اسلامي عقاید | پوښتنې او ځوابونه

پوښتنه: داسلام څوبناوې دي ؟

ځواب: پنځه بناوې دي .

پـوښـتـنه : داسلام پنځه بناوې کومې کومې دي ؟

ځواب: هغه پنځه بناوې دادي:

لومړۍ: كلمۀ طيبه يا دشهادت كلمه ويل معناداچې: په زړه يې  منل اوپه ژبه يې اقرار كول .دوهم : لمونځ كول .دريم : زكات وركول .څلورم : درمضان په مياشت كې روژه نيول.  پنځم : حج كول .

your ads

پوښتنه: كلمۀ طيبه كومه ده اومعنا يې څه ده ؟

ځواب: كلمۀ طيبه داده : لااله لاالله محمد رسول الله.  او مطلب يي دادى چې دالله تعالى نه پرته بل هيڅ څو ك دعبادت وړنشته او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  دالله پاک راليږلى رسول دى .

پوښتنه: د شهادت كلمه كومه او معنا يې څه ده ؟

ځواب: د شهادت كلمه داده : اشـهـد انّ لاّ اله الاّالله واشـهـد انّ مـحمـّداً

عبده ورسـوله: اومعنا يي ده چې:  شاهدي وايم چې دالله پاک نه پرته د عبادت وړ بل څوك نشته او شاهدي وايم چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  دالله پاک بنده او رسول دى .

پوښتنه: دكلمې دمعنااومطلب له پوهېدا پرته  يواځې د ژبې په اقرار  سړى مسلمان بلل كيداى شي ؟

ځواب: نه  ! بلكې په  معنا پوهېدل اوپه زړه يې باور كول اوپه ژبه يې اقرار كول ضروري دي .

پوښتنه: په زړه سره  باور اوپه ژبه اقرار كولو ته  څه  وايي ؟

ځواب: ايمان ورته وايي .

پوښتنه: ګونګى خو په ژبه اقرار نه شي كولاى هغه به څه  ډول ايمان  راوړي؟

ځواب: دخدايي عذر له امله دهغه اشاره  هم سهي ده، معنا داچې: هغه دې په اشاره سره داوښيي چې الله پاک يو دى اوحضرت محمد صلی الله عليه وسلم  د خداى پاک پيغمبر دى .

پوښتنه: دمسلمانانولپاره  پرڅو خبرو ايمان لرل ضروري دي  ؟

ځواب: پراوو (۷) خبرو ايمان لرل ضروري دي، چې يادونه يې په  ايمان مفصل كې راغلې: اَمَنـتُ بِـاللهِ وَمَلائکتـهِ وَکتُـِبهِ وَرَسُلِـهِ وَالـيَومِ الاَخـِر وَالقـَدرَ خَـيرِهِ وَشَرِهِ مـِنَ اللهِ تَعـالی وَالبَعثِ بَعدِ الـمَوت.

ژباړه: ايمان مې راوړى پرالله جل جلاله  باندې پرملائكويې او پر كتابونويې او د هغه پررسولانو، دقيامت پر ورځې او په دې چې دښه اوبد تقدير دالله تعا لى له لوري دى او له مرګ  وروسته پرژوندي كېدو باندې هم .

د الله پاک په اړه د مسلمانانو عقيده

پوښتنه:دالله جل جلاله  په اړه دمسلمانانو عقيده بايد څه ډول وي ؟

ځواب: مسلمانان بايد داعقيده ولري چې : 1-الله جل جلاله  يو دى .2- د عبادت اوبندګۍ وړ يواځې هغه دى اوبل څوک نشته .3- سيال اوشريک نه لري.4- له هرڅه خبر دى هېڅ شى ترېنه پټ نه دي .5- د بشپړځواک اوبرم خاوند دى .6-ځمكه، آسمان، سپوږمۍ، لمر، ستوري، ملائكې، انسانان، پېريان اولنډه داچې ټوله نړۍ يواځې هغهجل جلاله  پيداكړې ده اوهغه جل جلاله  يې څښتن دى . 7- مرګ او ژوند دهغه له لورې دى، معناداچې دټول مخلوق ژوند اومرګ  يې په واك كې دى .8- ټول مخلوق ته الله پاک روزي وركوي .9- الله پاک نه خوري اونه څه څښي او نه يې خوب شته .10- تل و اوتل ترتله به وي .11-  الله پاک هيچا پيداكړى نه دى .12- نه يې پلار شته نه زوى ، نه لور، نه ښځه اونه هم له چاسره دغه ډول خپلوي لري ، له دغه ډول خپلوليو پاك دى .13- هرڅوک ورته اړاومحتاج دي، خودى چا ته نه دی اړ. 14- هيڅ يو شى دده په څېر نه د ى .15- له ټولو عيبونواونيمګړتياوو پاك دى.16- دمخلوق په څېر لاس، پښې، پزه او غوږونه نه لري .17- ملايكې يې پيداكړي اوددنيا په بېلابېلو كارونويې ټاکلي دي.18- خپل مخلوق ته دهدايت اولارښوونې  له پاره يې خپل استازي (پيغمبران) راليږلي دي، چې خلكو ته نېغه لار (دين) ور وښيي، ښې خبرې ورزده اوله بدو يې ايسار كړي .

ملایكې (پرښتې)

پوښتنه: ملائكې څوك دي ؟

ځواب: ملائكې دالله پاک ځانګړی مخلوق دى، له نوره يي پيدا او موږ يې  نه وينو،نه نارينه او نه هم ښځېنه دي، نه دخداى پاک له حكمه سرغړونه او نه هم ګناه كوي، كومو كارونه يې چې ورسپارلي تل پرې بوختې وي .

پوښتنه: ملائكې څومره دي ؟

ځواب: شمېر يې له خداى پاک پرته بل چاته څرګند نه دى  هو! دومره موږ ته څرګنده ده چې ملائكې ډېرې دي اوڅلور پكې مشهورې اوخداىجل جلاله  ته نژدې دي .

پوښتنه: مقربې اومشهورې ملائكې كومې دي ؟

ځواب

لومړى : حضرت جبرائيل u چې دالله پاک كتابونه، حکمونه، اوپيغامونه به يې پيغمبرانو (عليهم السلام) ته راوړل.

دويم: حضرت اسرافيلu چې دقيامت شپيلۍ به پوكي .

دريم: حضرت ميكائيل u چې دباران چارې اومخلوق ته دروزي رسولو په كارو ټاکل شوې ده.

څلورم : حضرت عزرائيل u چې له مخلوق څخه د ارواوو( روح ) په اخېستو ټاکل شوې ده .

د الله پاک  كتابونـه

پوښتنه: دالله جل جلاله  كتابونه څومره دي ؟

ځواب: دخداى پاک ډېرزيات واړه اوغټ كتابونه پرخپلوپيغمبرانو (عليهم السلام) نازل شويدي، غټو ته يي (كتابونه) او وړو ته يې (صحيفې) وايي. څلور كتابونه مشهور دي.

پوښتنه: څلور مشهور اّسماني كتابونه  كوم كوم دي ؟ او په كومو پيغمبرانو نازل شويدي ؟

ځواب:1- تورات : په حضرت موسى u نازل شوى. 2- زبور:   په حضرت داؤدu نازل شوى. 3- انجيل: په حضرت عيسى u نازل شوى.4- قراّن كريم : په حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  نازل شوى.

پوښتنه:صحيفې څومره دي اوپركوموپيغمبرانو نازلې شوېدي؟

ځواب: دصحيفو شمېره څرګنده نه ده، خو يوڅه صحيفې پر حضرت اّدمu اويوڅه پرحضرت شيثu اويوڅه پر حضرت ابراهيم u نازلې شوي دي ، له دې پرته نورې صحيفې هم شته چې پرځينو نورو پيغمبرانوعليهم السلام  نازلې شوي دي .

[irp][irp][irp]

پوښتنه: رسول چاته وايي ؟

ځواب: رسول انسان اودخداى پاک بنده وي، الله پاک خپلو بندګانو ته دحكمونو رسولوله پاره ټاكلى وي، هغوى رښتيا ويونكي وي، هېڅكله درواغ نه وايي، ګناه نه كوي، دخداى پاک په امر معجزې ښكاره كوي، پيغامونه يې په بشپړ ډول مخلوق ته رسوي، كموالى او  زياتوالى پكې نه كوي اونه هم هيڅ يو پيغام پټوي .

پوښتنه: دنبي معنا څه ده ؟

ځواب: دنبي معنا همداده چې: هغه دخداى پاک بنده اوانسان وي، دالله پاک حكمونه بندګانو ته رسوي ، رښتينى وي درواغ نه وايي، ګناه نه كوي، دخداى تعالىجل جلاله  په حكمونوكې كموالى او زياتوالى نه كوي او نه هم هېڅ يو حكم  پټوي .

پوښتنه:دنبي اورسول ترمنځ څه توپيرشته؟ اوكه دواړه يودي؟

ځواب: د(نبي) او(رسول) تر منځ لېږڅه توپير شته، هغه داچې : (رسول) دالله پاک هغه استازي ته وايي چې خداى پاک نوى شريعت اوكتاب وركړى وي اونبي هرپيغمبرته وايي ، نوى شريعت اوكتاب وركړل شوى وي اويانه وي ورکړل شوى، داسې چې د مخكني شريعت او كتاب پر لاره روان وي .

پوښتنه: آيا يو سړى په خپل زيار اوعبادت سره نبي ګرځېدلى شي ؟

ځواب: نه ! بلكې هغه څوك نبي كېداى شي چې خداى پاک يي  نبي کړي،معنا داچې دنبي اورسول كېدل دانسان په زيار او ارادې پورې تړلي نه دي، بلكې دامرتبه يوازې خداى پاک پرانسانانولوروي.

پوښتنه: درسولانو اونبيانو شمېر څومره دى ؟

ځواب: دنيا ته ډېر رسولان اونبيان راغلي که څه هم کره شمېره يواځې خداى پاک ته ښکاره ده؛خو موږ اوتاسو بايد دا عقيده ولرو چې دخداى پاک هرڅومره رسولان چې وي ټول په حقه اورښتيني دي.

پوښتنه: لومړنى پيغمبر څوك و؟

ځواب: تر ټولولومړى پيغمبر حضرت اّدم u دى .

پوښتنه: تر ټولو وروستى پيغمبر څوك دى ؟

ځواب: ترټولو وروستى پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  دى .

پوښتنه: له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  وروسته بل پيغمبر راځي اوكه نه ؟

ځواب: نه! ځكه چې پيغمبري اونبوت پر خاتم النبين حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  پاى ته ورسېده ، له پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وروسته بل پيغمبرترقيامته نه راځي او څوک يې چې دعوه كوي هغه درواغجن دى .

پوښتنه: په رسولانو كې ترټولو غوره (افضل) رسول څوك دى؟

ځواب: زمونږپيغمبرحضرت محمد صلی الله عليه وسلم  په ټولو نبيانو او رسولانو كې غوره او لوى دى، هغه  صلی الله عليه وسلم  كه څه هم دخداى پاک بنده او خبره منونكى دى؛خو دخداى  په مخلوق كې يې ترهرچا مرتبه لوړه ده .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب