اسلامي ژورناليزم ته اړتيا

 د اسلام او کفر جګره له لومړي پېره تراوسه روانه ده، او تر قيامته به همداسې جاري وي، خو د دې جګړې په فکري اړخ کې ژورناليزم هم ډېر رول لري.

اسلامي ژورناليزم ته د اړتيا په اړه يو شميرعلماوو له قرآن کريم او نورو شرعي مراجعو دلايل راوړي، قال الله تعالی: ﴿ وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ ﴾ . علماء کرام فرمايي ، چې د ژورناليزم ډګر کې د کفر مقابله ترټولو مهمه ده او په هره برخه کې بايد مسلمانان ځانونه تيارکړي.

بل ځای الله تعالي فرمايي: ﴿ ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ ﴾ اود دعوت حکمت دادی، چې په مناسبه وسيله تر خپلو خلکو ورسول شي، او هغه بياد ژورناليزم ډګردی، چې يو مسلمان کولای شي، چې خلکوته په لږ وخت کې خپل اسلامي پيغام ورسوي.

نن سبا اسلامي امت ژورناليزم ته ډېره اړتيالري؛ مسلمانان خپل غږ تر خپلو مسلمانانو وروڼو نه شي رسولی، مسمانان يوه داسې مرجع نه لري چې اعتماد پرې وکړي، د غرب تر ښکېلاک لاندې رسنۍ چې کوم ناوړه تبليغات کوي، ډېر مسلمانان پکې راګيردي او ځواب يې نه شي کولاي، د همدې ښکلاکي رسنيو له امله، د رښتيني اودروغجن، ظالم او مظلوم توپير له خلکو ورک شوی.

د دې ټولو مشکلاتو حل يوازې اسلامي ژورنالېستان کولاي شي چې د خپل دين پوره خدمت وکړي، او د مظلوم ملت پيغام نړۍ ته ورسوي.

که موږ وګوروغربي ژورنالېستانو يوه لحظه هم په خپلوشومو او ناوړه تبليغاتو کې د مسلمانانو د سپکاوي او اختلاف اچولو دريغ نه دی کړی، د اسلامي ټولنې رواجونه بدلول، خلکو ته اسلام سخت دريځه دين ښکارول، نوي نسل ته غربي فکر ورکول او په جامعه کې مذهبي اوقومي اختلافات پيدا کول د دوي يواځنۍ موخه ده، چې شپه او ورځ د دې لپاره کارکوي.

د مثال په ډول هر وخت په لوېديځو رسنيو کې د جنسي اړيکو په راپارونه راپورونه راځي، چې دا زموږ په نوي نسل ډېر بد اغيېز لري، همدا شان نورې هم داسې خپرونې کوي چې زموږ پر ټولنه منفي اثر لري.

د دي له پاره چې له مسلمانان د دغه زهرجن سيلاب مخه ونيسي، نو يوا زنۍ چاره يې دا ده چې بايد مسلمانان داسې يو اسلامي ژورناليزم له پاره کاروکړي، چې د مسلمانانو د حق، صدق او عدل قضيه په رښتنې توګه وڅاري او تر نړيوالو يې ورسوي.

ليکوال: احمد ضياء خبيب

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب