د زکام د مخنیوي لپاره باید څه وکړو؟

حت په برخه کې ډیر واړه گامونه ډیرې زیاتې گټې لري او له ډیرو مهلکو ناروغیو څخه مو ژغوري. د ډاکټرانو په وینا د ناروغۍ تر ټولو غوره درملنه په ناروغۍ نه اخته کیدل دي.

د زوکام د مخنیوی لپاره مهم کارونه:

۱ـ ډیر مایعات استعمال کړئ. اوبه او جوس له استعمال سره د بدن اوبه نه کمیږي او په دې وسیله د انسان ستونی تازه ساتل کیږې.

هر انسان باید په ورځ کې له اته څخه تر لس گیلاسه اوبه وڅښي.

د زکام مخنیوي لپاره انسان کولی شي له اوبو، انرژۍ، چای، میوې اوبه او سرکې څخه استفاده وکړي. سوپ هم د زکام خطر تر ډیره حده کموي.

کافي او نور کیفین لرونکي مایعات د بدن اوبه کموي او په زکام اخته کیدلو خطر زیاتوي.

۲ـ گرمه هوا تنفس کړئ. گرمې هوا تنفس کولو سره د وینې جریان ښه کیږي او روانې پوزې ته ډیره گټوره ده. خپل سر د خوټیدونکي اوبه له پاسه ونیسئ او د پزې په وسیله گرمه هوا تنفس کړئ.

که دغه گرمه هوا ستاسو پزه کې سوی پیدا کوي نو په ډېرې ارامۍ سره تنفس ته ادامه ورکړئ. کولی شئ چې طبې مرطوب کوونکی سپرې واخلئ خو بیا هم گټه به يي د گرمې هوا تنفس کولو څخه زیاته نه وي.

۳ـ په ورځ کې څو ځله خپله پزه خالي کړئ او دغه کار صحي طریقې سره وکړئ. په زکام کې خپله پزه خالي کول ډیره زیاته گټه لري؛ ځکه که چیرې څوک خپله پزه پاس خوا ته کش کړي نو په پزې کې

موجود میکروب مغزو ته رسیږي.

پزه خالي کولو وخت کې باید په پزه ډیر فشار را نشي؛ ځکه د ډیر فشار په وسیله د پزې څخه میکروبونه غوږ ته انتقالیږي او غوږ درد سبب گرځي.

دغه خواړه د زکام لپاره طبیعي درمل دي:

د روغتیا لپاره خپل هاضمه سیسټم روغ وساتئ. کله چې هاضمې سيسټم په صحیح ډول فعالیت وکړي نو ډیره اندازه ګټور مواد به جذب کړي کوم به چې د بدن په روغتیا کې ځانګړی ارزښت ولري. روغتیا لپاره دا اړین دی چې ځان له باکتریا او ویروس څخه وژغورئ.

دلته هغه خواړه در پیژنو چې د زکام په مقابل کې د درمل خاصیت لري او د زکام لپاره تر ټولو چټک او طبیعي درمل ګڼل کیږي:

۱- زنجفیل (Ginger): په زنجفیل کې شته غوړ د انسان بدن تودوي، له بدن سره په خوله کولو کې مرسته کوي، له بدن څخه تبه او زهرجن مواد له منځه وړي. دغه خواړه د میتابولیزم فعالیت زیاتوي. د دغې خواړه ګرم کوونکی خاصیت انسان کې زړه بدیدل له منځه وړي. زنجفیل د هاضمې سیستم فعالیت زیاتوي او سربیره پر دې د ځیګر او سینې مختلفو ناروغیو ته ډیره زیاته ګټه لري.

د زکام او ستونې درد لپاره تازه زنجفیل په خپل چای یا خواړه کې زیاته کړئ. په چایو کې د لازیاتو ګټو لپاره د زنجفیل سربیره لږه اندازه شات هم زیاته کړئ.

۲- هوګه: دغه خواړه کې د الیسین (Allicin) نومې مواد موجود دي چې دغه مواد هوګې ته د باکتریا ضد خاصیت ورکړی. هوګه د وینې پاکولو سره د انسان ځیګر هم پاکوي ځکه چې وینه درې دقیقو کې یو ځل ځیګر ته داخلیږي. د وینې سپین کرویات زیاتولو سره د انسان دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.

۳- جوف (Cayenne): په جوف کې موجود زیاته اندازه ویټامین سي (C) دغه خواړه د زکام لپاره په یو طبیعي درمل بدلوي. دغه خواړه کې سربیره پر ویټامین سي (C) زیاته اندازه ویټامین اې (A)، بي (B)، کلسیم او پوتاشیم هم موجود دي. دغه خواړه په بدن کې د وینې جریان چټک کوي. دغه خواړه د ګولیو او شربت په توګه هم موجود دی چې دوه ګولۍ ۴۰۰۰۰ یونټ تودوخه او څلور څاڅکي شربت ۲۰۰۰۰۰ یوڼت تودوخه تولیدوي.

۴- خمیره شوي خواړه: دغه خواړه په بدن کې ګټور باکتریا لکه اسیدوفیلس (Acidophilus) او بیفیدس (Bifidus) زیاتوي. د دې خواړه یو له غوره مثالونو څخه ماسته دی.

۵- شنه پاڼې لرونکي: شنه پاڼې لرونکي سابه لکه کرم، سپین چغندر او پالک په زیاته اندازه استعمال کړئ ځکه چې دغه خواړه د ویټامین بي ۱۲ (Vitamin B12)، فولک اسید (Folic Acid)، پوتاشیم، ویټامین اې (A)، سي (C) او کې (K) غوره منبع ده کوم چې د بدن دفاعي کانال پیاوړی کوي.

د زکام د مخنیوي لپاره اسانې لارې چارې: (حمیدالله حمیدي)

ځینې اسانه لارې -چارې او سپارښتنې کولای شي چې په ساړه موسم کې مو له زکام څخه وژغوري. په څادر یا پړوني سره د خولې او پزې پټول کولای شي چې ستاسو تنفسي جهاز ته د یخې هوا د ننوتو مخه ونیسي. دغه راز هڅه وکړئ چې لاس او غوږونه مو د یخې هوا پر مهال په یوڅه کې وپېچئ.

د بدن ځینې برخې په ډېرې اسانۍ سره یخېږي او دفاعي سیستم نه شي کولی چې په هغه برخه کې د میکروبونو او ویروسونو مخه ونیسي. د ورځې لږ تر لږه یو نیم لېتر پاکې اوبه وڅښئ ځکه د مخاطي هیدراتاسیون لپاره ګټورې دي.
د چرګ ښوروا چې د وېټامینونو او معدني موادو تر ټولو ښه سرچینه ده د یخ وهلو کسانو لپاره ګټور خواړه دي. په چای کې د لیمو ګډول هم د دې ډول ناروغۍ مخه نیسي.

که غواړئ په زکام اخته نه شئ او له دې ناروغۍ څخه په امن کې اوسئ ګرمې شیدې او د بوټو چای په یخو ورځو او شپو کې ضرور وڅښئ.
هغه څښاک چې په خپل ترکیب کې وېټامین سي لري له زکام څخه د مخنیوي لپاره ګټور دي. لږ تر لږه په ورځ کې دوه ځله باید د کوټې هوا بدله شي ان که بېرون هوا هر څومره یخه هم وي.

کوټه باید له ټاکلې اندازې ډېره توده نه شي، د هغه محیط د تودوخې درجه چې تاسو په کې ژوند کوئ باید د ۱۸ او ۱۹ درجو ترمنځ وي ځکه که د کوټې هوا له دې زیاته ګرمه شي د پزې او ستوني مخاطي غشا وچېږي او د مکروبونو لپاره د اوسېدو ښه ځای ګرځي.
لږ تر لږه په ورځ کې درې ځله خپل لاسونه په ګرمو اوبو او صابون باندې ومینځئ او یا د میکروب ضد درمل وکاروئ. دغه کار باید هغه وخت بیا په سیستماتیک ډول تر سره کړئ، چې کله په بېلا بېلو ناروغیو اخته کسانو ته لاس ورکوئ.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب