له دې نړۍ نه سترګې پوټولې، اوپه عمومی ډول سره طبیبانووهغه چاته چی دجراثیموووجودته قایله وه وهغوته ئې په سپکه سترګه کتل چی داڅه وایی۔
چی په دې ترځ کی دساینس پرمختګ مخ پرلوړه وو، اولیون هک (Leeuwenhoek) مایکروسکوپ (Microscope) اختراع کړ؛ چی په نتیجه کی ساینس پوهانوپخپلوسترګوسره ټول جراثیم ولیدل، ددې لوی پرمختګ څخه وروسته روغتیاپالانوخپل لاسو اوخپل نورسامان پرېولل پیل کړل، نودااوسنی پرمختګ همداسی دی۔ ډاکټرپېرسل زیاتوی چی دااوسنی ټوله پرمختګ ددماغ له کبله دی خواخلاقی پرمختګ دزړۀ له کبله په مخ درومی۔

ډاکټرپېرسل په دې انددی چی زړۀ یوځانګړی خاصیت لری اوهغه دزړۀ ضربان (Rhythmicity) ، چی ددې په واسطه سره بدن باندی اغیزې لری، دزړۀ په هرخوځښت سره انسان ددې حس کولای شی چی زه ژوندلرم، اوبله خبره داده چی هرڅوک چی خبرې کوی، اویادکوم کارزمه اخلی نودی وزړۀ ته اشاره کوی چی زه داکارکوم؛ چی په اصل کی دانسان دروح مرکززړۀ دی؛ په زړۀ کی ډېراحساسات نغښتی دی، یوسړی وایی چی زمازړۀ وفلانی ته سوځی، ددې څخه مطلب څه دی؟
یادډېرناورین په لیدوسره یوڅوک وایی چی ، داسی حالت می ولیدی چی زړۀ می بیانژدې کارپرې ایښی وای؛ داټول هغه څه دی چی پوره علم دی داچی ساینس ناقص دی نوځکه موږلااوس په اسرارونه پوهیږو؛ دانسان ټول احساسات په زړۀ کی راټول دی، اوخلک دامحاوره عامه کوی چی ، زړۀ می غواړی چی فلانی کاروکړم، چی یقینازړۀ حکم ورکړی وی اودماغ هم ورسره تصدیق کړېدی، نوځکه دانسان ورته تلوسه وی چی داکاربه ضرورکوی۔

څېړونکی جوزف چلټن پیرس (Joseph Chilton Pearce) پخپل یوکتاب (The Evolution*s End) چی په فرانسسکوکی په 1992 کال کی چاپ شویدی دزړۀ په هکله پخپله څېړنه کی داسی لیکی:
1: زموږذهن زموږ دزړۀ یوه اله (Instrument) ده۔
2: وزړۀ ته دانسان دژوندیوه اله ویل کیږی۔
3: زموږدماغ اوبدن په داسی ډول سره جوړشوی دی چی زړۀ ودوی ته معلومات ورکوی، چی دماغ اوبدن بیاددې معلوماتوتجزیه کوی، بدن پراحساساتوراځی اوددوهم ځل لپاره دامعلومات وزړۀ ته ځی۔
4: کله چی دامعلومات وددماغ څخه وزړۀ ته راشی نوزړۀ بیاوټول بدن ته اعصابی اوکیمیاوې اشارې (Neural and hormonal) لیږی اوپه هغوکی څه بدلون راولی۔
په پای کی ډاکټرپیرس لیکی:
زړۀ زموږپه فکراوشعورکی ارزښتناکه رول لوبوی۔
(The Evolution*s End: Harper, San Francisco)
په اینده کلونوکی به دادټولوساینس پوهانودبحث اوڅېړنې تودټکی وګرځی اودزړۀ نورډېرجزیات به معلوم شی؛ دااوس هم هغه ساینس پوهان چی پردې موضوع باندی ئې څېړنې کړیدی په دې انددی چی هغه کنترول دبدن چی زړۀ کولای شی هغه قابلیت په دماغ کی نشته۔
دزړۀ داڅېړنیز معلومات دامریکې څخه یوساینس پوه ډاکټرمشتاق ګوهرخپاره کړیدی۔

په اسلامي پاکه مینه

عبدالغفار جُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب