امام یوسف عبدالله القرضاوی | د مسلمانانو د علماوو د اتحاد مشر

امام یوسف عبدالله القرضاوی چی په مصر کی د صفط تراب کلی کی په ۱۹۲۹ کال کی دنیا ته سترګی غړولی. زده کړی یی د الازهر په پوهنتون کی کړی چی ورسته یی دکتورا د امتیاز په درجه تر لاسه کړی. فقه یی د حسن البنا چی د سید جمال الدین الافغانی په غیر مستقیم ډول شاګرد دی حاصله کړی. په منهج کی یی تر ډیره حد د خپل استاد او امام غزالی لار خپله کړی.

د ستایلو وړ هلی ځلی یی کړی. او ډیری نړوالی جائزی یی تر لاسه کړی.

په خپل ژوند یی ۱۷۰ کتابونه او ۳۰ رسالی او ګن شمیر فتواوی لیکلی. معاصرو ډیر مسایلو ته یی حل پیدا کړې خاصتا د زکات په اړوند .

دا یی ټول یو طرف خو په موجوده عصر کی د کفر لپاره لوی خنډ او په اسلام غیرت یی په فطرت کی ځای لری په وارو وارو یی د کفر خلاف غږ پورته کړی. او د حق په ویلو کی یی د هیچا د لوم لحاظ نه دی کړی. او هیڅ کله په خپلو موقفو کی نه دی متردد شوی. د اسلام د بیا قیادت په نوم یی خپل ژوند قربان کړی. خو افسوس چی نن یی څوک په تور لیست کی داخل کوی څوک په شین لیست کی. خو دی تنها د څو کسانو سره د دی مقابل کی یوازی دا وایی چی زما زړه د الله په واک کی دی او هغه ذات زما ناصر دی. مسلمانان نه یوازی چی کیسه کی یی نه دی بلکی د چا چی ورسره جزئ اختلاف دی هغوی وایی چی ښه یی وکړو. ځینی خو بیا بیخی کار نه کی لری. هم دا د مسلمانانو کدرونه دی چی نن خلک لوبی پری کوی. او دوی غافل غافل ورته ګوری. که اوس داسی یو کار د یو عادی لوبغاړی سره شوی وای څومره خلکو به پکی ونډه اخستی وای. خو دی مبارز چی د خپل کوم قوم د سعادت لپاره کار کوو نن یی همدا قوم د نړی کافرو ته لاس پښی تړی.

اخ مسلمانه !

د لیکلو توان یی نه لرم رښتیا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب