د خولې له بدبويۍ په رمضان کې څه ډول ځان ساتلی شئ؟

 

د خولې بدبويي څو لاملونه لري چې تر ټولو مهم يې بې باکي او خپل پاکوالي ته پام نه کول دی، او کله د بدن د داخلي غړو د ناروغۍ له وجې وي، چې د اوبو، سبزيو او فروټ (مېوه) په کافي اندازه نه کارولو له وجې زياتېږي، او د دې ترڅنګ په پشلمي کې د ځينو خوراکونو خوړل يې هم لامل ګرځي.

د خولې له بد بويۍ څخه د ځان ژغورلو لپاره په لاندې لارښوونو عمل په کار دی:

۱ـ په پشلمي کې تازه مېوې او سبزيجات خوړل، د خولې او غاښونو په پاکولو کې مرسته کوي، چې په غاښونو کې بند مواد ورسره لرې کېږي او له خولې څخه هر ډول بدبویی ختموي.

۲- د هغو بکتریاوو د لمنځه وړلو لپاره چې په خوله کې بدبويي رامنځته کوي، بايد له پشلمي وروسته په اوبو کې د ډوډۍ سوډا واچول شي او غړغړه ورباندې وشي او يا د ليمو اوبو باندې خوله کنګال شي.

۳ـ يو ګيلاس اوبه چې د لونګو څو مېخونه پکې جوش کړی شوي وي، يخې کړی شي، او د پيشلمي وروسته ورباندې خوله غړغړه شي.

۴ـ په پیشلمي کې د پیازو او هوګې خوړلو څخه ځان ساتل په کار دي، ترڅو د رمضان د مياشتې د ورځو په اوږدو کې مو له خولې بدبوی لاړه نه شي. ځکه د پياز او هوګې بوی د ورځې تر پايه دوام لري.

۵ـ په پشلمي کې د پنير له خوړولو ځان ساتل، او يا ترې وروسته د ليمو یوه ټوټه خوړل، او يا داسې اوبه په خوله تېرول چې ليمو پکې اچول شوی وي.

۶ـ له روژه ماتي څخه وروسته او پشلمي کې په کافي اندازه اوبه څښل په کار دي، ځکه په بدن کې د مايعاتو نشتوالی او وچوالی د خولې د بدبويۍ له لاملونو څخه دي.

۷ـ روژه تي ته په کار دي چې له پشلمي وروسته د غاښونو کريم وکاروي او د ورځې په اوږدو کې د خپلې ساه تازه ساتلو لپاره مسواک ووهي او يا د غاښونو برش له کريمو څخه بې غیر وکاروي.

ژباړه: اسد الله هوډمن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب