عبادت او حکمت

ليکنه: مصطفی محمود
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

الله تعالی مونږ ته د عبادت امر د دې له پاره کړی چې هغه پوهيږي چې په دې کې زمونږ ژوند دی، يوازې د مجبورونې او د أوامرو د تپنې له پاره يې نه دی کړی.

الله تعالی شراب (خمر) او نور نشه يي توکي ځکه حرام کړي چې د انسان په تاوان دي.

جواري او قمار يې ځکه حرام کړي چې د تاوان، کينې او دُښمنيو لامل کيږي.

زنا يې ځکه حرامه کړې چې زنا ګډوډي ده، نسبونه پکې ګډوډيږي او نفسونه پکې د شهواتو او د هوی او هوس او غريزو په وړاندې ماتې خوري.

واده يې ځکه حلال کړی چې په واده کې نظم او نظام، مسؤليت پيژندل او د زړه ډاډ دی.

د خنزير غوښه يې ځکه حرامه کړې چې خنزير د انفلونزا وايروس او د کدودانې چينجي کوربه دی. د خنزير د غوښې پروټينونه تر ټولو سخت او پيچلي پروټينونه دي او د زړه د سختوالي سبب کيږي.

که چېرې د هوسۍ، سوی، آس، اوښ، چرګې، او خره په څېر وښو خوړونکو حيواناتو ته وګورو، و به مومو چې ټول آرام او سوله ايز حيونات دي.

مګر که څيروونکو، پړانګ، زمري، ګيدړ، باز، ګوربتې او نورو غوښه خوړونکو حيواناتو ته وګورو، په ټولو کې د سختوالي، وحشت او جګړه مارتوب ځانګړتياوې شته.

په دې کې هم شک نه شته چې د زياتې غوښې خوړنې او په بدن کې د ځينو ځانګړو صفاتو، لکه سخت زړيتوب، ځيږوالي، او جديت د رامينځ ته کېدلو تر مينځ اړيکه شته.

څرنګه چې د خنزير غوښه تر ټولو سخته غوښه او د تر ټولو پېچلو حيواني پروټينونو لرونکې ده، کېدی شي زيان يې هم د نورو غوښو په پرتله زيات وي.

خدای پوهيږي مونږ نه پوهيږو. الله تعالی د کُلي او هراړخيز علم لرونکی دی، هغه خپل اوامر بې سببه نه دي وضع کړي.

الله تعالی دا شریعت، د حرامو حراموالی او د حلالو حلالوالی له انسان سره د محبت او مينې له پاره رالېږلی.
~~~~~~~~~~
د دکتور مصطفی محمود له (القرآن .. محاولة لفهم عصري) کتاب څخه. دکتور مصطفی محمود (۲۷ دسمبر ۱۹۲۱- ۳۱ اکتوبر ۲۰۰۹م) مصری طبيب، فيلسوف او وتلی ليکوال وو.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب